د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۱

له پاکستان سره تر سیالیو وړاندې تمریناتي کمپ ته افغان ملي لوبډله اعلان شوه


د افغانستان کرېکټ بورډ ادارې د پاکستان پر وړاندې د ۳ شل اوریزو سیالیو تمریناتي کمپ ته ۲۳ کسیزه ملي لوبډله اعلان کړه.

د کرېکټ بورډ غوراوي کمېټې د چهارشنبې په ورځ د مارچ په ۸مه نېټه په یوه رسنیز کنفرانس کې وویل، دغه ۲۳کسیزه لوبډله به لومړی په عربي متحده اماراتو کې تمریناتي کمپ ترسره کړي او له هغې وروسته به ملي لوبډله وټاکل شي.

په اعلان شویو لوبغاړو کې راشدخان لوبډلمشر، رحمن الله ګربز، نجیب الله ځدراڼ، مجیب الرحمن، عظمت الله عمرزی، نوین الحق، فضل حق فاروقي، ابراهیم ځدراڼ، عثمان غني، شاهد کمال، محمد نبي، کریم جنت، ګلبدین نایب، افسرځاځی، حضرت ځاځی، شرف الدین اشرف، نوراحمد، ظاهر خان، فرید ملک، صدیق اتل، ننګیالی خروټی، نجات مسعود او بلال سمیع شامل دي.

د ویلو ده چې، د پاکستان پر وړاندې ۳ شل اوریزې سیالۍ به د مارچ میاشتې په ۲۵مه، ۲۷مه او ۲۹مه نېټه د عربي متحده اماراتو په شارجه کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.

XS
SM
MD
LG