د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۶

بښنې نړیوال سازمان:له پاکستانه د اېستل کیدونکو افغانانو ژوند له خطر سره مخ دی


له پاکستانه د اېستل شویو افغان کډوالو یو کاروان، چې د خپل هېواد پر لور درومي
له پاکستانه د اېستل شویو افغان کډوالو یو کاروان، چې د خپل هېواد پر لور درومي

د بښنې نړیوال سازمان یو ځل بیا له پاکستان څخه د افغان کډوالو د اېستلو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي، چې دغه اېستل کیدونکي کډوال ښایي د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې د بشري حقونو د محرومیت او انساني ناورین له خطر سره مخامخ شي.

د جنوبي اسیا لپاره د یاد شوي سازمان د کمپاینونو د سیمه ییز مدیر مرستیال لیویا ساکاردي Livia Saccardi د جمعې پر ورځ، په یوه اعلامیه کې وویل هېڅوک نه باید د ډله ییز اخراج له خطر سره مخ شي.

د سرچینې په وینا، پاکستان باید پر خپلو نړیوالو حقوقي ژمنو او له هغې ډلې د کډوالو د په زوره نه ایستو پر ژمنې عمل وکړي.

د بښنې نړیوال سازمان دغه مقام زیاته کړه، که د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د سمدستي ایستو لړۍ ونه دروي، زرګونه هغه افغانان چې له خطر سره مخ دي؛ په ځانګړي دول ښځې او نجونې به له خوندیتوب، معیشت او زده کړو ته له لاسرسي محرومې شي.

په اعلامیه کې راغلي، چې دغه بنسټ د افغان کډوالو د نیولو د روان بهیر د نا بشپړې روښانتیا او د دغه بهیر د قانوني نېمګړتیاوو په اړه اندېښمن دی.

یوه افغانه کورنۍ هېواد ته د ستنیدو پر مهال
یوه افغانه کورنۍ هېواد ته د ستنیدو پر مهال

په اعلامیه کې د مریم په نوم په اسلام اباد کې د مېشتې افغان کډوالې له قوله ویل شوي، چې څو افغان کډوال د نومبر په دویمه نېټه د پولیسو د یوې ادارې له لوري ونیول شول او بې اسناده کسان یې له پاکستانه د ایستل کیدو لپاره واستول شول.

د هغې په وینا، د دغو افغانانو کورنۍ هېڅ نه پوهیږي چې هغوی چېرته وړل شوي او کله له پاکستانه ایستل کیږي.

د بښنې نړیوال سازمان په اعلامیه کې راغلي، چې په یوه بل مورد کې د نومبر په درېیمه یو ۱۷ کلن افغان کډوال د کراچۍ ښار کې په داسې مهال ونیول شو چې په پاکستان کې زیږیدلي دغه افغان هلک د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو د کمېشنرۍ کارت هم درلود.

د اعلامیې پر بنسټ، دغه هلک له نیول کیدو یوه ورځ وروسته له پاکستان څخه وویستل شو.

تر دې مخکې، په پاکستان کې یو شمېر افغانانو ویلي وو، چې د پولیسو له لوري د نیول کیدو او ایستل کیدو له وېرې په پټه ژوند کوي.

په ورته مهال، افغانستان ته د ورګرځول شویو کسانو د راتلونکي په اړه اندېښنې موجودې دي.

ګالوپ څېړنیزې موسسې د جمعې په ورځ په یوه راپور کې وویل، چې دغه افغانان له نامعلوم اقتصادي وضعیت سره مخامخ دي.

د یادې موسسې په راپور کې راغلي، چې افغانستان ته له پاکستان څخه د شاوخوا یو عشاریه اووه میلیونه کډوالو ستنیدل به ښایي د افغانستان پر پاشل شوي اقتصاد فشار راوړي او د هغو کسانو شمېر به ورسره زیات شي، چې د غذا او سرپنا د برابرولو وس نه لري.

له پاکستانه یو شمېر ایستل شوي افغان کډوال
له پاکستانه یو شمېر ایستل شوي افغان کډوال

بل لور ته: د ژغورنې په نړیواله کمېټه کې د اسیا د برخې د اړیکو د برخې مرستیالې ننسي دنت Nancy Dent رویترز خبري اژانس ته په تورخم کې د ایستل شویو افغان کډوالو د وضعیت په اړه داسې ویلي دي:

" په تورخم کې بشري اړتیاوې ډېرې زیاتې دي. د اکتوبر له پيله تر اوسه د دوه سوه زره کسانو د ستنیدو شاهد یوو، ډېری هغه کسان چې له پاکستانه ستنیږي، د غاړو له جامو پرته نور څه نه لري. د دوی زیاته برخه کسانو څو لسیزې په افغانستان کې ژوند نه دی کړی او له هېڅ ملاتړ پرته دغه هېواد ته ور ستنیږي. دوی پیسې نه لري او اړ دي، چې تورخم ته له ننوتو سره، یا په خېمو یا ازاده فضا کې ویده شي."

د بشري حقونو د ادارو له نیوکو سره- سره پاکستان د روانې نومبر میاشتې په پيل یانې یوولس ورځې مخکې له دغه هېواده د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړه.

پاکستان د اسنادو له وړاندې کولو پرته، افغانان د دغه هېواد په نا امنیو کې په لاس لرلو تورنوي، هغه تور چې افغانان او د طالبانو حکومت رد کړی دی.

اروپایي ټولنې د پنجشنبې پر ورځ یو ځل بیا له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستو په اړه اندېښنه وښوده او ویې ویل، چې د پاکستان دا ګام د نړیوالو ژمنو خلاف عمل دی.

XS
SM
MD
LG