د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۷

د کندز بڼوال او سوداګر: سږ د بادامو په حاصلاتو کې ۷۰ سلنه کمښت راغلی


د کندز بادام
د کندز بادام

د کندز ولایت یو شمېر بڼوال او د وچو میوو سوداګر وايي، سږکال په دغه ولایت کې د بې وخته ورښتونو او د نباتې افتونو له امله د بادامو په حاصلاتو کې ۷۰ سلنه کموالی راغلی دی.

د کندز د چهار درې ولسوالۍ له یو تن بڼوال۴۰ کلن عزیز خان ازادي راډيو ته وویل، په لس جریبه ځمکه کې د بادامو ۲۰۰ ونې لري، خو سږکال یې ترې حاصل نه دی ټول کړی.

عزیز وایي: "سږکال بادام و نه شول، باغونو مرض هم وکړ او له امله یې لويې ونۍ وچې شوې. باغونه یخ ووهل بادام ونه شول، نور کلونه موږ له یوې ونې پنځه منه بادام راټولول، خو سږکال مو ورڅخه یو کیلو بادام راټول کړي، نو ته خپله اټکل وکړه چې څومره بادام به یې کړي وي."

د کندز بڼوال له خپلو حاصلاتو شکایت لري.
د کندز بڼوال له خپلو حاصلاتو شکایت لري.

د کندز د قلعه زال ولسوالۍ یوه اوسېدونکي ۴۷ کلن امیرمحمد بیا وايي، د بادام سږنې حاصل ان د بڼوالو کړی لګښت هم ور پوره نه کړ.

امیر محمد زیاتوي: "سږکال د بادامو د حاصلاتو خوند نه شته، ځکه د پسرلۍ په موسم کې د واورې ورښت له امله باغونه یخ ووهل او حاصلات یې له منځه لاړل. پخوا د بادامو پیر و پلور ښه وو، هم حاصلات ښه وو او هم صادرات ښه وو، خو له دې تحولاتو سره د کاروبار خوند له منځه تللی دی."

دا مهال د کندز په بازار کې ۷ کیلو ښه بادام له ۶ زره افغانیو نیولی تر ۷ زره افغانیو پورې بیه لري.

دا مهال د کندز په بازار کې ۷ کیلو ښه بادام ۷زره افغانۍ بیه لري.
دا مهال د کندز په بازار کې ۷ کیلو ښه بادام ۷زره افغانۍ بیه لري.

په دې ولایت کې د وچو میوو د ټولنې مرستیال خیرمحمد وايي، سږکال بادام په مارکیټ کې له ښه بیې برخمن دي، خو د حاصلاتو یې درک نشته.

دی زیاتوي: "د تېرکال پرتله سږکال د بادامو په حاصلاتو کې ۷۰ سلنه کموالی راغلی دی، ځکه سږکال بڼوال ښه حاصلات نه دي ترلاسه کړي. موږ له اسلامي امارته غواړو له بڼوالو او بزګرانو سره مرسته وکړي چې اقتصادي ستونزې هوارې شي."

په دغه ولایت کې د سوداګرۍ او د پانګونې خونې چارواکي بیا وايي، هڅې کوي چې په کندز کې د بڼوالو د محصولاتو د پروسس لپاره یو شمېر مرکزونه جوړ کړي.

په کندز کې د سوداګرۍ خونې چارواکي وايي، هڅه کوي د محصولاتو د پروسس لپاره یو شمېر مرکزونه جوړ کړي.
په کندز کې د سوداګرۍ خونې چارواکي وايي، هڅه کوي د محصولاتو د پروسس لپاره یو شمېر مرکزونه جوړ کړي.

د دې ادارې ویاند مسعود وحدت ازادي راډيو ته وویل: "په دې وروستۍ یوه میاشت کې د شېرخان بندر له لارې د مرکزي اسیا هېوادونو ته د بادامو صادرات ښه شوي. د سوداګرۍ خونه هڅې کوي چې د ملاتړ کوونکو دفترونو له لارې په کندز کې د بادامو او د وچې مېوو د پروسس او بسته بندۍ مرکزونه جوړ کړي، څو د بزګرانو محصولات په معیاري توګه بهرنیو هېوادونو ته صادر شي."

د کندز بادام په مختلفو نومونو یادېږي لکه ستاربايي، بخملي ستاربايي، قمبري، خیرالدیني، کاغذي، مروج او داسې نور نومونه هم لري، خو ستاربايي او قمبري له ځانګړي شهرته برخمن دي.

د نورو کرنیزو حاصلاتو ترڅنګ بادام د کندز له مهمو محصولاتو څخه ګڼل کېږي چې هرکال د دې ولایت بادام د هېواد پر نورو ولایتونو سربېره ان بهرنیو هېوادونو ته هم صادریږي چې له همدې درکه بزګران او دولت ښه عواید ترلاسه کوي.

XS
SM
MD
LG