د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۱

عبدالودود: غزني کې د پوستین ګنډلو صنعت په ورکېدو دی


پنځوس کلن عبدالودود له تېرو څلوېښتو کالو څخه دغه کسب کوي.
پنځوس کلن عبدالودود له تېرو څلوېښتو کالو څخه دغه کسب کوي.

عبدالودود وايي، که د صنعت او سوداګرۍ وزارت ورسره مرسته وکړي، بېرته به دغه صنعت ته وده ورکړي او ډېری بېکاره کسان به ورسره په کار بوخت کړي.

په غزني کې یو وخت پوستین ګنډلو د یو صنعت بڼه درلوده، خو اوس نه.

حاجي عبدالودود د غزني ښار فرخي څلور لارې ته نږدې په لب دریا کوڅه کې په پوستین کنډلو بوخت دی.

پنځوس عبدالودود وايي، له تېرو څلوېښتو کالو څخه دغه کسب کوي.

عبدالودود وايي، دغه کسب له پلار او نیکه په میراث کې ورپاتې دی.

هغه وویل: "د غزني پوستین زیات مینه وال لرل، نړیوال شهرت یې درلود، خو اوس دغه کسب له ورکېدو سره مخ دی. په غزني کې زرګونه کسان په پوستین ګنډلو بوخت وو، خو اوس یواځې زه دغه کار کوم."

حاجي عبدالودود وايي، په هېواد کې وروستیو جګړو او ناامنیو د نورو شیانو ترڅنګ د پوستین جوړونې صنعت هم اغېزمن کړ او د پوستینانو ځای اوسنۍ چینايي او نورو بهرنیو بېکاره شیانو نیولی دی.

هغه زیاته کړه: "پخوا په غزني کې تقریباً په حساب پنځه سوه د پوستین ګنډلو کارخانې وې، چې په هره کارخانه کې تر شلو، پنځه ویشتو یا دېرشو پورې کسان په کار بوخت وو. که یې په ټوله کې حساب کړو تر لس زره زیاتو کورنیو له دې لارې نفقه تر لاسه کوله، خو وروسته چې ناامنۍ شوې، ورځ په ورځ مخ په ټیټ روان و. په غزني کې دوه کاله وړاندې د پوستین جوړولو دوه کارخانې وې، هغه هم سقوط شوې اوس یواځې زه پاتې یم."

عبدالودود وايي، پوستینونه عموماً څلور ډوله وو، د واسکټ، کورتۍ او چپنې په څېر، خو ځینې وخت به د مشتري په خوښه بل ډیزاین هم جوړېدل.

په غزني کې له پوستین جوړ شوي د لاسي صنایعو یوه هټۍ
په غزني کې له پوستین جوړ شوي د لاسي صنایعو یوه هټۍ

لیکوال او فولکلوریسټ اسدالله بلهار پنځه پنځوس کلن او د غزني اوسېدونکی دی.

دی وايي، په غزني کې تر درېیو سوو زیات د پوستین جوړولو وړې کارخانې او هټۍ وې، خو اوس نه شته.

هغه زیاتوي، د غزني پوستینونو نوم درلود، له غزني څخه به د تحفې په ډول نورو ولایتونو ته هم تلل.

بلهار وویل: "حتی دلته د روسانو په وخت کې هم ډېر پوستینونه روسې ته وړل کېدل، هغه نه مخکې د داود خان په وخت کې چې دلته سیلانیان ډېر راتلل. حتی له موږ څخه فرانسویانو پوستینان وړل، نورو سیلانیانو به پوستینونه وړل او دوی ډېر خوښول هم. ما څو ورځې وړاندې په یوه مجله کې هم ولیدل چې څو فرانسویانو د غزني پوستیونه اغوستي وو، لرغونی عکس یې او دوی ورنه استفاده کوله."

اسدالله بلهار زیاتوي: "له دومره ښه والي سره سره بیا هم په بیه ګران نه وو، ځکه چې مالونه هم د غزني وو، د ګیدړو، شغالانو، لېوانو او ځینو نور حیواناتو پوستونه چې پوستینونه به ورڅخه جوړېدل هغه هم په غزني کې زیات وو."

د پوستین ګنډنې دغه صنعت په غزني کې له تېرې یوې لسیزې څخه مخ په ورکېدو دی.

خو عبدالودود وايي، که د صنعت او سوداګرۍ وزارت ورسره مرسته وکړي، بېرته به دغه صنعت ته وده ورکړي او ډېری بېکاره کسان به ورسره په کار بوخت کړي.

خو په غزني کې د طالبانو حکومت سیمه ییز چارواکي ډاډ ورکوي چې دوی به له دغه صنعت کارانو سره اړخیزه مرسته کوي.

د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رییس ملا حمیدالله نثار وايي: "د غزني سیمه ییز اداره په دې هڅه کې ده چې لاسي صنایعو په ځانګړې توګه د پوسټین ګنډلو صنعت ته لا وده ورکړي او د بازار په موندلو کې ورسره مرسته وکړي. د دې لپاره مو په تېر کې هم عامه پوهاوی رامنځته کړی او مجلس هم په شوی، په دې هڅه کې یو چې دوی ته ترقي ورکړو."

که څه هم د طالبانو پر حکومت دا پړه وراچول کېږي چې په افغانستان کې د ځینو ملي او پخواني دودونو په وړاندې خنډ شوي دي، خو ملا حمیدالله نثار تور پوري کوي چې د تېر جمهوري نظام په وخت کې هڅه کېده چې د افغانستان ځینې پخواني، ملي او تاریخي دودونه او صنعتونه له منځه یوسي، خو د ده په خبره چې د طالبانو حکومت په پام کې لري چې دغه دودونو او صنعت ته لا وده ورکړي.

که څه هم په افغانستان کې د وحشي ژویو د ښکار د مخنیوي کوم څرګند کمپاین نه شته، خو د غزني ځینې مدني فعالان وايي، د پوستین جوړونې د بازار پیکه کېدل ښايي په غزني کې د هغو وحشي ژویو ناقانونه ښکار کم کړی وي چې لا دمخه جنګ جګړو او ناقانونه ښکار د ورکېدو له ګواښ سره مخ کړي.

دوی وايي، غوره به دا وي چې په غزني کې د حلالېدونکو څارویو د څرمنو د پروسس او ورڅخه د پوستین او نورو توکو د جوړونې په برخه کې معیاري فابریکې ووسي.

XS
SM
MD
LG