د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۰

ټاکل شوې د افغانستان او متحده‌عربي اماراتو کرېکټ لوبډلې سبا دويمه شل اوريزه لوبه وکړي


د افغان کرېکټ او متحده عربي اماراتو لوبه
د افغان کرېکټ او متحده عربي اماراتو لوبه

ټاکل شوې ده چې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله سبا د متحده‌عربي اماراتو له لوبډلې سره په دوهمه شل اوره سیالۍ کې مخامخ شي.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې تېره شپه له متحده‌عربي اماراتو سره د درو شل اوره سیالیو لومړۍ مسابقه په ۵ ویکټو او ۵ توپونو وګټله.

په دې مسابقه کې، چې د متحده‌عربي اماراتو د ابوظهبي په لوبغالي کې وشوه، لومړی د متحده‌عربي اماراتو لوبډلې بیټنګ وکړ.

اماراتي لوبغاړو په داسې حال کې چې ۵ لوبغاړي یې سوځېدلي وو، په شلو اورونو کې ۱۴۲ منډې وکړې چې ظاهراً د افغانستان په شان لوبډلې ته ټیټ هدف و.

راشدخان، چې دا یې د افغانستان د شل اوره لوبډلې د کیپتانۍ لومړنۍ مسابقه وه، دوه لوبغاړي وسوځول.

خو په بیټنګ کې د افغانستان لپاره تر ټولو ښه لوبه کریم جنت او افسر ځاځي وکړه.

کریم جنت په ۳۸ توپونو ۵۳ منډې وکړې او د مسابقې غوره او اغېزمن لوبغاړی وپېژندل شو. افسر ځاځي بیا په ۴۰ توپونو ۴۸ منډې وکړې.

خو د افغانستان توپ وهونکي په تېره بیا اوپنران د توقع خلاف ژر وسوځېدل.

XS
SM
MD
LG