د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۹

سل بالیزه سیالۍ؛ راشد خان د 'ټرېنټ راکېټز' لوبډلې ځان سره وساته


 افغان بالر راشد خان
افغان بالر راشد خان

د پنجشنبې په ورځ د فبرورۍ ۱۶مه د ناټینګهم کونټي کرېکټ کلب اعلان وکړ چې د روان کال په سل بالیزه/هنډرېډ سیالیو کې به راشدخان یو وار بیا د «ټرېنټ راکټز» لوبډلې برخه وي.

سل بالیزه کرېکټ سیالۍ په لومړي ځل په ۲۰۲۱ زېږدیز کال کې د انګلستان او ویلز کرېکټ ادارې له لوري رامنځته شوې چې، د دې هېوادونو د ۸ مشهورو ښارونو په نوم لوبډلې په‌کې لوبیږي.

د دې سیالیو په تېرو دوه پړاونو کې د راشد خان ترڅنګ په څو نور افغان لوبغاړي هم لوبېدلي دي.

راشد خان په ۲۰۲۲ کال کې د ناټینګهم ښار اړوند لوبډلې ټرېنټ راکټز لوبغاړی و چې لوبډلې یې د دې کال اتلولي هم وګټله.

یادې لوبډلې په یوه تازه اعلان کې ویلي چې، د راشدخان په ګډون یې د تېر کال له اکثرو لوبغاړو سره بیا د لوبېدو تړون کړی دی.

په دې لوبډله کې د نوموتو نړیوالو لوبغاړو له ډلې کولېن مونرو، ډینیل سمز، جو روټ او الېکس هېلز لوبیږي.

د ویلو ده چې د سل بالیزه سیالیو درېیم پړاو به سږ کال د اګست میاشتې په لومړۍ نېټه پیل شي.

XS
SM
MD
LG