د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۱۸

په کابل کې ځينو بزګرانو د کرنیزو توکو تابوت خاورو ته وسپاره


په کابل کې د معترضو بزګرانو د نندارې یو انځور
په کابل کې د معترضو بزګرانو د نندارې یو انځور

په کابل کې یو شمېر بزګرانو د دوی کرنیزو توکو ته د مناسب بازار د نشتوالي له امله د یوه نمایشي حرکت په ترسره کولو د کرنیزو توکیو تابوت خاورو ته وسپاره.

دغه ننداره د افغانستان نوين ټولنې غړو او یو شمېر بزګرانو حکومت ته د خپلو اعتراضونو د رسولو په خاطر د ملي شورا د ودانۍ مخې ته ترسره کړه.

د دي ټولنې غړو کرنیز محصولات په یوه تابوت کې ځای پرځای کړي وو، څو مخاطبینو ته وښيي چې کرنیز فعالیتونه د حکومت له مرستې پرته مړه دي.

د دې ټولنې مسؤلینو وویل، په تېرو ۵ کلونو کې حکومت د بزګرانو د ستونزو هوارولو او کرنیزو توکو ته د بازار موندنې په خاطر هېڅ نه دي کړي.

د عزیز په نوم یو بزګر وايي: "د کرنې وضعیت مو ورځ په ورځ خرابېږي، د افغانستان کرنیز محصولات لکه پیاز، الوګان، انار، انګور او داسې نور ډېر ښه کیفیت لري، خو بازار نه لري."

عزیز وايي، د اقتصادي ودې لپاره یوازې د کرنیزو محصولاتو ډېروالی نه دی پکار، بلکې د خرڅلاو لپاره یې باید بازار وموندل شي.

د مناسب بازار او سړځایونو نشتوالی، له پاکستان سره ټرانزیټي ستونزې، مالي منابعو ته نه لاسرسی او د تولیداتو د بسته بندۍ نیمګړتیاوې هغه ستونزې دي چې بزګر او باغ لرونکي ورسره مخ دي.

د معترضو بزګرانو یو انځور
د معترضو بزګرانو یو انځور

د دغې ټولنې رئيس عبدالنصیر رښتیا په دغه اعتراضیه ننداره کې له ملي شورا وغوښتل چې یادې ستونزې ته پام وکړي.

ده وویل: "موږ نن د افغانستان د ملي شورا مخې ته راغلي یوو، که د ملي شورا غړي په رښتیا سره غواړي چې د خلکو پر وړاندې خپل له لاسه ورکړی باور بېرته ترلاسه کړي، دغه وزیران دې ډېر ژر سلب اعتماد کړي."

په ولسي جرګه کې د خلکو استازي احمد سېلاب چې د دغې اعتراضیه نندارې په سیمه کې موجود و، د دغې ټولنې د اندېښنو په اړه رسنیو ته وویل: "موږ یې اوس سلب صلاحیت کولی نه شو، ځکه اکثره وزیران سرپرستان دي او د حکومت موده هم پای ته رسېدلې، خو له قانون سره سم دومره کولی شو چې له هغو وضاحت وغواړو، خو تر کومه چې نوی ولسمشر اعلان نه شي، سلب صلاحیت کېدای نه شي."

مخکې له دې د کرنې او مالدارۍ وزارت ویلي وو چې د وچې او لمدې مېوې او سبو حاصلات د تېر کال په پرتله ۳۰ سلنه زیات شوي دي.

XS
SM
MD
LG