د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۷

کرکټ؛ افغانستان په لومړي ځل پاکستان ته ماتې ورکړه


د افغانستان او پاکستان د کرکټ لوبډلو تر منځ د دې سیالۍ یو انځور
د افغانستان او پاکستان د کرکټ لوبډلو تر منځ د دې سیالۍ یو انځور

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په لومړي ځل په شل اوریزه سیالۍ کې د پاکستان ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د پاکستان پر وړاندې د ۳ شل اوریزو سیالیو په لومړۍ لوبه کې افغان لوبغاړی محمدنبي عیسي خېل په هر اړخیزه توګه ښه وځلېد او د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه یې وګټله.

دغه سیالي چې د جمعې په ماښام د کابل پر وخت ۸:۳۰ بجې پیل شوه، پاکستان د لوبې پچه وګټله او توپوهنه یې غوره کړه.

د پاکستان لوبډلې پوره شل اورونه ولوبول، خو هېڅ توپوهونکي یې هم منډې تر شلو وانړولې.

د توپوهنې د پاڼۍ تر پای ته رسېدو پاکستان ۹ لوبغاړي له لاسه ورکړي وو او ۹۲ منډې یې کړې وې.

د پاکستان لپاره مخکښ توپوهونکی عماد وسیم و، هغه ۱۸ منډې جوړې کړې وې او بل لوبغاړي صایم ایوب چې په لومړي ځل نړیوال کرکټ کې ولوبید د ۱۸ منډو په جوړولو بریالی شو.

دغه راز په دې لوبه کې د پاکستان لپاره طیب طاهر هم خپله لومړۍ لوبه ترسره کړه او تر ۱۶ منډو جوړولو وروسته د راشدخان له لوري وسوځېد.

د افغانستان په توپ اچونکو کې مجیب الرحمن تر نورو ښه وځلېد، هغه چې د دې سیالۍ د اغېزناک لوبغاړي جایزه هم وګټله په ۴ اورونو کې ۹ منډې ورکړې او ۲ لوبغاړي یې وسوځول.

افغان لوبغاړی مجیب الرحمن د پاکستان د یوه لوبغاړي له سوځولو وروسته د خوشحالۍ پرمهال
افغان لوبغاړی مجیب الرحمن د پاکستان د یوه لوبغاړي له سوځولو وروسته د خوشحالۍ پرمهال

دغه راز فضل حق فاروقي او نبي عیسی خېل هم دوه ـ دوه خو عظمت عمرزي، نوین الحق او راشدخان بیا یو ـ یو لوبغاړی وسوځاوه.

د افغانستان پیلیزو توپوهونکو د دې لوبې پيل ښه ونه کړ، ابراهیم ځدراڼ تر ۹، رحمن الله ګربز تر ۱۶ او کریم جنت تر ۷ منډو جوړولو بعد وسوځېدل او ګلبدین نایب بیا پرته له کومې منډې جوړولو خپلې ویکټه له لاسه ورکړه.

محمدنبي عیسي خېل او نجیب الله ځدراڼ د لوبې تر ۱۸م اور پورې پاڼۍ وغځوله او بلاخره یې د لوبې د اتلسم اور په ۵م توپ په یوې لوړې شپږیزې سره د پاکستان پر وړاندې افغانستان ته لومړی بری ورکړ.

نبي ۳۸ او ځدراڼ ۱۷ ناسوځېدلې منډې وکړې.

پاکستانۍ لوبډلې ته بیا په توپ اچونه کې نوي لوبیدونکي لوبغاړي احسان الله ۲، نسیم شاه او عماد وسیم یوـ یو افغان لوبغاړی اوټ کړ.

د دې لوبې تر بریا وروسته افغان لوبډلمشر راشدخان وویل چې بلاخره وتوانېدل چې د پاکستان لوبډلې ته په نړیوال کرکټ کې ماتې ورکړي.

افغان لوبډلمشر راشدخان
افغان لوبډلمشر راشدخان

خان زیاته کړه: "ډېر خوښ یم چې د سیریز لومړۍ لوبه مو وګټله، هدف مو همدا دی چې دا سیریز په خپل نوم کړو، او دا ویاړ خپل وطن ته وګټو."

دواړه لوبډلې به د دې لوبلړۍ دویمه سیالي د روانې مارچ میاشتې په ۲۶مه نېټه په همدې لوبغالي کې ترسره کوي.

د ویلو ده، دا لومړی ځل دی چې افغانستان او پاکستان د کرکټ د شلو اورونو لوبلړۍ لوبوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG