د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۲

له پاکستانه د اېستل کیدونکو افغان ماشومانو وضعیت؛ " هره ورځ زرګونه تنه یوازې د غاړې جامو سره ویستل کیږي"


له پاکستانه یوه ایستل شوې افغانه کورنۍ
له پاکستانه یوه ایستل شوې افغانه کورنۍ

په افغانستان کې د ماشومانو د ساتنې اداره یا " SAVE THE CHILDREN" وايي، هره ورځ زرګونه ماشومان او د هغوی کورنۍ په داسې حال کې افغانستان ته ستنول کېږي چې له یوې جوړه جامو پرته هیڅ هم نه‌لري.

دې ادارې پرون په خپله فیسبوک‌پاڼه د راستنېدونکو ماشومانو او د هغوی د کورنیو وضعیت ته اندېښنه ښودلې او وايي، دوی په بېړني ډول خوړو، اوبو او سرپناه ته اړتیا لري.

په افغانستان کې د ماشومانو د ساتنې ادارې د دې دفتر د مشر فرید‌الله مشفق یوه ویډیو هم خپره کړې چې هغه په کې له راستنوشویو افغانانو سره د ډېرو مرستو غوښتنه کوي.

ښاغلی مشفق چې تورخم ته تللی وايي:

"د اټکل له مخې، هره ورځ نږدې ۲۰ زره کسان راستنېږي. کوچني ماشومان هم شته چې له هیڅ شي درلودو پرته راستنېږي. دوی خوړو، اوبو او سرپناه ته اړتیا لري. ډېرې کورنۍ پیسې او د اوسېدو ځای نه‌لري. د ماشومانو د خوندیتوب سازمان دوی ته روغتیايي اوبه او نور اړین خدمتونه وړاندې کوي، خو دوی د لومړنیو اړتیاوو د پوره کېدو لپاره نور ملاتړ ته هم اړتیا لري. "

ایستل کیدونکي کډوال افغانستان ته له ستنیدو وروسته هم له ناوړه شرایطو شکایت کوي
ایستل کیدونکي کډوال افغانستان ته له ستنیدو وروسته هم له ناوړه شرایطو شکایت کوي

د طالبانو حکومت ویلي، د سپټمبر له ۱۸مې وروسته له ۳سوه زرو ډېر افغانان خپل هېواد ته را ستانه شوي. د پاکستان حکومت بیا دا شمېر نږدې ۲۵۰ زره تنه ښودلی دی.

هاخوا یو شمېر پاکستاني رسنیو په کراچۍ کې د پولیسو له قوله لیکلي، پرون ۱۸۸ افغانان چې ۴۲ تنه یې ښځې وې او د دوی په ټکو په پاکستان کې کې یې د اوسېدو قانوني اسناد نه‌درلودل؛ له زندانه خوشې او افغانستان ته استول شوي دي.

په ورته وخت کې د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت بیا ویلي، یوازې پرون ورځ د تورخم او سپین بولدک له لارې له ۶ زرو زیات افغانان افغانستان ته راستانه شوي دي.

که څه هم د طالبانو حکومت د کډوالو چارو وزارت په خپله اېکس‌پاڼه له راستنېدونکو افغانانو سره د هر ډول مرستې ژمنه کړې، خو وروستیو کې افغانستان ته راستانه شوي یو شمېر افغانان ازادي راډیو سره خبرو کې د خپل بد وضعیت په اړه شکایت کوي.

لغمان ته راستون شوی عبدالقادر وايي، د خپل یو دوست په کور کې یې اړولي او د سرپناه په ګډون هیڅ هم نه‌لري.

ژمی او د سرپناه نشتوالی د تازه ستنو شویو کډوالو بله جدي ستونزه ده
ژمی او د سرپناه نشتوالی د تازه ستنو شویو کډوالو بله جدي ستونزه ده

نوموړی زیاتوي:

"اقتصادي مشکلات مو ډېر دي. هلته مو کار روزګار روان و، دلته بې‌روزګاره یوو. ژمی دی او یخني هم را روانه ده، بیخي مو حال خراب دی. "

د عبدالرحمان په نوم بل را ستون شوي بیا ازادي راډیو ته وویل، که څه هم یو شمېر نورو راستنېدونکو افغانانو ته لس زره افغانۍ ورکول کېدې، خو ده ته هغه هم ور نه کړل شوې او اوس خپلې اړتیاوې د پور په پیسو پوره کوي.

عبدالرحمان وایي:

"فامیل کې واړه واړه ماشومان را په غاړه دي، دوه مې وړې شېرخوره لوڼي مې دي چې باید وچې شېدې ورته واخلم. د یوه دوست په کور کې پراته یوو، کار روزګار هم نه‌شته او ټوله سودا له دوکانه قرض کوو. "

پاکستان د ایستل شویو کډوالو د وضعیت له خرابوالي سره لا هم د نورو کډوالو ایستلو ته دوام ورکوي
پاکستان د ایستل شویو کډوالو د وضعیت له خرابوالي سره لا هم د نورو کډوالو ایستلو ته دوام ورکوي

د پاکستان حکومت لومړی د نږدې ۱،۷ میلیونه هغو افغانانو ستنولو عملیات پیل کړي چې په دې هېواد کې د اوسېدو لپاره کوم قانوني سند نه‌‌لري، خو چارواکو یې دا ګوت‌څنډنه هم کړې چې له دې هېواده د بې‌اسناده افغان کډوالو له ویستو وروسته سمدستي د هغه افغان کډوالو د ویستو لړۍ هم پیلوي چې په یاد هېواد کې د اوسېدو لپاره افغان سیټیزن کارټونه ورکړل شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG