د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۴

ځینې بزګران او بڼوال: د سړو خونو د نشتوالي له امله مو حاصلات خرابېږي


ارشیف: په بدخشان کې د مڼو یو بڼ
ارشیف: په بدخشان کې د مڼو یو بڼ

د بېلابېلو ولایتونو ځینې بڼوال او بزګر وايي، د سړو خونو د نه‌شتوالي له امله یې حاصلات خرابېږي او ډېر کله تاوانونه کوي.

د غزني ولایت بڼوال محمد قاسم وايي، چې په خپل باغ کې مختلفې مېوې لري، خو اندېښنه لري چې دا مېوې یې له پخېدو وروسته ورستې نه‌شي.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل، چې په ولایت کې یې اوس سړې خونې نه‌شته چې د خپل بڼ مېوې په‌کې وساتي او په مناسب وخت کې یې وپلوري.

دا بڼوال وايي: "په هر ولایت کې باید ډېرې سړې خونې وي، چې موږ بڼوال او بزګر لږ تر لږه شل ورځې یا یوه میاشت وکولای شو چې مڼې او خپل نور محصولات په کې وساتو. اوس د ناکو ډېر ښه باغونه شته او دا باید وساتل شي، خو هېڅ امکانات یې نه‌شته."

د هلمند کروندې
د هلمند کروندې

د کندهار ولایت یو بزګر عزیزالله ازادي راديو ته وویل، سږ کال یې په خپلو ځمکو کې هوږه کرلې ده، خو وايي، د سړو خونو د نشتوالي له امله مجبور دی، خپل محصولات په کمه بیه وپلوري.

عزيزالله وايي: "ما سږ کال په دوه نیم یا درې جریبه ځمکه کې هوږه کرلې ده، پخوا یې یو جال په ۱۵۰ افغانۍ خرڅېده او په یو جال کې به ۲۰ کیلو هوږه وه، خو سږ کال له بده مرغه یو جال په ۳۰۰ افغانۍ دی، ځکه بازار نه‌شته او سړې خونې موږ نه‌لرو چې وې ساتو او یا یې ذخیره کړو."

په کندهار کې هوګې حاصلات ډېر دي، خو کروندګر بیا د سړو خونو او بازار نشتوالي له امله شکایت کوي.
په کندهار کې هوګې حاصلات ډېر دي، خو کروندګر بیا د سړو خونو او بازار نشتوالي له امله شکایت کوي.

په بدخشان کې د محمود په نوم یو بڼوال هم د قاسم او عزیزالله په څېر ورته شکایت لري.

نوموړی وايي: "زموږ ستونزه دا ده چې یوه ښه او معیاري سړه خونه نه لرو. له اوسني حکومت څخه غواړو چې د موسساتو په مرسته سړې خونې جوړې کړي چې زما په ګډون ټول بڼوال وکولای شي، خپلې مېوې په کې وساتي او په ټاکلي وخت کې یې وپلوري."

د طالبانو حکومت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت بيا وايي، له خصوصي سکتور سره یې په ګډه هڅې پیل کړي چې په بېلابېلو ولایتونو کې سړې خونې جوړې کړي.

د دې وزارت ویاند مستعین عمري ازادي راډيو ته وویل: "دا چې سړې خونې د کرنیزو محصولاتو په بازارموندنه کې مهم رول لري، د کرنې وزارت په دې برخه کې له خصوصي سکتور او همکار موسسو سره مجلسونه برابر کړي او دوی ته یې د زمینې برابرولو ژمنه ورکړې، خصوصي سکتور په ځینو ځایونو کې تیاری ښودلی دی."

نوموړي زیاته کړه، دوى په پام کې لري چې په شپږو ولایتونو کابل، لغمان، میدان وردګو او کندهار کې هغه سړې خونې چې غیرفعاله دي، بېرته فعالې کړي.

د مخکېني جمهوري حکومت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په ۱۴۰۰ لمریز کال کې ویلي وو، چې په ۳۴ ولایتونو کې ۱۰ زره سړې خونې او د کرنیزو محصولاتو ذخیرې یې ګټې اخیستنې ته وړاندې کړي چې ۵،۶ میلیارده افغانۍ لګښت پرې راغلی و.

د یادونې ده چې تر دې مخکې هم افغان بزګرو او بڼوالو شکایتونه کړي وو چې د سړو خونو د نشتوالي له امله یې محصولات په ډېره کمه بیه خرڅېږي او ګاونډیو هېوادونو پاکستان او ایران ته وړل کېږي چې ځینې وخت بېرته په ډېره لوړه بیه افغانستان ته صادرېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG