د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۱

نن د ښځو د کرېکټ شل اوريز نړیوال جام سیالۍ پيليږي


د نجونو کرېکټ نړيوال جامکې د شاملو هېوادونو کرېکټ استازې
د نجونو کرېکټ نړيوال جامکې د شاملو هېوادونو کرېکټ استازې

د کرېکټ نړیوالې شورا له لوري په سویلي افریقا کې نن (جمعه) د ښځو د شل اوریزو سیالیو نړیوال جام پيليږي.

دغه سیالۍ چې د فبرورۍ میاشتې تر ۲۶مې نېټې دوام کوي لومړۍ سيالي به یې د کوربه سویلي افریقا او سریلانکا ترمنځ وي.

په دې نړیوال جام کې د کرېکټ نړیوالې شورا ۱۰ بشپړ غړيتوب لرونکي هېوادونه برخه لري.

ټولې لوبډلې په دوو ګروپونو وېشل شوي دي چې، په الف ګروپ کې اسټرالیا، بنګله‌دېش، نیوزیلنډ، سویلي افریقا او سریلانکا یو ځای دي او په ب ګروپ کې انګلینډ، هندوستان، ایرلینډ، پاکستان او ویسټ اینډیز سره لوبيږي.

د کرېکټ نړیوالې شورا یوازیني بشپړ غړیتوب لرونکي هېوادونه زمبابوې او افغانستان دي چې په دې سیالیو کې یې لوبډلې نه‌شته.

زمبابوې لوبډلې د لار موندنې په پړاو کې پاتې شوه او افغانستان اوس مهال د جونو لوبډله نه‌لري.

د دې ټورنمنټ په دوران کې به تر پایلوبې پورې ټولټال ۲۳ سیالۍ ترسره شي.

د ښځو شل اوریز نړیوال جام ۵ اتلولۍ اسټرالیا ګټلي دي، انګلنډ او ویسټ اینډیز هم یوـ یو ځل اتلولۍ ګټلي دي.

د یادونې وړ ده چې دوه اوونۍ وړاندې تر ۱۹ کلونو د کم عمره جونو نړیوال جام سیالۍ هم په سویلي افریقا کې ترسره شوې چې هندۍ لوبډلې وګټلې.

XS
SM
MD
LG