د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۸

کرېکټ بورډ: لومړۍ درجه ولايتي سیالۍ به خوست او ننګرهار کې ترسره شي


د افغان کرېکټ ولايتي سيالۍ
د افغان کرېکټ ولايتي سيالۍ

د افغانستان کرېکټ بورډ په پلان کې لري چې، د دولسو ولایتونو ترمنځ لومړۍ درجه ولایتي سیالۍ پیل کړي.

کرېکټ بورډ د سه‌شنبې په ورځ یوه خبرپاڼه خپره کړې ده او ویلي دي چې، د راتلونکې جمعې په ورځ د مارچ میاشتې درېيمه نېټه د وزیرمحمد اکبر خان تر نامه لاندې ۱۴م پړاو لومړۍ درجه ولايتي یو ورځنۍ سیالي پیلوي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي دي، دغه سیالۍ چې د مارچ میاشتې تر ۲۰مې نېټې به دوام وکړي، د خوست او ننګرهار په لوبغالو کې به ترسره شي.

دا په ۲۰۲۳ کال کې د افغان کرېکټ ادارې دویم کورنی ټورنمنټ دی.

کرېکټ بورډ زیاتوي: "د کورني کرېکټ په دغو سیالیو کې ۱۲ لوبډلې شاملې دي چې، په دوه بېلابېلو ګرپونو وېشل شوې او د ۱۸ ورځو په ترڅ کې به یې ترمنځه ۳۳ سیالۍ ترسره شي. د یادو سیالیو په لومړي ګروپ کې د ننګرهار، کابل، لوګر، کونړ، کندز او چېرمین الېون لوبډلې ځای پر ځای شوې دي، په داسې حال کې چې په دویم ګروپ کې خوست، پکتیا، لغمان، کندهار، ننګرهار ب او اې سي بي الېون لوبډلې شاملې دي. د ویلو ده چې د لومړي ګروپ سیالۍ په ننګرهار او د دویم ګروپ سیالۍ بیا په خوست ولایت کې پلان شوې دي."

د خبرپاڼې د جزیاتو له‌مخې، دد ۲۰۲۳م کال لومړۍ درجه ولایتي سیالیو ته پکتیا، کندز، ننګرهار او کندهار لوبډلو له وړاندې لارموندلې وه او د خوست، لوګر، کابل، لغمان، کونړ او ننګرهار ب لوبډلو له دویمه درجه سیالیو څخه دې سیالیو ته لاره وموندله.

دغه راز کرېکټ بورډ وايي: "د چېرمېن ایلیون او اې سي بي ایلېون په نوم دوه نورې لوبډلې د هغو لوبغاړو لپاره جوړې شوې دي چې، په دویمه درجه سیالیو کې له ځانه ښه وړتیا ښودلې ده، خو اړونده لوبډلو یې بل پړاو ته لاره نه ده موندلې."

په دې سیالیو کې هره لوبډله ۵ لوبې ترسره کوي، چې څلور مخکښې لوبډلې به یې لومړۍ نیمه پایلوبه ترسره کوي او دوه ګټونکې لوبډله به په پایلوبه کې سره سیالي وکړي.

خبرپاڼه کاږي، چې له دې سیالیو به غوره وړتيا ښودونکي لوبغاړي د زونونو په کچه درې ورځنیو سیالیو ته لار پیدا کړي.

د ویلو ده چې، د تېر کال اتلولي د کندز ولایتي لوبډلې په لومړي ځل ګټلې وه.

XS
SM
MD
LG