د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۲

د بې‌اسناده افغانانو د ایستلو دوام؛ پاکستاني چارواکي: بل پړاو کې اسناد لرونکي افغان کډوال هم وباسو


له پاکستانه افغانستان ته ستانه کړای شوي افغان کډوال
له پاکستانه افغانستان ته ستانه کړای شوي افغان کډوال

پاکستاني چارواکي وايي، له دې هېواده د بې‌اسناده افغان کډوالو له ایستلو وروسته سمدستي د هغه افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیلوي چې په دې هېواد کې د اوسېدو لپاره افغان سیټیزن کارټونه ورکړل شوي دي.

په داسې حال کې چې له پاکستانه د بې‌اسناده افغان کډوالو د ایستلو لړۍ په چټکۍ روانه ده، پاکستاني چارواکي وايي له دې پروسې سمدستي وروسته له دې هېواده د هغه افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیلوي چې د کډوالي رسمي اسناد ورکړل شوي دي.

د پاکستان د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو وزیر جان اڅکزي تېره ورځ په کراچۍ کې په یو خبري کنفرانس کې وویل: "موږ د کډوالو د ساتلو ټیکه نه ده اخیستې، افغان چارواکي باید د خپلو خلکو مسوولیت واخلي او د افغانانو د سمبالښت تیاری دې ونیسي. موږ له دې سمدستي وروسته د هغه افغان کډوالو د ایستلو لړۍ هم پیلوو چې دلته ثبت او راجستر دي."

په کراچۍ کې د پولیسو له لوري نیول شوي افغان کډوال. 01 November 2023
په کراچۍ کې د پولیسو له لوري نیول شوي افغان کډوال. 01 November 2023

په پاکستان کې د مېشتو اسناد لرونکو افغان کډوالو دقیق شمېر نه دی معلوم، خو د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له دې وړاندې ویلي چې پاکستان د ۲۰۰۶ او ۲۰۱۷ کلونو ترمنځ شاخوا دوه عشاریه یو میلیون افغان کډوالو ته د کډوالۍ رسمي کارټونه ورکړي دي.

د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو وزیر جان اڅکزي په دې اړه چې د دغه کډوالو د ایستلو د پروسې څرنګوالي به څنګه وي او کله به شروع کېږي نور جزییات ورنه کړل.

خو وې ویل چې د کډوالو د ایستلو اوسنۍ لړۍ به په راتلونکو ورځو کې لا پسې چټکه شي او د راتلونکې کال د فبرورۍ په میاشت کې له عمومي ټاکنو وروسته به هم دغه پروسه روانه وي.

نوموړي په دې خبري کنفرانس کې دغه شان وویل چې تراوسه په بلوچستان ایالت کې د نږدې یو لک کسانو جعلي شناختي کارټونه بلاک شوي چې ۹۲ سلنه یې افغانانو جوړ کړي وو.

هغه دا هم وویل، له هغه پاکستاني وګړو سره به قانوني چلند وشي چې د دغه شناختي کارټونو په جوړېدو کې یې مرسته کړې ده.

پاکستان د روانې نومبر میاشتې له لومړۍ نېټې وروسته له پاکستانه د بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړې ده.

دوه ورځې وړاندې د پاکستان سرپرست صدراعظم په یو خبري کنفرانس کې وویل چې تراوسه څه دپاسه دوه نیم سوه زره بې اسناده افغانان له پاکستانه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

که څه هم د پاکستان حکومت اعلان کړی چې اسناد لرونکو افغانانو سره هیڅوک کار نه شي لرلی، خو په پاکستان کې میشت یو شمېر افغانان ادعا کوي چې پاکستاني پولیس ویزه لرونکي افغانان هم نیسي، خو د پیسو په بدل کې یې بېرته خوشې کوي.

د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې مېشته یوه افغانه چې په دې هېواد کې د اوسېدو قانوني ویزه لري وايي، څو ورځې وړاندې پولیسو له خپل کوره ونیوله، خو د پیسو په مقابل کې یې بېرته خوشې کړه.

هغې وویل: "ټول نیسي او پیسې ترې اخلي. زه تېره ورځ له ویزې سره سره پولیسو ونیولم او په موټر کې یې کېنولم، په لاره کې مې ورته ډېرې سوال او زارۍ وکړې، بلاخره یې رانه اتیا زره روپۍ واخیستې او په لاره کې یې خوشې کړم."

د فېروز بهزاد په نوم یو بل افغان کډوال چې دا هم په اسلام اباد کې اوسېږي، ازادي راډيو ته یې وویل: "له بده مرغه چې په ډېر بد حالت کې رایسار یم. په تېره یوه میاشت کې مې درې کورونه بدل کړي دي. څو ځل مې پولیس کور ته راغلي او وړی یې یم او د پیسو په مقابل کې یې خوشې کړی یم. تازه یې څو ورځې مخکې ونیولم کمپ ته یې هم انتقال کړم، له هغه ځایه د ۳۵ زره روپیو په مقابل کې بېرته خوشې شوم."

د دې ترڅنګ په ټولنیزو رسنیو کې هم په یو شمېر خپرو کړو ویډیوګانو کې هم یو شمېر افغان کډوالو ادعا کړې چې د ویزو سره سره هم پاکستاني پولیسو نیولي، بندیان کړي او د پیسو غوښتنه یې ترې کړې ده.

په همدې حال کې د پاکستان د جمیعت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان هم له افغان کډوالو سره د پاکستاني پولیسو په چلند نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د دغه هېواد امنیتي ځواکونه له افغان کډوالو پیسې اخلي او یا یې هم پر جایدادونو ولکې کوي.

د پاکستان د جمیعت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان
د پاکستان د جمیعت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان

مولانا فصل الرحمان په یو ویډیو بیان کې چې د جمیت علما اسلام په رسمي ایکسپاڼه خپور شوي ویلي د کډوالو د ایستلو په اړه یو طرفه پرېکړه د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکي خرابوي باید په دې اړه د ستونزو د حل لپاره یو کمېسیون جوړ شي.

له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو په پرېکړه له دې وړاندې هم نیوکې شوي او د بشري حقونو ګڼو نړیوالو بنسټونو او بېلابېلو هېوادونو له پاکستان غوښتي چې خپله دغه پرېکړه بېرته واخلي خو اسلام اباد تر اوسه په دې برخه کې په خپله پرېکړه کې کوم نرمښت نه دی راوستی، هره ورځ زرګونه افغان کډوال نیسي او د تورخم او چمن-سپین بولدک له لارې یې افغانستان ته اړوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG