د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۶:۴۲

فعالان: د کرکټ بورډ له‌خوا په وطني غالۍ او لاجوردو جوړې شوې جایزې ښه اقدام دی


د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روانې شل اوره سیالۍ د اتلولۍ جام چې د دواړو هېوادونو د لوبډلمشرانو راشدخان او شاداب خان ورسره ولاړ دي. افغان کرکټ بورډ ویلي، دغه جام له افغانۍ غالۍ جوړ شوی دی.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روانې شل اوره سیالۍ د اتلولۍ جام چې د دواړو هېوادونو د لوبډلمشرانو راشدخان او شاداب خان ورسره ولاړ دي. افغان کرکټ بورډ ویلي، دغه جام له افغانۍ غالۍ جوړ شوی دی.

ټولنیز فعالان د افغانستان د کرکټ بورډ دا اقدام ستايي چې له پاکستان سره یې په خپل کوربه توب د سیالیو جام کې له وطنۍ غالۍ او لاجوردو جوړې شوې جایزې چمتو کړي دي.

یو شمېر ټولنیز فعالان او فرهنګیان د افغانستان د کرکټ بورډ دا اقدام ستايي، چې په خپل کوربه توب د پاکستان له لوبډلې سره سیالیو کې یې، د لوبې جام او غوره لوبغاړو لپاره جوړې شوې جایزو له افغاني غالۍ او د افغانستان د لاجوردو له ډبرې جوړې کړې دي.

د افغانستان کرکټ بورډ پرون په دې اړه په خپله رسمي فیسبوکپاڼه کې لیکلي: "لاجورد هغه قیمتي ډبره ده چې زرګونو کلونو راهیسې د افغانستان په غرونو کې ده او د ځواک، مبارزې او ځیرکتیا بېلګه ګڼل کېږي."

ترڅنګ یې د افغانستان کرکټ بورډ له پاکستان سره د درې شل اووریزه سیالیو جام هم له افغاني غالۍ جوړ کړی.

په دې غالۍ د افغانستان او پاکستان تر منځ د سیالیو جزییات لیکل شوي او بیا په ښیښه‌يي قالب کې بنده شوې ده.

کرکټ بورډ په خپله رسمي فیسبوکپاڼه لیکلي: "دا بې‌‌سارې جایزې به د افغانستان د بډایه کلتوري میراث او د لوبغاړو د وړتیا او ژمنتیا د بېلګې په توګه په روانو سترو او تاریخي سیالیو کې ورکول شي."

اوس یو شمېر فعالان دا یو ښه نوښت بولي.

خبریال او فرهنګپال عطاالله خوګیاڼی دا کار د افغاني فرهنګ، تولید او صنعت د پراختیا په برخه کې اغېزمن ګام یادوي.

هغه وویل: "موږ تمه لرو کرکټ بورډ چې د افغانانو د خوښۍ، د ملي بیرغ د ساتنې او د ملي سرود د غږولو یوازېنی ادرس دی، خپل نوښتونو ته دغه شان دوام ورکړي، څو په راتلونکې کې هم د افغانستان ښه استازولي وکړي."

ټولنیز فعال رو‌ح‌الله تلاش بیا د کرکټ بورډ دا هڅه په نړیواله کچه د افغاني تولیداتو د صادراتو لپاره د بازار موندنې په برخه کې مهمه بولي.

تلاش وویل: "له دې سره به افغاني تولیدات خورا ښه بازار پیدا کړي. همدا ډول به نړیوالو ته زموږ کورني تولیدات په ښه ډول وپېژني چې اوسمهال د نورو هېوادونو په نومونو بازار ته وړاندې ته کېږي."

د افغان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي
د افغان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي

افغان کرکټ ملي لوبډله له پاکستان سره د متحده‌عربي اماراتو په دوبۍ کې په لوبو بوخته ده.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د روانو شل اووریزو لوبو په لومړۍ سیالۍ کې پاکستان ته ورکړه او نن یکشنبه ورسره خپله دویمه لوبه کوي.

د یادونې ده، دا لومړی ځل دی چې افغانستان او پاکستان د کرکټ د شلو اورونو لوبلړۍ لوبوي.

XS
SM
MD
LG