افغانستان
د پاکستان کرکټ بورډ مشر د افغانستان کرکټ بورډ ته خبرداری ورکړی
د پاکستان د کرکټ بورډ مشر نجم سیټي د افغانستان کرکټ بورډ ته خبرداری ورکړی چې د راتلونکو لوبو پر مهال د خپلو لوبغاړو چلند کنټرول کړي.
تېر کال کله چې د افغانستان او پاکستان لوبډلې په شارجه کې د اسیا د ملتونو په جام کې سره مخامخ شوې، نو د پاکستاني لوبغاړي اصف علي او افغان لوبغاړي فرید ملک ترمنځ لفظي شخړه وشوه.
د افغانستان د کرکټ بورد مرستیال روزونکي رییس احمدزي بیا د پاکستان د کرکټ بورد د مشر په ځواب کې لیکلي، لوبه کې د کرکټ د اخلاقو مطابق متقابل درناوی شرط دی.
د افغانستان او پاکستان د کرکټ لوبډلې د همدې مارچ میاشتې په ۲۴مه، ۲۶مه او ۲۷مه نېټه په شارجه کې درې شل اوریزه لوبې کوي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د کابل ښار د تذکرو ریاست د دروازې مخې ته چاودنې مرګژوبله اړولې
د کابل ښار د تذکرو ریاست د ورودي دروازې مخې ته نن یوې چاودنې مرګ ژوبله اړولې ده.
د طالبانو په حکومت کې یوې باوري سرچینې چې د موضوع د حساسیت له کبله یې نه غوښتل نوم یې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل چې دا چاودنه د چهارشنبې ماسپښین د عقرب دوهمه د پامیر سینما ترڅنګ هغه مهال وشوه چې یو بریدګر د چاودېدونکو موادو سره غوښتل د تذکرو ریاست ته ننوځي.
د دې سرچینې په وینا، مخکې له دې چې بریدګر دې ریاست ته ننوځي، چاودېدونکي مواد یې وچاودېدل چې په پایله کې خپله بریدګر ټپي شو، خو په سیمه کې دوه ملکیان ووژل شول.
عیني شاهدان وايي چې چاودنه په داسې ځای کې شوې چې د سړک د غاړې پلورنکي په کې وو او هغوی ته یې مرګژوبله اړولې ده.
تر اوسه هېڅ شخص یا ډلې د دې پېښې مسوولیت نه دی منلی.
د ژوندیو موجوداتو د انځورنو پر خپرولو د طالبانو بندیز؛ په بادغیس کې د تلوېزیونو نشرات بند شوي
د ژوندیو موجوداتو د انځورنو پر خپرولو د طالبانو له بندیز وروسته، په بادغیس ولایت کې د تلوېزیونو نشرات بند شوي دي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز نن د اکټوبر۲۳مه د یوې اعلامیې په خبرولو سره ویلي، په باغیس کې د رسنیو هر ډول فعالیت یوازې تر لیکلو او غږ خپرولو محدود شوی دی.
دې مرکز په باغیس کې پر تلوېزیوني خپرونو بندیز ته اندېښنه ښودلې او له طالبانو يې غوښتي چې په دې پرېکړې دې له سره غور وکړي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د طالبانو لهخوا د ژوندیو موجوداتو پر انځورونو د بندیز پرېکړه شا تګ او د رسنیو د ازادۍ د محددولو وروستی حد بللی دی.
د دې مرکز په خبره، په بادغیس کې ملي تلوېزیون چې د طالبانو تر واک لاندې دی او د عبور په نوم خصوصي تلوېزیون فعالیت درلود.
له دې وړاندې په ننګرهار او لغمان ولایتونو کې د طالبانو لهخوا د انځورونو پر خپرولو د بندیز راپورونه ورکړل شوي وو.
اوونۍ وړاندې د طالبانو د امر بالعمروف او نهی المنکر وزارت ویاند سیف اسلام خیبر فرانس پرېس خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي وو، له ژوندیو موجوداتو د انځورونو او فلمونه پر اخیستلو بندیز به په تدریجي ډول په ټول افغانستان کې تطبیق شي.
د طالبانو د حکومت دې بندیز د رسنیو د ملاتړو سازمانونو غبرګونونه راپارولي وو.
فوټبال؛ د افغانستان ۱۷ کلنو ځوانانو ماکایو ته هم ماتې ورکړه
د فوټبال د اسیا جام د لارموندنې په سیالیو کې د افغانستان د اولس کلنو ځوانانو ملي لوبډلې د ماکایو هېواد ته ۹ د صفر په مقابل کې ماتې ورکړه.
دغه سیالي چې نن چهارشنبه د اکټوبر په ۲۳مه نېټه د کمبودیا هېواد په کوربتوب ترسره شوه، افغان لوبډلې په دواړو پاڼیو کې ۹ ګولونه ووهل خو ماکایو په هېڅ ګول وهلو بریالی نهشو.
تر دې وړاندې افغانستان په خپلې لومړۍ لوبه کې د فیلیپین پر وړاندې ۷ ګولونه وهلي وو.
په دې لوبه کې د افغانستان لپاره وارث شېرزي دوه، محمدنورزي، ارش احمدي، ساحل سروري، نصیراحمد محمدي، نوید محبوبي، وارث رازقي او یاسر ساپي یو یو ګول وواهه.
افغان لوبډله به خپله درېیمه لوبه د راتلونکې جمعې په ورځ د اکټوبر په ۲۵مه نېټه د کوربه کمبودیا پر وړاندې ترسره کوي.
د ایران د بشري حقونو سازمان: په تېرو دوه اوونیو کې ایران ۱۰ افغانان اعدام کړي
د ایران د بشري حقونو سازمان وایي چې په تېرو دوه اوونیو کې ایران ۱۰ افغانان اعدام کړي دي.
د دې سازمان مشر محمود امیری مقدم نن د اکتوبر ۲۳مه ازادي راډیو ته په دې تړاو وویل: "د اکتوبر په میاشت کې لږ تر لږه لس افغانان د ایران په زندانونو کې اعدام شول او لکه څنګه چې موږ خبرې کوو، یو بل افغان د اعدام لپاره قزل حصار زندان ته لېږدول شوی دی. موږ په دې اړه نور معلومات نه لرو."
مقدم زیاته کړه چې ددې سازمان دمعلوماتو له مخې، د روان میلادي کال له پیله تر اوسه په ایران کې ۴۵ افغانان اعدام شوي دي.
هغه ایران کې د افغانانو د اعدام شمېر زیاتېدو ته په کتو اندېښنه ښکاره کړه او وویل چې په ۲۰۲۳م کې ۲۶ افغانان او په ۲۰۲۲ کې ۱۶ افغانان په ایران کې اعدام شوې دي.
د ایران د حکومت له لورې د اعدامونو زیاتېدونکي شمېر د بشري حقونو د سازمانونو اندېښنې راپارولې دي.
د هند صدراعظم او د ایران ولسمشر د افغانستان په اړه خبرې کړي
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان او د هند لومړي وزیر نریندرا مودي د سه شنبې په ورځ ناوخته د روسیې په کازان ښار کې د برېکس د ۱۶مې سرمشریزې په څنډه کې د افغانستان په اړه خبرې کړي.
د ازادي راډیو د ایراني څانګې فردا د راپور له مخې، دواړو چارواکو چابهار بندر قرارداد لاسلیک ته په اشارې سره د افغانستان د بیارغونې او پراختیا او له منځنۍ اسیا سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.
پزشکیان ویلي چې د تلپاتې سولې او ثبات د ترلاسه کولو لپاره باید له افغانستان سره مرسته وشي.
هندي رسنیو راپور ورکړی چې لومړي وزیر مودي له پزشکیان سره په لیدنه کې ویلي چې د چابهار بندر پراختیا د دوی ترمنځ د همکارۍ تر ټولو ستره ستنه ده او دا پرمختګ د ایران او هند د اړیکو په تنظیمولو او له نورو هېوادونو سره د دواړو هېوادونو د اړیکو په تنظیمولو کې په سیمه کې مهم رول لوبوي.
هند او ایران د ایران د پخواني ولسمشر ابراهیم رئیسي تر مړینې څو ورځې مخکې د چابهار بندر د فعالیت لس کلن تړون سږکال لاسلیک کړ.
چابهار بندر د افغانستان له لارې ایران او هند له منځنۍ اسیا سره نښلوي.
فایق: د ملګرو ملتونو غړي هېوادونه دې په افغانستان کې جنسیتي اپارټایډ په رسمیت وپېژني
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازی نصیر احمد فایق وایي، په افغانستان کې د طالبانو لهخوا پر ښځو او نجونو د بندیزونو لګېدل نه یوازې جنسیتي اپارټایډ دی، بلکې د هغه نسل لپاره په شاتګ دی چې یو وخت یې د روښانه راتلونکې هیله لرله.
نوموړي دغه څرګندونې تېره ورځ د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو په ۷۹مې ناسته کې کړې دي.
هغه ویلي، په افغانستان کې لاهم د بشري حقونو وضعیت خورا اندېښمنوونکی دی.
د فایق په وینا، د طالبانو په درې کلنې واکمنۍ کې افغانستان د بشري حقونو، انساني، اقتصادي او سیاسي ناورین سره مخ دی او د نړۍ یوازینۍ هېواد دی چې نجونې په کې د زدهکړو له حق محرومې دي.
هغه د ملګرو ملتونو له غړو هېوادونو غوښتي چې جنسیتي اپارټایډ دې د نړیوال قانون له مخې د جنایت په توګه په رسمیت وپېژني.
ریچارډ بینېټ په کاناډا کې د ښځو د حقونو له یو شمېر افغان فعالانو سره کتلي
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ په کاناډا کې د ښځو د حقونو له یو شمېر افغان فعالانو سره کتلي دي.
په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو وضعیت د دوی د بحثونو له مهمو موضوعاتو څخه ګڼل شوی دی.
د افغانستان لپاره د کاناډا د فيمينسټانو ټولنې د دې غونډې په تړاو پر خپل ایکس یا پخواني ټویټر لیکلي: "په داسې حال کې چې دا ښځې لا هم د بیا مېشتېدنې له ننګونو سره مخ دي، دوی د افغانستان لپاره کار ته دوام ورکوي او د خپلو خویندو غږ پیاوړی کوي."
د يادولو وړ ده چې تر دې مخکې ملګرو ملتونو اعلان کړی و چې د افغانستان لپاره د دغه سازمان د بشري حقونو د شورا ځانګړی راپور ورکوونکى به په افغانستان کې د بشري حقونو پر وضیعت د خبرو لپاره کاناډا ته سفر وکړي.
د ملګرو ملتونو په خبرپاڼه کې راغلي چې بینېټ به د دغه سفر په ترڅ کې ټورنټو ته هم ولاړ شي او د بشري حقونو د مدافعینو او خبریالانو په ګډون به له یو شمېر افغانانو سره وویني.
دا غونډه یوازې یوه اوونۍ وروسته له هغې کېږي چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا له خوا د ریچارډ بینېټ ماموریت د یوه بل کال لپاره وغځول شو.
د ازادۍ جبهې په کابل او پروان کې د ۵ طالبانو د وژنې او ۴ د ټپي کېدو ادعا کړې
د ازادۍ جبهې په نوم د طالبانو د حکومت مخالفه ډله ادعا کوي چې، د کاپیسا او پروان ولایتونو ترمنځ په ګلبهار سیمه کې یې د طالبانو درې وسلهوال وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.
دې ډلې پر خپل ایکسپاڼه په یوه بیان کې ویلي چې د ګلغونډۍ پله په سیمه کې دا برید پرون د دوی وسلهوالو وکړ.
د ازادۍ جبهې په یو جلا بیان کې د کابل د اتمې حوزې په قلاچې سیمه کې د طالبانو د استخباراتو پر موټر د برید پرمهال د دوو طالب سرتېرو د وژلو او او د دوو نورو د ټپي کېدو ادعا هم کړې ده.
د طالبانو رسمي سرچینو تر اوسه پهدې اړه څه نهدي ویلي او ازادي راډیو هم په خپلواکه توګه دا ډول خبرونه نهشي تاییدولی.
د طالبانو حکومت له الماتا سره د دوه اړخيزو سوداګريزو اړيکو پر پياوړتيا خبرې کړي
د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او صنعت وزیر له قزاقستاني چارواکو سره په الماتا کې د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو پر پياوړتیا او له همدې لارې چین ته د سوداګریزو توکو د لېږد را لېږد پر امکاناتو خبرې کړي دي.
سنټرل ایشیا ټایمز او باختر اژانسونو پرون سهشنبه پهدې اړه خپلو راپورونو کې لیکلي چې، دواړو لوریو یو بل ته د ویزو په ورکړه او نورو چارو کې د اسانتیاو په رامنځته کولو خبرې کړي دي.
د الماتا پهدې غونډه کې چې د راپورونو لهمخې وړمه ورځ جوړه شوې وه، د طالبانو د سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د افغان پلاوي مشري کوله او د قزاقستان له لوري د هغه هېواد د صدراعظم مرستیال سریک ژومانګارین غونډه کې ګډون درلود.
قزاقستان تېره جون میاشته کې طالبان د ممنوعه ډلو له نوملړه لرې کړل او الماتا کې یې د طالبانو ډیپلومات هم منلی دی.
واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته د طالبانو له حکومت له روسیې، چین او د منځنۍ اسیا له یوشمېر هېوادونو سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا هڅې کړي دي.
حامدکرزي يوځل بيا د نجونو په مخه د ښوونځيو د خلاصېدو غوښتنه وکړه
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي له عامو افغانانو سره د خپلو لیدنو کتو په ترڅ کې دا ځل له یو ډله ځوانانو سره کتلي او له هغوی سره یې د زدهکړو پر ارزښت خبرې کړي دي.
ښاغلي کرزي د سهشنبې په ورځ له ځوانانو سره په ناسته کې د پوهې په ګاڼه سمبال ځوانان د هېواد د پرمختګ لپاره مهم بللي او یوځل بیا یې د نجونو د ښونځیو په خلاصولو ټینګار کړی دی.
طالبانو واک ته له رسېدو وروسته د نجونو د منځنۍ او لېسې دورې ښوونځي بند کړل او د ۲۰۲۲ کال په دسمبر میاشت کې یې د هغوی پوهنتونونه هم وتړل.
د نجونو پر تعلیم بندیز ته له نړیوالو غبرګونونو سره-سره د طالبانو حکومت تر اوسه پهدې برخه کې د کوم پرمختګ خبره نهده کړې.
د ښځو او نجونو حقونه که څه هم طالبان د افغانستان کورنۍ او دودیزه مسله بولي، خو نړیوالو ته بیا دا مهمه مسئله ده او په ظاهره له همدې کبله نړیوال د طالبانو د حکومت رسمیت پېژندلو ته هم زړه نه ښه کوي.