د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۹

پکتيانی: د کرېکټ د پرونۍ لوبې ګټل د راتلونکو دوو لوبو د بري لپاره مهم دي


د افغان کرېکټ او متحده عربي اماراتو لوبه
د افغان کرېکټ او متحده عربي اماراتو لوبه

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې تېره شپه له متحده عربي اماراتو سره د درو شل اوره سیالیو لومړۍ مسابقه په ۵ ویکټونو او ۵ توپونو وګټله.

په دې مسابقه کې، چې د متحده عربي اماراتو د ابوظهبي په لوبغالي کې وشوه، لومړی د متحده عربي اماراتو لوبډلې بیټنګ وکړ.

اماراتي لوبغاړو په داسې حال کې چې ۵ لوبغاړي یې سوځېدلي وو، په شلو اورونو کې ۱۴۲ منډې وکړې چې ظاهراً د افغانستان په شان لوبډلې ته ټیټ هدف و.

راشدخان، چې دا یې د افغانستان د شل اوره لوبډلې د کیپتانۍ لومړنۍ مسابقه وه، دوه لوبغاړي وسوځول.

خو په بیټنګ کې د افغانستان لپاره تر ټولو ښه لوبه کریم جنت او افسر ځاځي وکړه.

کریم جنت په ۳۸ توپونو ۵۳ منډې وکړې او د مسابقې غوره او اغېزمن لوبغاړی وپېژندل شو.

د افغان کرېکټ او متحده عربي اماراتو لوبه
د افغان کرېکټ او متحده عربي اماراتو لوبه

افسر ځاځي بیا په ۴۰ توپونو ۴۸ منډې وکړې.

خو د افغانستان توپ وهونکي په تېره بیا اوپینران د توقع خلاف ژر وسوځېدل.

حضرت الله ځاځي یوازې یوه منډه وکړه، رحمت الله ګوربز په ۸ توپونو ۱۰ منډې وکړې او ابراهیم ځدراڼ، چې ډېره تمه ورته کېږي، په لسو توپونو ۸ منډې وکړای شوې.

دا سیالي د دواړو لپاره په تېره بیا د متحده عربي اماراتو لپاره زیاته مهمه ده.

حال دا چې دغو لوبغاړو د ډېرو غښتلو لوبډلو په وړاندې تر دې ښه لوبه نندارې ته وړاندې کړې ده.

ټاکل شوې ده چې د شنبې په ورځ یعنې سبا د افغانستان او متحده عربي اماراتو ټیمونه دوهمه شل اوره سیالي وکړي.

دا سیالي د دواړو لپاره په تېره بیا د متحده عربي اماراتو لپاره زیاته مهمه ده.

د افغانستان د کرېکټ بورډ د رسنیو د برخې مسوول عبدالله پکتیاني پرونۍ بریا د راتلونکو دوو لوبو لپاره مهمه وبلله.

د افغان کرېکټ او متحده عربي اماراتو لوبه
د افغان کرېکټ او متحده عربي اماراتو لوبه

د دوو ټیمونو وروستۍ مسابقه به د یکشنبې په ورځ په ابوظهبي کې وي.

د هغې موافقې پر اساس چې د نوومبر په وروستیو کې د افغانستان او متحده عربي اماراتو د کرېکټ بورډونو ترمنځ لاسلیک شوه، د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله به په راتلونکو ۵ کلونو کې د متحده عربي اماراتو له لوبغالي څخه د کورني میدان په توګه کار اخلي.

د دې موافقې پر اساس، افغانستان به د دې په بدل کې د پنځو کلونو په موده کې هر کال د متحده عربي اماراتو له لوبډلې سره درې ۲۰ اوره سیالۍ کوي.

همداراز متحده عربي امارات به له افغان لوبډلې فیس نه اخلي.

د کرېکټ بورډ په وینا پخوا افغان لوبډلې د هرې مسابقې لپاره متحده عربي اماراتو ته یو لک ډالره فیس ورکاوه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG