د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۷

د سویلي افریقا ښځینه لوبډلې هم شل اوریز نړیوال جام ته لار پیدا کړه


د سويلي افريقا ښځينه کرېکټ لوبډله
د سويلي افريقا ښځينه کرېکټ لوبډله

د ښځو کرېکټ نړیوال جام په دویمه نیمه پایلوبه کې کوربه سویلي افریقا د ۶ منډو په توپیر انګلستان ته ماتې ورکړه.

سویلي افریقا چې لومړۍ توپوهنه یې کړې وه په ۲۰ اورونو کې یې د ۱۶۵ منډو هدف ټاکلی و.

انګلستان د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۵۸ منډې وکړې او د ۶ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.

د کوربه لوبډلې ویکټ کيپر لوبغاړې تظمین بریټز چې په دې لوبه کې ۶۸ منډې وکړې او ۴ کېچونه یې ونیول، د لوبې غوره لوبغاړې ونومول شو.

دوی به په پایلوبه کې د اسټرالیا پر وړاندې د فبرورۍ په ۲۶مه نېټه ولوبیږي.

د ویلو ده چې، د سویلي افریقا ښځینه لوبډله په لومړي ځل د شل اوریزو سیالیو پایلوبې ته ووته.

XS
SM
MD
LG