د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۷

د اسټرالیا ښځینه لوبډله د شل اوریز نړیوال جام پایلوبې ته ووته


د اسټرالیا ښځینه لوبډله د شل اوریز نړیوال جام پایلوبې ته ووته
د اسټرالیا ښځینه لوبډله د شل اوریز نړیوال جام پایلوبې ته ووته

د ښځو ترمنځ د کرېکټ په شل اوریز نړیوال جام کې اسټرالیا په ۵ منډو هندوستان ته ماتې ورکړه او یو وار بیا پایلوبې ته ووتل.

د پنجشنبې په ورځ د فبرورۍ ۲۳مه په لومړۍ نیمه پایلوبه کې اسټرالیا د هند پر وړاندۍ لومړی توپوهنه وکړه او د ۱۷۳ منډو هدف یې وټاکه.

هندۍ لوبډلې یې په ځواب کې د ۸ وېکټو په سوځېدو ۱۶۷ منډې وکړې.

په دې سیالۍ کې بیت موني د اسټرالیا او هرمن پریت کور د هند لپاره نیمه سلیزې ووهلې.

اسټرالیاوۍ اشلي ګارډنر چې د ۳۱ منډو ترڅنګ یې ۲ وېکټې هم اخستې وې د لوبې غوره لوبغاړې ونومول شوه.

په دویمه نیمه پایلوبه هکې چې د جمعې په ورځ د فبرورۍ ۲۴مه به ترسره شي کوربه سویلي افریقا د انګلستان پر وړاندې سیالي کوي.

د ویلو ده چې، د دې نړیوال جام پایلوبه به د روانې میاشتې په ۲۶مه نېټه ترسره شي.

XS
SM
MD
LG