د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۱

د افغان کرکټ لوبډلې د بریا نمانځنه؛ ځینې افغانان پر خپلې ملي لوبډلې ویاړي


د افغانستان او پاکستان د کرکټ ملي لوبډلو تر منځ د تېرې شپې د لوبې یو انځور
د افغانستان او پاکستان د کرکټ ملي لوبډلو تر منځ د تېرې شپې د لوبې یو انځور

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د ۳ شل اوریزو سیالیو په لومړۍ لوبه کې تېره شپه د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه.

افغانان وايي، د دې لوبې ګټلو دوی ډېر خوشحاله کړي او ویاړي چې داسې پیاوړې لوبډله لري.

د کابل ښار اوسېدونکي سبحان الله دغه لوبه په پوره شوق لیدلې ده.

هغه ازادي رادیو ته وویل: "تر اوسه موږ د پاکستان پر وړاندې بری نه وه ثبت کړی. نو دا زموږ لومړی ځل و چې پاکستانۍ لوبډلې ته مو ماتې ورکړه. بېخي د خوشحالې وروستی حد و، ډېر زیات خوشحاله وو. هیله من یو چې راتلونکې دوه سیالې هم په ښه ډول وګټو او دغه سیریز د افغانستان په نامه شي."

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله

د کابل ښار یو بل اوسېدونکی نویدالله هم د کرکټ لوبې مینه وال دی.

هغه وویل: ډېر خوشحاله شوم چې زموږ د کرکټ ملي لوبډلې د پاکستان پر وړاندې بریا تر لاسه کړه. په رښتیا هم چې دا د خوښۍ او ویاړ ځای دی. لوبه مې تر پایه ولیده او خوند مې ترې واخیست. ډېره عالي لوبه وه."

په ټولنیزو رسنیو کې هم افغانانو د خپلې ملي لوبډلې دا بریا نماځلې او ورته مبارکي یې ویلې ده.

په هند کې پخواني افغان کلتوري اتشې حمد الله ارباب هم پر خپله فېسبوکپاڼه د یوې ویډيو په خپرولو سره، چې د افغانستان درې رنګه ملي بیرغ ورسره دی، اټڼ کوي ا دا بریا نمانځي.

پخواني افغان ولسمشر حامدکرزي، په تېر جمهوري نظام کې د ملي مصالحې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله او او یو بل پخواني چارواکي محمد عمر داودزي هم په خپلو فېسبوکپاڼو په دې اړه ټولو افغانانو ته د دې بریا مبارکۍ ویلي دي.

د یادونې ده چې دواړه لوبډلې به د دې لوبلړۍ دویمه سیالي د روانې مارچ میاشتې په ۲۶مه نېټه په همدې لوبغالي کې ترسره کوي.

د ویلو ده، دا لومړی ځل دی چې افغانستان او پاکستان د کرکټ د شلو اورونو لوبلړۍ ترسره کوي.

راپور - ثنا کاکړ

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG