د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۹

د تازه ستنو شویو کډوالو شکایت؛ هوا سړیږي، سرپناه او د ژوند امکانات نه لرو


له پاکستانه یو شمېر ایستل شوي افغان کډوال
له پاکستانه یو شمېر ایستل شوي افغان کډوال

په داسې حال کې چې له پاکستانه راستانه شویو کډوالو ته د مرستو د وېش لړۍ دوام لري، یو شمېر یې شکایت کوي چې په سړه هوا کې د ژوند کولو هیڅ امکانات نه لري.

په کابل کې د يوې اته کسيزې کورنۍ مشر عبدالعظيم وايي، دوه کاله وړاندې يې پاکستان ته د تګ پر مهال د پاسپورټ او ويزې د ترلاسه کولو او په پاکستان کې د اوسېدو د لګښتونو د پوره کولو په موخه خپل کور او د کور توکي خرڅ کړل.

هغه ازادي راډيو ته وویل، اوس چې بېرته راستون شوی، په دې سړو او سختو ورځو کې د ژوند کولو سمې اسانتیاوې نه لري.

نوموړی زیاتوي:

"مونږ ډيرو مرستو ته اړتیا لرو، دوه اوونۍ په کور پسې وګرځیدو، اوس د زیاتو پیسو د نه لرلو له امله، مخ په سيوري کور مو په کرایه واخیست، د یو خروار لرګیو پیسې نلرو، نه کمپلې شته او نه بړستنې. بیکاره یم، هره ورځ کار پسې ځم خو کار نه پیدا کیږي. ستونزې ډيرې دي."

ستانه شوي کډوال وایي چې ورسره شوې مرستې ناڅیزه دي
ستانه شوي کډوال وایي چې ورسره شوې مرستې ناڅیزه دي

د يوې شپږ کسيزې کورنۍ مشر عبدالقادر، چې د پاکستان له پېښور ښار څخه ننګرهار ولايت ته راستون شوى، وايي چې په پاکستان کې يې ټول شیان ترې اخيستي او د ژوند کولو لپاره يې هېڅ نه لري.

هغه ازادي راډیو ته وویل، چې له پاکستانه په زور ایستل شوی او اوس د خوړو او سرپناه په ګډون عاجلو مرستو ته اړتیا لري.

عبدالقادر وایي:

" زه له پیښوره راستون شوی یم، پنځه ماشومان لرم، درې نجونې دي او دوه یې هلکان. مونږ يې په تشو یو جوړه کالیو وایستلو، هر څه مو هلته پاتې شول، زمونږ پیسې یې واخیستې، سر پناه نه لرو، ژمی او سړې شپې او ورځې رسیږي، په بد حالت کې یو."

هڅه مو وکړه، چې له راستنېدونکو سره د مرستې د څرنګوالي په اړه د طالبانو د حکومت د وياند مرستيال بلال کريمي نظر هم واخلو، خو ځواب يې رانه کړ.

د طالبانو حکومت تر دې مخکې اعلان کړی و، چې له پاکستانه د راستنو شویو کډوالو د مرستې لپاره یې د تورخم په دروازه او هم د ولایتونو په کچه بېلابېلې کمېټې جوړې کړې دي.

د طالبانو د خبري وېبپاڼې د راپور له مخې، د تورخم او سپین بولدک په دروازو کې د طالبانو د کډوالو د لېږد عالي کمېسیون بیلابیلو کميټو او مرستندویه بنسټونو له راستانه شويو کډوالو سره، د نغدو پیسو، خوراکي توکو، ټرانسپورټي او روغتیايي خدمتونو په ګډون بېلابېلې مرستې کړې دي.

تازه د عزیزي بنسټ مشر میرویس عزیزي په خپله اېکس یا پخواني ټویټر پاڼه کې لیکلي چې له پاکستانه له دغو راستنو شویو سره د مرستې لپاره به ۳۰۰ میلیونه افغانۍ مرسته وکړي چې په کې د راستنو شویو لپاره ګرمې جامې، خواړه او نور اړین توکي شامل دي.

تازه ستانه شوي کډوال د هوا له سړیدو سره د ډېرو لازمو اسانتیاوو له نشتوالي شکایت لري
تازه ستانه شوي کډوال د هوا له سړیدو سره د ډېرو لازمو اسانتیاوو له نشتوالي شکایت لري

د يوه خيريه بنسټ مشر هارون ارباب هم ازادي راډيو ته وويل، چې دې بنسټ په تېرو څو ورځو کې له پاکستانه راستانه شويو کډوالو ته خوراکي او نغدي مرستې وېشلې دي.

ارباب زیاتوي:

" تر اوسه مو ٣ سوه د خوراکي توکو بستی او لس لس زره روپۍ مو په څو کورنیو ویشلي دي، او تر څنګ يې يو درې اطاقه کور مو هم ورته تش کړی دی."

تر دې وړاندې، د قمر فاونډېشن په نوم يوې بلې خيريه موسسې ازادي راډيو ته ويلي وو، چې په يوه کمپ کې به د راستنېدونکو کډوالو لپاره ۷۰ کورونه جوړ کړي، څو خپلو ولايتونو ته د تلو مخکې په دغو کورونو کې په موقت ډول ژوند وکړي.

یو شمېر راستنېدونکو مخکې هم ازادي راډیو ته دا تایید کړې وه چې دوی ته یو څه خوراکي توکي او نغدې پیسې ورکړل شوي، خو ټینګار یې کړی و، چې دا مرستې بسنه نه کوي او ډیرو مرستو ته اړتیا لري.

د پاکستان موقت حکومت اعلان کړی و، چې په لومړي پړاو کې به له ۱.۷ میلیونو ډېر بې اسناده افغان کډوال وباسي.

د طالبانو حکومت د وروستیو شمېرو له مخې، تېره اونۍ د دوشنبې په ورځ شاوخوا ٣ لکه افغانان بېرته افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG