د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۶

ګل پلورونکي: په هېواد کې دې د ګلونو فارمونه جوړ شي


د کابل په بازارونو کې د افغان ګلانو ترڅنګ هغه ګلان هم پلورلو ته وړاندې کېږي، چې له ایران، پاکستان، هند او ان له هالنډ څخه را وارد شوي دي.

په افغانستان کې د ګلانو د روزلو د فارم یوشمېر مسولین وایي، چې د دوی مسلک ته د دولت نه پاملرنه د دې لامل شوی، چې د ګلونو د روزنې فارمونه کم شي.

حفیظ الله یو له هغو کسانو څخه دی، چې له دیرشو کلونو راهیسې، په پروان ولایت کې د ګلونو په روزنه بوخت دی او هره ورځ تازه ګلان کابل ښار ته د خرڅلاو لپاره راوړي.

حفیظ الله په کابل بارازونو کې بهرنیو هیوادونو د ګلانو د زیات موجودیت لامل په هیواد کې د ګلونو د روزلو فارمونو ته نه پاملرنه بولي.

″اوسمهال په کابل ښآر کې د ګلانو معیاری فارمونه نشته چې استفاده ترې وشي څو د ایراني او پاکستاني ګلانو اړتیا کمه شي.

زموږ د ګلانونو کېفیت له ایراني او پاکستاني ګلانو څخه ښه دی، خو موږ فارم ته اړتیا لرو کله چې موږ په ژمې کې په خپلو فارمونو کې ګلان ساتو شمال یې پلاستیکونه شکوي خو تر اوسه له کومې ادارې څخه مو ملاتړ نه دی ترلاسه کړی.″

له بلې خوا په کابل ښار کې یوشمیر ګل پلورنکي وایی، هغه ګلان چې دوی په بازارونو کې پلوري له ګاونډیو هیوادونو څخه راځي، چې ژر له منځه ځي او ګران هم تمامیږي.

یو تن ګل پلورنکی ازادی راډیو ته وویل، چې د دوی د کار د ښه والي لپاره باید د ګلونو د روزنې فارمونه جوړ شي.

″زه د کابل د ګلفروشي کوڅې دوکاندار یم. موږ ته دګلان په اوړي کې د هیواد له شماله راځي خو په ژمي کې له چین، ایران، پاکستان او هند څخه راوړو، زمو په هیواد کې فارم نشته د ګلانو نو اړ یو چې له بهره یې راوړو باید په هیواد کې د ګلانو فارمونه جوړ شي.″

کابل ښاریان له تازه ګلونو څخه د خوښي په مراسمو، د ځانګړو ورځو په لمانځلو او د کورنیو او دفترونو د ښکلا په برخه کې کار اخلي.

خو د تازه ګلونو لوړه بیه د دې لامل شوی، چې له دې ګلونو څخه استفاده ونشي.

د کابل ښار اوسیدونکی وایي:

″زما نوم امان الله دې د کابل ښار اوسیدونکی یم. موږ ګلان اخلو خو ډیر قییمه دي، کله چې له دوکانداره د قیمتې علت وپوښتو نو وایي، چې د اړتیا وړ ګلان په افغانستان کې نه تولیدیږي، نو موږ ته هم قیمته راځي او قیمته یې خرڅوو، زما غوښتنه له پیسدارو څخه دا ده، چې په دی برخه کې پانګونه وکړي ترڅو په ارزانه بیه د خپلې خوښې ګلان را ونیسو.″

خو د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي، چې دوی د بڼوالو، او دګلانو د فارمونو د ښه والي لپاره ګڼې پروژی پلي کړي دي.

د دی وزارت ویاند مجید قرار وایي.

″په تیرو څو کلونو کې موږ د څیړنیزو فارمونو په جوړولو کې ښه پرمختګ کړی، د پانګونې لپاره د پور ور کولو زمینه مو مساعده کړې او همدا راز د ځمکې د ورکړي، تخنیکې مشورې او تختنکې ملاتړ مو هم کړی دی.

خو بزګر اصلي سرچینو ته مراجعه نه کوي او یا یی هم د ورتګ ډول سم نه دی، که چیرې له یوې ښې طرحې سره راشي او یا هم کومې اداري معرفې کړی وی کولای شي، چې زموږ له خدمتونو څخه برخمن شې.″

په افغانستان کې د تیرو لسیزو جګړو او نا امنۍ له امله افغانان د طبعیت له ښکلا څخه محروم وو او دا نیمګړتیا لا هم محسوسیږي.

که څه هم په افغانستان کې په مخکې کلونو کې ډول ډول ګلونه روزل کېدل خو د ځینو عواملو له امله دا دود پر ختمیدو دی او داسی اندیښنې موجودی دی،که چیری پدی برخه کې پاملرنه ونشی، نو بهرنی ګلان به په ورو ورو د افغان ګلانو ځای ونیسې.

راپور: ذکېه غیاثي نذیر
XS
SM
MD
LG