د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۳

د افغان کډوالو په زوره ستنول؛ پاکستاني ځواکونو یې پر کورونو چاپې زیاتې کړي


پاکستاني پولیس او یو افغان کډوال - تصویر له ارشیفه
پاکستاني پولیس او یو افغان کډوال - تصویر له ارشیفه

په داسې حال کې چې افغانستان ته له پاکستانه د بې اسناده افغانانو ستنول ګړندي شوي، د پاکستان په ځینو ښارونو کې د افغان کډوالو پر کورونو د چاپې اچولو پېښې هم زیاتې شوې دي.

د اسوشېټېډ پریس خبري اژانس د پروني راپور له مخې، په سند ایالت کې د دغو چاپو پر مهال افغان ښځې او ماشومان هم نیول کېږي.

په سند ایالت کې د افغان کډوالو مدافع وکیلې منیزې کاکړ ازادۍ راډیو ته وویل، دا ډېره د اندېښنې وړ موضوع ده.

نوموړې وایي:

" افغان کډوال شکایت کوي، چې پولیس [تر ډېره په کراچۍ کې] دشپې له خوا چاپې اچوي، دغه افغانان وايي پولیس دشپې په مخه پر هغو کمپونو هم چاپې وهي، چې افغان کډوال په کې دېره دي. د دوی د پردې خیال هم نه ساتي. ښځې دا شکایت کوي، چې دوی زیاتې ډارېږي، ځکه له دغو پولیسو سره ښځینه کسان نه وي. دوی وايي له ډېرې وېرې ارام نه لري. "

د پاکستان په کراچۍ کې د بشري حقونو مدافعانو ویلي، دوی د کډوالو لپاره د توقیف جوړو شویو مرکزونو ته نږدې اړولي، چې د افغان کډوالو مرسته وکړي، خو پولیسو د دوی مخه نیولې او دغو مرکزونو ته یې نه پرېږدي.

په کراچۍ کې د افغان کډوالو مدافع وکیلې منیزې کاکړ ویلي، په ځینو مواردو کې هغه ماشومان هم نیول شوي، چې په پاکستان کې زېږېدلي خو د هویت کوم سند نه لري او دغه ماشومان له میندو او پلرونو بېل کړای شوي دي.

له پاکستانه یو شمېرتازه ایستل شوي افغان کډوال
له پاکستانه یو شمېرتازه ایستل شوي افغان کډوال

د پاکستان د بشري حقونو کمیسیون مشرې حنا جیلاني د پاکستان د حکومت پر وروستیو اقداماتو انتقاد کړی دی او په دې برخه کې یې د ارزونې غوښتنه کړې، په ځانګړي ډول د هغو کسانو لپاره چې پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیا ټینګولو وروسته پاکستان ته تللي دي.

بلخوا: په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام یا (WFP) مرستیال هرالډ منهارټ (Herald Mannhardt) په یوه ویډیو کې چې د خوړو نړیوال پروګرام د بریتانیا څانګې پرون خپره کړې، ویلي راستانه شوي افغانان زیات لاسنیوي ته اړتیا لري.

نوموړی زیاتوي:

"زه دلته په یوه سرحدي سیمه کې یم چې هره ورځ ترې سلګونه افغان کورنۍ افغانستان ته اوړي. دوی جبراً ایستل شوي. ګڼ یې له کلونو په پاکستان کې اوسېدلي او په افغانستان کې د استوګنې کوم ځای هم نه لري. دوی ټول وږي او له نامعلوم برخلیک سره مخامخ دي. د خوړو نړیوال پروګرام چې په ساحه کې دی له دوی سره د خوړو مرسته کوي، چې یوه میاشت یې ګوزاره ورباندې وشي، خو اټکل کېږي، چې په راروانو اوونیو کې په لسګونو زره نورې کورنۍ هم راواوړي. سخت ژمی هم راروان دی."

د طالبانو چارواکي وايي د نوامبر له لومړیو د تورخم او سپین بولدک له لارې شا و خوا درې لکه افغانان افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.

یو شمېر نور تازه ایستل شوي افغان کډوال
یو شمېر نور تازه ایستل شوي افغان کډوال

د طالبانو چارواکو ویلي په سپین بولدک او تورخم کې راستانه کړای شویو ته جوړ شوي، لنډمهاله کمپونه په اساسي ډول رغوي.

ځینو افغانانو شکایت کړی، چې د قانوني اسنادو له درلودلو سره- سره د پاکستاني پولیسو له خوا نیول شوي او په جبر افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.

له پاکستانه په داسې حال کې افغان کډوال اخراجېږي، چې د ملګرو ملتونو بېلابېلو ادارو ویلي په افغانستان کې دا مهال ۱۵ ملیونه وګړي په دې نه پوهېږي چې د بل وخت خواړه له کومه کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG