د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۶

د افغانستان کرېکټ بورډ له پاکستان سره د شل اوریزو سیالیو نېټې په ډاګه کړې


د افغانستان کرېکټ بورډ
د افغانستان کرېکټ بورډ

د افغانستان کرېکټ بورډ د سه‌شنبې په ورځ د مارچ په ۷مه نېټه پر خپلې فېسبوک پاڼې لیکلي چې، د پاکستان پر وړاندې د ۳ شل اوریزو سیالیو لومړۍ لوبه به د روانې میاشتې په۲۵مه نېټه وي.

کرېکټ بورډ زیاتوي، دوه نورې لوبې به هم د مارچ په ۲۷مه او ۲۹مه نېټه ترسره شي.

دغه سیالۍ چې د افغان کرېکټ بورډ په کوربه‌توب پیلیږي د عربي متحده اماراتو په شارجه لوبغالي کې به ترسره شي.

په خبرپاڼه کې د کرېکټ بورډ عمومي رئیس میرویس اشرف له قوله لیکل شوي: "له تېرې څه مودې راهیسې مو په پر له‌پسې توګه له پاکستان کرېکټ بورډ سره خبرې اترې او بحثونه وکړل. د پاکستان کرېکټ بورډ له موږ سره لوبو ته ډېره لېوالتیا وښوده چې موږ یې ستاینه کوو."

دغه راز ښاغلي اشرف له پاکستان سره د کرېکټ په برخه کې د ښو اړیکو جوړولو یادونه کړې.

نوموړي ويلي: "موږ په دې هڅه کې یو چې له پاکستان کرېکټ بورډ سره خپلې مثبتې اړیکې لا پراخې کړو او په راتلونکي کې ورسره ډېرې نړیوالې لوبې وکړو چې، ورسره به زموږ لوبډله او په عموم کې د افغانستان کرېکټ ډېره وده وکړي. په ټوله کې باید ووایم خوښ یو چې د پاکستان کرېکټ ملي لوبډلې کوربه‌توب کوو، باوري یم چې دا به یوه په زړه پورې لوبلړۍ وي او د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله به په یادو سیالیو کې ډېرې ښې لوبې ترسره کړي."

د دې لوبو په تړاو یوه میاشت وړاندې د پاکستان کرېکټ بورډ مشر نجم سیټي په یوه رسنیز کنفرانس کې ویلي وو چې، هر څومره عاید له دې سیالیو ترلاسه شو دواړه هېوادونه به یې په شریکه تقسیموي.

وروسته له هغې چې اسټرالیا په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو د سخت دریځۍ له امله له افغان لوبډلې سره له سیالیو انکار وکړ، د افغان کرېکټ بورډ مشرتابه ژمنه کړې وه چې د کرېکټ له سترو هېوادونو سره به د دوه اړخیزو لوبو پر چمتوالي جدي کار کوي.

د ویلو ده چې، د پاکستان پر وړاندې سیالیو ته به د چهارشنبې په ورځ د مارچ په ۸مه نېټه د افغانستان ملي لوبډله اعلان شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG