افغانستان
الکوزی: د افغانستان او ایران د سوداګرۍ ګډې خونې فعالیت بېرته پیل کړ

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونو د مدیره پلاوي غړی خانجان الکوزی وايي، له اتلس کلونو وروسته د افغانستان او ایران د سوداګرۍ ګډې خونې فعالیت بېرته پیل کړ.
الکوزي پرون ازادي راډیو ته وویل، د دې ګډې خونې د فعالیت د بیا پیلېدو له کبله به د افغانستان او ایران تر منځ سوداګري راکړه ورکړه نوره هم زیاته شي.
الکوزی وايي، حاضردمه د افغانستان او ایران سوداګري په کال کې ۲ میلیارد ډالرو ته رسیږي، خو تر ډیره دا سوداګري یو اړخیزه ده.
تر دې مخکې یو شمېر افغان صنعتکارانو او د فابریکو خاوندانو شکایت کړی چې ایران هغه شیان افغانستان ته په ارزانه بیه صادروي چې په افغانستان کې تولیدېږي او له دې کبله د افغانانو فابریکې له سقوط سره مخامخېږي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
پاکستان د افغانانو په ګډون د ټولو ناقانونه کډوالو د ویستو اعلان وکړ

پاکستان وایي، ټول غیرقانوني کډوال دې د دوی له خاورې ووځي کنه په زوره به یې وباسي.
رویټرز اژانس د پاکستان د کورنیو چارو د سرپرست وزیر سرفراز بُګتي په وینا خبر ورکړ، چې سږکال په پاکستان کې له څلرویشت ځان مرګو بریدونو څخه څوارلس افغانانانو کړې دي.
بګتي زیاته کړه، چې شاوخوا یو میلیون او درې اویا زره غیرقانوني افغان کډوال په پاکستان کې ژوند کوي او دوی باید د نومبرترلومړۍ نېټې له پاکستانه ووځي.
د طالبانو د حکومت چارواکو تراوسه د پاکستان د کورنیو چارو د سرپرست وزیر د دغو څرګندونو په اړه غبرګون ندی ښودلی.
له دې مخکې د بښنې نړیوال سازمان، امنیستي انټرنشنل په پاکستان کې د افغان کډوالو پر وضعیت اندیښنه ښودلې وه.
د دغه سازمان د جنوبی اسیا څانګې د دوشنبې په ورځ پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، اکثره هغه افغانان چې د طالبانو د حکومت له ویرې پاکستان ته تللي، هلته ځورول کیږي، نیول کیږي او افغانستان ته ستنول کیږي.
د اروپایي ټولنې استازی: د محکمې له پریکړې پرته د افغان فعالانو نیول غیر قانوني دي

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړی استازی ټوماس نیکلاسن وایي، په افغانستان کې د محاکمې له پریکړې پرته د هغو افغانانو نیونه چې د خپلو او د نورو د حقونو دفاع کوي، غیرقانوني ده.
نیکلاسن نن سې شنبې په خپله ایکس پاڼه کې ویلي، چې دغه نیونې همدارنګه د کورني مشروعیت او رغنده خبرو اترو لپاره اړین باور هم کمزوری کوي.
نیکلاسن دغه څرګندونې د هغه کمپاین په ملاتړکړي، چې د مطیع الله ویسا، ژولیا پارسي او ندا پرواني د خوشې کیدو لپاره پیل شوی دی.
په عین حال کې د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو او امنیتي پالیسیو د مشرجوزیف بوریل ویاندې نبیلا مسرالي په یوه پوست کې ویلي، چې اروپایي ټولنه واکمنو طالبانو غواړي چې غیرقانوني نیونې ودروي او دغه فعالان او د هغوی د کورنۍ غړي سمدستي خوشې کړي.
د زده کړې د فعال او قلم لار ټولنې مشرمطیع الله ویسا له شپږ میاشتې راهیسې له طالبانو سره بندي دی او دوه نورې ښځینه فعالانې په دې وروستیو کې نیول شوي دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست چین ته په سفر ولاړ

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیرخان متقي په مشرۍ یو پلاوی نن سهار د چین په رسمي بلنه دغه هېواد ته ولاړ.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې دغه پلاوی د چین په شي ژانګ ایالت کې د ترانس همالیا فورم په دریمه ناسته کې ګډون کوي.
د هغه په وینا په یاده فورم کې د همالیا د غرونو شاوخوا هېوادونو پر اقتصادي همکاریو او سیمه ییز اتصال خبرې کوي.
د راپورونو له مخې، دغه دوه ورځنۍ غونډه سبا چهارشنبه د اکتوبر په څلورمه پيلیږي.
چین د طالبانو له حکومت سره غیر رسمي تعامل ساتلی او یوازینی هېواد دی، چې د طالبانو د حکومت تر بیا واکمنۍ وروسته یې کابل ته نوی سفیر لیږلی دی.
د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر تېره اونۍ د مسکو فارمټ شپږمې غونډه کې د ګډون په هدف لومړی مسکو او بیا د تاتارستان کازان ښار ته سفر کړی و.
روسیې او چین دواړو د لویدیځو هېوادونو برعکس په خپلو هېوادونو کې د طالبانو ډيپلوماتان هم منلي دي.
د کابل - جلال اباد د لویې لارې اصلي مسیر بیرته پرانیستل شو

د طالبانو د حکومت د فواید عامې وزارت د کابل- جلال اباد لویې لارې د اصلي مسیر د بیرته پرانستلو خبر ورکړی دی.
دغه وزارت پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې دغه لاره د غره د ښویدو له کبله تړل شوې وه او له درې ورځنیو هڅو وروسته پرون ماښام بیرت پرانستل شوه.
د دوی په ټکو، د لارې د بندوالي پر مهال موټرو پر یوه فرعي لاره باندې تګ راتګ کاوه.
د کابل- جلال اباد لویه لاره د تېرې سنبلې یا وږي میاشتې په وروستیو کې هم په ماهیپر سیمه کې د غره ښوېدو له کبله څو ورځې بنده وه. چې هغه مهال موټرو ته د کاپیسا او یا هم لته بند له لارې د تګ راتګ سپارښتنه شوې وه.
د بښنې نړیوال سازمان په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیونو په اړه اندېښنه ښودلې

د بښنې نړیوال سازمان په پاکستان کې د افغان کډوالو پر وضعیت اندیښنه ښودلې ده.
د دغه سازمان د جنوبی اسیا څانګې د دوشنبې په ورځ پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، اکثره هغه افغانان چې د طالبانو د حکومت له ویرې پاکستان ته تللي، هلته ځورول کیږي، نیول کیږي او افغانستان ته ستنول کیږي.
د بښنې نړیوال سازمان په دې برخه کې پر نړیوالو هم نیوکه کړې او ویلي یې دي، دې ستونزې ته یې پام نه دی کړی.
په اسلام اباد کې د افغان کډوالو شورا ازادي راډیو ته وویل، چې تر پرون دوشنبې ماښام پورې هم د افغان کډوالو د نیولو لړۍ روانه وه.
د دغې شورا په وینا، یوازې د تېرې یکشنبې په ورځ پاکستاني پولیسو اسلام اباد او راولپنډۍ کې شاوخوا ۸ سوه کډوال ونیول، چې سم نیمایي یې وروسته له هغې خوشې شول چې معلومه شوه د اوسیدو قانوني اسناد لري.
یونیسف: اګسټ کې مو د سختې خوارځواکۍ ځپلو ۶۰ زرو افغان ماشومانو درملنه کړې

یونیسف یا د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق وايي، په تېر اګست میاشت کې په سختې خوارځواکۍ اخته شپېتو زرو ماشومانو درملنه کړې ده.
دې ادارې دا خبره پرون په یوه اعلامیه کې کړې ده.
یونیسف په عین حال کې په شدیدې نس ناستې د ۸۷ زره نورو ماشومانو د اخته کېدو په اړه اندېښنه ښودلې.
یونیسف په خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې زیاته کړې، چې د محلي ټولګیو له لارې یې له ۶۸۲ زرو زیاتو ماشومانو سره مرسته کړې چې خپلو درسونو ته دوام ورکړي.
یونیسف ویلي، چې د ژمي په درشل کې له اړمنو کورنیو سره د مرستې لپاره د ۹۲ میلیونه ډالرو بودیجې ته اړتیا ده.
تر دې مخکې د ملګرو ملتونو بېلابېلو ادارو په افغانستان کې د بشري مرستو د دوام لپاره د بودیجې د کموالي خبرداری ورکړی دی.
د طالبانو حکومت: کابل کې د سیروم جوړولو یوه فابریکه پرانیستل شوه

د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او صنایعو وزارت په کابل کې د سیروم د تولید د یوې فابریکې د پرانیستلو خبر ورکړ.
دغه فابریکه د ۲۵ میلیونو ډالرو په لګښت جوړه شوې، چې په ورځني ډول د بېلابېلو طبي سیرومونو د ۱۱۰ زره کڅوړو د تولید ظرفیت لري او څه باندې زرو تنو ته یې کاري فرصتونه برابر کړي دي.
افغانستان د خپلې اړتيا وړ ډېر درمل له بهر څخه واردوي او خلک شکايت کوي، چې يو شمېر دغه درمل په ځانګړي ډول له ګاونډيو هېوادونو څخه واردېږي، چې کيفيت يې ښه نه وي.
د افغانستان کرکټ بورډ: اجي جدیجا د ملي لوبډلې سلاکار روزونکی ټاکل شوی

د افغانستان کرکټ بورډ په یوه تازه خبر کې ویلي چې هندی 'اجی جدیجا' یې د ملي لوبډلې لپاره د مشاور یا سلاکار په توګه په دنده ګومارلی دی.
د روانې اکټوبر میاشتې په ۲مه نېټه د کرکټ بورډ په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي، د هندوستان ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی اجی جدیجا چې د کرکټ لوبې د روزنې اوږده مخینه لري د کرکټ په راتلونکي پنځوس اوریز نړیوال جام کې به د افغان ملي لوبډلې د سلاکار دنده ترسره کړي.
د کرکټ له ملي لوبډلې سره سلاکار یا منېټور خورا ارزښتمن روزونکی ګڼل کېږي چې د لوبغالي، مقابلو لوبډلو، آب او هوا او د لوبې د بېلابېلو حالتونو د ښه لوبولو، درک کولو او پېژندلو په تړاو د لوبډلې مشر روزونکي او لوبډلمشر ته مشورې ورکوي.
اجی جدیجا له ۱۹۹۲ ز کال څخه تر ۲۰۰۰م کاله پورې د هند په ملي لوبډله کې لوبېدلی دی چې اوس اکثره وخت له نړیوالو تلوېزیونونو سره پر لوبو تبصرې کوي.
د ویلو ده چې نوموړی د ۱۵ ټېسټ او ۱۹۶ یو ورځنیو نړیوالو لوبو د لوبولو تجربه لري او په ۱۳ یو ورځنیو سیالیو کې یې د هندوستان ملي لوبډلې لوبډلمشري هم کړې ده.
باوري سرچينې: ترکيې د طالبانو يو نوی ډيپلومات منلی

باوري سرچینو ازادي راډیو ته منلې، چې ترکیې د طالبانو یو نوی ډيپلومات منلی دی.
سرچینو دغه ډيپلومات محمد زبیر ودان یاد کړی، چې په وینا یې انقره کې یې د افغانستان سفارت د لومړي سکرتر په توګه کار پیل کړی دی.
په ترکیه کې د افغانستان سفارت د مدیریت چارې د پخواني جمهوري نظام د ډيپلومات امیر رامین له خوا مخته وړل کیږي، خو په سفارت او په استانبول کې د قونسلګرۍ دننه د طالبانو او پخواني نظام ډيپلوماتان په ګډه کار کوي.
ترکیې که څه هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی، خو د افغانستان په سفارت او کونسلګرۍ کې یې د طالبانو دیپلوماتان منلي او د دوی دیپلوماتان هم کابل کې فعالیت کوي.
سوداګرۍ خونه: د کندهار د انارو صادرات زیات شوي

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، چې سږ کال د کندهار د انارو صادرات ښه دي او تر دې دمه یې ۱۵ زره ټنه صادر کړي دي.
د دغې خونې د مدیره پلاوي غړي خانجان الکوزي د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل:
" د انارو فصل سږ کال ښه دی، څو میاشتو کې چې انار را رسیدلي، د ۷ میلیونو په ارزښت صادر شوي دي. صادرات اوس هم روان دي. زه په دې باور یم چې د صادراتو ارزښت به یې تر دې هم زیات شي. سرحدونو کې ځینې مشکلات شته. انار تر ډېره پاکستان او هند ته انتقالیږي."
محلي رسنیو د کندهار د کرنې ریاست په حواله ویلي، چې سږ کال د انارو حاصلات لس فیصده زیات دي.
افغان سوداګرو پخوا ویلي، چې د تازه میوو او ترکاریو د حاصلاتو په فصل کې پاکستان پر پوله ستونزې جوړوي چې سوداګرو او بزګرو ته زیان اړوي.
تېره میاشت کې تورخم دروازه شاوخوا یوه اونۍ بنده وه، چې د افغانستان-پاکستان د سوداګرې خونې په حواله سوداګرو ته یې درې میلیونه ډالره زیان واړوه.