د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۹

افغان سوداګر: د هوايي دهلېز په جوړېدو به هند سره وخت نه ضایع کېږي


یو شمېرافغان سوداګر د افغانستان او هندوستان ترمنځ د هوايي دهلیز د پرانیستې هرکلی کوي وايي چې له دې لارې به د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه پراخه شي.

د دغو سوداګرو له ډلې رحم الدین حاجي اغا د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دغه سوداګري پخوا د ځمکې له لارې کېده چې پاکستان به ورته ترانزیټي او سرحدي ستونزې جوړولې.

افغان سوداګر رحم الدین حاجي اغا
افغان سوداګر رحم الدین حاجي اغا

نوموړی وايي:

"پخوا به چې د ځمکې له لارې هند ته سوداګریز مالونه وړل کېدل، له خنډ او ځنډ سره به مل و، په څو موټرو کې به ښکته پورته کېدل، په لاره کې به ورته ترانزیټي او سرحدي ستونزې جوړېدې، که دا سوداګري د هوايي دهلیز له لارې وشي، نو د افغانستان تازه او وچه میوه به ډېره ژر د هندوستان بازرونو ته ورسېږي، کله چې میوه تازه وي، نو په مارکیټ کې ښه بازار لري."

ټاکل شوې وه چې د یکشنبې په ورځ د افغانستان او هندوستان ترمنځ هوايي دهلیز په رسمي ډول پرانیستل شي، خو د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسؤلین وايي چې دا کار دوشنبې ورځې ته وځنډېډ.

د هندوستان او افغانستان د هوايي دهلیز پر جوړولو خبرې د تېر کال په ډسمبر میاشت کې هند ته د افغان ولسمشر د سفر پر مهال شوې وې.

افغان سوداګر حاجي محمد اجان ازادي راډیو ته وویل، په لومړي سر کې به له همدې لارې د افغانستان وچه میوه، بادام، زردالو، کشمش، پیسته او دغه شان تازه میوه، خټکي، انګور، انار او مڼې د هند بازارونو ته ولېږدول شي او له هنده به درمل او د فابریکو خام مواد افغانستان ته انتقال شي.

افغان سوداګر ټینګار کوي چې دغه سوداګري باید تشریفاتي نه‎وي او دغه شان په سیمه کې د سیاسي سیالیو ښکار نه شي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند مسافر قوقندي ازادي راډیو ته وویل، هند له افغانستان سره ټینګې اړیکې لري او ډاډ ورکوي چې دغه سوداګري به دوامدره وي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي چې په لومړي سر کې به هره اوونۍ او وروسته د اړتیا په صورت کې د اریانا افغان هوايي شرکت لارې ۶۰ ټنه سوداګریز مالونه هوايي کارګو هند ته او برعکس له هنده افغانستانه ته انتقال شي.

پسرلی: هند سره هوايي دهلیز زموږ لپاره فوق العاده ګټه لري.
پسرلی: هند سره هوايي دهلیز زموږ لپاره فوق العاده ګټه لري.

د دغې خونې ویاند صیام الدین پسرلي ازادي راډیو ته سره په خبرو کې د یاد هوايي ډهلیز د ګټو او مؤثریت په اړه وویل:

"دغه هوايي دهلیز زموږ لپاره فوق العاده ګټه لري، موږ له همدې لارې کولای شو چې افغاني تولیدات په ځانګړي مارکیټونو کې خلکو ته معرفي کړو، په خاص ډول زموږ د بزګرانو او بڼوالو په ژوند به مستقیم تأثیر ولري او مالونه به یې له زیان پرته ژر نړیوال مارکیټ ته رسیږي."

په کابل کې د هند سفیر من پریت وهوورا دوه ورځې وړاندې ازادي راډیو ته ویلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د "ځانګړي هوايي دهلېز" د جوړولو هدف د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پراختیا ده.

افغانستان دا مهال له هندوستان سره شاه خوا ۵۰۰میلیونه ډالره سوداګریزه راکړه ورکړه لري.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي چې یاد دهلیز په پرانیستلو سره به دغه سوداګرۍ راکړه ورکړه یو میلیارډالرو ته لوړه شي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG