د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۵

د غزني بزګران: دولت دې الوبخارا ته نړيوال مارکیټ او ښه بازار پیدا کړي


د غزني الوبخارا
د غزني الوبخارا

غزني کې د نورو کلونو پرتله په دا وروستیو کې د الوبخارا کښت کې څو چنده زیاتوالی راغلی. د انګورو، مڼو، زردالو، ځمکني توتانو، زعفرانو او ځینو نورو توکو ترڅنګ الوبخارا د غزني مهم کښت دی، خو د دغه ځای بزګران وايي، د کرنې چارواکي دې د دوی دې مهم پیداوار ته بازار پیدا کړي.

۵۰ کلن محمدامير د غزني مرکز سوېل لور ته په شااوخوا څلور کیلومترۍ واټن کې د سفندې کلي کې د الوبخارا بڼوڼه لري.

دی د الوبخارا له سږنیو حاصلاتو او ډېروالي څخه خوشحاله دی.

نوموړی زیاتوي، د دغه باغونو د پرمختګ یو لوی لامل هم د کرنې ریاست او باغدارانو ترمنځ ښه همغږي او د ورکشاپونو برابرول دي: "د باغونو د اوبولو او نورو مسئلو په اړه موږ ته روزنه راکړل شوې. هر وخت کارکوونکي راځي ځینو باغونو کې موږ ته عملي کارونه راښيي. د ناروغیو، اوبه ورکولو، د ښاخ بوریو او همداراز د نورو اړوند مسایلو په اړه موږ روزي."

محمدامیر وايي، تل یې هڅه کړې چې خپلو ځمکو حلال کښت وکري.

په دا وروستیو کلونو کې د غزني ډېری سیمو کې د چرسو کرل دود شوي، هغه څه چې د امیر په وینا کرل یې ښه چاره نه ده.

د غزني خواجه عمري ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالمحمد وايي، غزني کې کال په کال د الوبخارا حاصلاتو کې زیاتوالی راځي چې دده په وینا د کرنې ریاست دې د پور برخه کې ورسره مرسته وکړي، څو دوی باغونه پراخ او حاصلات یې زیات شي.

نوموړی غوښتنه کوي چې دولت دې ددوی الوبخارا ته نړيوال مارکیټ پیدا کړي: "د قرضې سیسټم یو سیسټم دې ورته جوړ شي، له بزګرو سره دې د کوټ(پارو) په وخت کې مرسته وشي، د دوا پاشي په وخت کې دې مرسته وشي، نو ښه به وي، د هغه باغ او ځمکه په خپله یو ضمانت دی."

بزګران وايي، د کرنې مامورين یې باغونو ته ورځي او مشورې ورکوي چې ددوی په وینا يو هکټار ځمکه (پنځه جريبه) اووه ټنه الوبخارا توليدوي.

فعالان وايي که دغه ولایت کې د الوبخارا کښت ته پام وشي، ښې پایلې به ولري.
فعالان وايي که دغه ولایت کې د الوبخارا کښت ته پام وشي، ښې پایلې به ولري.

په غزني کې د کرنې ریاست چارواکي هم وايي، د دغه ریاست او بزګرانو ترمنځ ښې همغږۍ دغه ولایت کې د ښې الوبخارا پایلې ورکړي دي.

الله نور دغه ریاست کې د باغدارۍ څانګه کې د الوبخارا د پروژې مشر دی وايي، ډېری وخت د بزګرانو باغونو ته ورځي، هغوی ته مسلکي مشورې ورکوي، څو هغوی له الوبخارا ښه حاصلات تر لاسه کړي: "سږ موږ د الوبخارا برخه کې یوه پروژه درلوده دا پروژه د پروسس او د نویو باغونو د جوړولو پروژه ده، سږ موږ کابو د۴۲ هټکارو نیالګي مو بزګرانو ته ورووېشل او انشاالله په ډېر نږدې وخت کې به د الوبخار د پروسس لپاره بڼوالو ته وسایل هم ورکړو."

الله نور زیاتوي، هڅې کوي چې د باغدارانو لپاره د الوبخارا د پلور مارکیټ هم برابر کړي.

غزني کې ټولنیز فعالان وايي، که دغه ولایت کې د الوبخارا کښت ته پام وشي، ښې پایلې به ولري.

ټولنيز فعال مرتضی وردګ وايي، الوبخارا د غزني مهم پيداوار او مشهوره مېوه ده، د باغدارانو ترڅنګ یې ګټه وټه ډېری کسانو ته رسیږي: "بې له شکه چې الوبخارا د غزني ولایت له پیداوارو څخه ده، نو الوبخارا هغه بوټي دي چې نه یوازې د باغوان، بلکې ګڼ شمېر وطندارانو ته د هغوی د پروسس لپاره د کار زمینه هم برابریږي."

دا په داسې حال کې ده چې د غزني کرنې رياست چارواکي وايي په دغه ولایت کې د بزګرانو په مرسته په دا وروستیو کلونو کې په ۲۱۰ جريبه ځمکه یې د الوبخارا نيالګي کېنولي دي.

د انګورو، مڼو، زردالو، ځمکني توتانو، زعفرانو او ځینو نورو شیانو ترڅنګ الوبخارا د غزني مهم پيداوار دي.

XS
SM
MD
LG