د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۸

د بوټ ګنډونکو ټولنه: د بوټانو د توليد تر ۳۰۰ ډېرو فابريکو خپل فعاليت درولی


د افغاني فابريکو توليد شوي بوټان، ارشيف
د افغاني فابريکو توليد شوي بوټان، ارشيف

په کابل کې د بوټانو او څپلیو د یوې فابریکې خاوند فیروزخان ناصري وايي، په تېرو دوو کلونو کې د دوی د تولید کچه تر ۵۰ سلنې کمه شوې او مسلکي کارکوونکي هم ورنه تللي دي.

نوموړي د سه‌شنبې په ورځ له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، د دوی د تولیداتو او خرڅلاو د کمېدو لامل د طالبانو د حکومت له‌خوا د دوی نه ملاتړ او له کورنیو تولیداتو د خلکو کمه استفاده ده.

نوموړی وايي: "اوس‌مهال زموږ په تولید کې له پنځوسو فیصدو څخه هم زیات کموالی راغلی، اصلاً تولید نه‌لرو، بوټونه او څپلۍ ډېرې کمې تولیدوو، زموږ بازارونه ډېر خراب شوي، که وضعیت همداسې وي. تر یوه بل کاله به اکثره فابریکې تولیدات ونه‌لري."

اوس‌مهال زموږ په تولید کې له پنځوسو فیصدو څخه هم زیات کموالی راغلی
د بوټانو د يوې فابريکې څښتن

ښاغلي ناصري له حکومت او عامو خلکو وغوښتل، چې د کورنیو تولیداتو ملاتړ وکړي او د اړتیا پر مهال د بهرنیو بوټونو اوڅپلیو پر ځای کورني تولیدات وپېري.

په ورته وخت کې په پلازمېنه کابل کې د بوټانو ګنډونکو ټولنه تاییدوي، چې په کابل کې د بوټانو یو شمېر لویو، متوسطو او کوچنیو فابریکو خپل فعالیت درولی دی.

د دې ټولنې مشر محمد اصف جامي ازادي راډيو ته وویل، د دغو فابریکو ډېری مسلکي او ان عادي کارکوونکي بهر ته تللي دي.

ښاغلی جامي وايي: "دوه کاله وړاندې په ټول افغانستان کې له ۶۳۵ څخه زیاتې د بوټانو د جوړولو فابریکې موجودې وې، له بده مرغه اوس په کابل او ولایتونو کې له ۳۰۰ څخه کمې فابریکې پاتې دي. زیاتره فابریکې تړل شوي او کارګران یې له هېواده وتلي دي."

جوزجان کې يو بوټ ګنډونکی، ارشيف
جوزجان کې يو بوټ ګنډونکی، ارشيف

ښاغلي جامي زیاته کړه، شاوخوا یو کال وړاندې یې د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت ته د دغه صنعت د ښه‌والي او پرختیا طرحه وړاندې کړې، خو د ده په وینا تر اوسه دغه وزارت دوی ته کوم ځواب نه‌دی ورکړی.

خو د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د صنعت په برخه کې د خصوصي سکتور له فعالیتونو ملاتړ کوي او دوی هڅه کوي چې په هېواد کې با کیفیته توکي تولید شي.

"موږ په ټوله کې په لوړه کچه د کورنیو تولیداتو ملاتړ کوو
عبدالسلام جواد

د دغه وزارت ویاند عبدالسلام جواد ازادي راډيو ته وویل: "موږ په ټوله کې په لوړه کچه د کورنیو تولیداتو ملاتړ کوو او د بوټونو جوړولو د صنعت په برخه کې له دوی څخه ملاتړ کوو. زموږ غوښتنه دا ده چې دوی با کیفیته محصولات ولري، ترڅو په بازار کې د وارداتي توکو په وړاندې سیالي وکړي."

خو نوموړي، د کابل د بوټ ګنډونکو ټولنې د وړاندې شوي پلان په اړه څه ونه ويل.

په افغانستان کې د بوټانو د تولید فابریکو یو شمېر خاوندان چې ازادي راډیو سره یې خبرې کړي وايي، د طالبانو حکومت باید د برښنا د کمښت په ګډون په بېلابېلو برخو کې د دوی ستونزو ته پام وکړي.

د افغانستان د صنعتکارانو د ټولنې د معلوماتو له‌مخې، دا مهال د برښنا او د خامو موادو د کمښت، د سړو بازارونو او نورو ستونزو له امله د افغانستان د ټولو تولیدي فابریکو په تولید کې ۴۰ سلنه کموالی راغلی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG