د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۸

پاکستان سوپرليګ؛ پېښور زلمو کراچي کينګز ته ماتې ورکړه


د پاکستان سوپرليګ سيالۍ
د پاکستان سوپرليګ سيالۍ

د پاکستان د کرېکټ د سوپر لیګ سیالیو ۱۷مه لوبه پرون چهارشنبې د پېښور زلمو لوبډلې د ۲۴ منډو په توپیر د کراچۍ کینګز له لوبډلې څخه وګټله.

دوه افغان لوبغاړو عظمت الله عمرزي او مجیب الرحمن هم د پېښور زلمو په لوبډله کې لوبه وکړه چې، دواړو د کراچۍ کینګز لوبډلې ۵ لوبغاړي وسوځول.

عمرزي په ۴ اورونو کې ۲۸ منډې ورکړې او ۳ لوبغاړي یې وسوځول او مجیب الرحمن هم په ۴ اورونو کې ۲۸ منډې ورکړې او دوه لوبغاړي یې وسوځول.

په دې سیالۍ کې د پېښور زلمو خپلې سیالې ډلې ته د ۱۹۸ منډو هدف ټاکلی و چې، هغه یې پوره نه‌کړ او ۱۷۱ منډې یې جوړې کړې.

XS
SM
MD
LG