د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۲

پاکستان: امریکا ته د تګ په نیت پراته زرګونه افغانان له پاکستانه نه ایستل کېږي


ارشیف: په اسلام اباد کې د امریکا د پي۱ او پي۲ کېس لرونکو افغانانو د اعتراضیه غونډې انځور. دوی له امریکا غوښتي ترڅو د کېسونو کارونه یې ژر بشپړ او امریکا ته ولېږدوي.
ارشیف: په اسلام اباد کې د امریکا د پي۱ او پي۲ کېس لرونکو افغانانو د اعتراضیه غونډې انځور. دوی له امریکا غوښتي ترڅو د کېسونو کارونه یې ژر بشپړ او امریکا ته ولېږدوي.

د پاکستان موقت صدر اعظم وایي، هغه افغانان خپل هېواد ته نه ستنوي چې امریکا ته د تګ قضیې یې تر کار لاندې دي.

په پاکستان کې زرګونه هغه افغانان چې لویدیځو هېوادونو ته د تګ په نیت پراته دي، اوس له هغه هېواده نه ایستل کېږي.

د اسوشېټېډپرېس خبري اژانس په وینا دا خبره د پاکستان موقت صداعظم انورالحق کاکړ د چهارشنبې په ورځ یوه خبري کانفرانس ته وکړه.

د پاکستان موقت صداعظم انورالحق کاکړ
د پاکستان موقت صداعظم انورالحق کاکړ

پاکستان کې مېشت هغه افغانان چې امریکا او یا نورو هېوادونو کې د پناه اخیستنې قضیې لري، دې اقدام خوشحاله کړي دي.

فهیم داود د هغو افغانانو له ډلې دی چې امریکا کې د پنا اخیستنې قضیه یې تر کار لاندې ده.

هغه تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل: "په تېرو دو کلونو کې امریکا غوښتل چې پاکستان کې دفتر خلاص کړي او هغه کسان چې د پي یو یا پي دوه (امریکا ته د تګ ځانګړې قضیې) لري هغوی خپل کارونه مخته بوځي. اوس په سوشیل میډیا او رسنیو کې ښې خبرې روانې دي او ویل کېږي چې امریکا او پاکستان موافقه کړې چې هغه افغانان چې دلته بند پاته دي، هغوی انتقال کړي."

په پاکستان کې د افغان خبریالانو د فدراسیون ویاند حشمت الله وجداني وایي، هغه کسان چې امریکا ته د تګ لپاره د امریکایي ادارو اسناد له ځان سره لري هم د پولیسو له خوا نیول او ځورول کېږي.

وجداني ازادي راډیو ته وویل چې د پاکستاني چارواکو خبرې او د پولیسو کړنې همغږې نه دي او په وینا یې امریکایي ادارې باید متحده ایالتونو ته د تلونکو افغانانو ټولې ځانګړنې د پاکستان له حکومت سره شریکې کړي.

هغه وویل: "ځینې هغه افغان وګړي چې پاکستان کې ژوند کوي د امریکا د سفارت له اسنادو سره سره هم د پولیسو له خوا نیول شوي دي. د پاکستان صدراعظم وویل، هغه افغانان چې دا اسناد ورسره دي له پاکستانه نه ډيپورت کېږي، خو پولیس یې دغه خبرې نه مني."

د اسوشېټېډپرېس خبري اژانس په وینا، د هغو افغانانو شمېر چې امریکا ته د تګ په نیت په پاکستان کې دیره دي شاوخوا ۲۵ زرو ته رسېږي.

دا هغه کسان دي چې افغانستان کې یې د امریکا له پوځي او ملکي ادارو، رسنیو او بشري سازمانونو سره کار کړی او د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته پاکستان ته تللي دي.

پاکستان له هغه هېواده د دغو افغانانو د نه ایستلو ژمنه داسې مهال کوي چې له تېرې یوې اوونۍ راهیسې یې افغانستان ته د څه باندې ۱۷ لکه بې اسناده افغان کډوالو د جبري ستنولو لړۍ پيل کړې ده.

له پاکستانه افغانستان ته ستانه کړای شوي افغان کډوال. November 5, 2023
له پاکستانه افغانستان ته ستانه کړای شوي افغان کډوال. November 5, 2023

په اسلام اباد کې یوې افغان کډوالې زهره واحدي اختري ازادي راډیو ته وویل، د پاکستان پولیسو په بېلابېلو سیمو کې د افغانانو د نیولو عملیات ګړندي کړي دي.

هغه زیاته کړه: "د اسلام اباد په بېلابېلو سیمو او د پاکستان په کوټې او پېښور ښارونو کې د افغان کډوالو د نیولو عملیات ګړندي شوي دي. نن یې د اسلام اباد په 'بي ۱۷' سیمه کې هغه افغانان ونیول چې ویزې ته یې اپلای کړی و او له 'یو این ایچ سي آر' سره هم ثبت وو، خو پولیس دا اسناد نه مني. متاسفانه په دې بې برخلیکه وخت کې هیڅ ادارې له کډوالو سره همکارۍ نه ده اعلان کړې."

له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو موضوع او هلته له افغان کډوالو سره د پولیسو چلند د طالبانو د حکومت او بشري ادارو له غبرګونونو سره هم مخامخ شوې.

د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني پرون تورخم کې له را ستانه کړای شویو افغانانو سره خبرو کې ویلي، پاکستان د ګاونډیتوب اخلاق په پام کې نه دي نیولي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG