د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۹

کرېکټ؛ نن د پاکستان غوره لیګ سیالۍ پیلیږي


د پاکستان غوره ليګ کې افغان لوبغاړي هم لوبيږي.
د پاکستان غوره ليګ کې افغان لوبغاړي هم لوبيږي.

د سوداګریزو لیګونو په دوام کې نن(د فبرورۍ ۱۳مه) د پاکستان غوره/ پی ایس ایل اتم پړاو شل اوریزې سیالۍ پیلیږي.

لومړۍ لوبه به د ملتان سلطان او لاهور قلندرز ترمنځ د کابل پر وخت ماښام ۷:۰۰ بجې د ملتان په لوبغالي کې پیل شي.

د دې سیالیو لوبډلې پېښور زلمي، کویټه ګلډیټرز، کراچي کینګز، لاهور قلندرز، اسلام اباد یونایټیډ او ملتان سلطان نومیږي.

په دې سوداګریز لیګ کې پر نوموتو کرېکټ لوبغاړو سربیره ګڼ افغان لوبغاړي هم لوبیږي چې راشدخان د لاهور، رحمن الله ګربز او فضل حق فاروقي د اسلام اباد، اظهارالحق نوید د ملتان، مجیب الرحمن د پېښور زلمو او نوین الحق او قیس احمد د کویټې لوبډلو پېرلې دي.

د پی ایس ایل لیګ پر مهال به ټولټال ۳۴ سیالۍ ترسره شي او پایلوبه به یې د مارچ میاشتې په ۱۹مه نېټه وي.

د یادونې ده چې د تېر کال اتلولي لاهور قلندرز لوبډلې ګټلې وه.

XS
SM
MD
LG