د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۱

په افغانستان کې د بې کارۍ له زیاتوالي شکایتونه؛ یو رنگمال: په یوه اوونۍ کې هم کار نه پیدا کیږي


د کابل ښار یو شمېر کارګران - تصویر له ارشیفه
د کابل ښار یو شمېر کارګران - تصویر له ارشیفه

د کابل ښار یو شمېر کسبګر چې ښه اقتصادي وضيعت نه لري وايي، د ژمي رارسېدل او د لسګونو زرو افغان کډوالو راستنېدل به په هېواد کې د بېکارۍ ستونزې نورې هم ډېرې کړي.

اته ويشت کلن رنګمال احمد چې هره ورځ د کار موندلو په لټه د کابل سرکونو ته راوځي وايي، کار نشته او دا چې خپلې کورنۍ ته يوه مړۍ ډوډۍ نه شي ګټلی، اندښمن دی.

نوموړی وایي:

"د رنګمالۍ کارونه په ټپه ولاړ دي خلک پيسې نه لري اقتصادونه کمزوري شوي نشي کولى خپل کورونه رنګ کړي، او له بلې خوا کډوال راروان دي ښايي کارونه بېخي کم شي، وضيعت ډېر خراب دى."

خټګر رفيع وايي هره ورځ د کار موندلو لپاره د کابل پر واټونو سرګردانه دى او زياتوي چې د خلکو اقتصادي وضيعت ښه نه دي همدا لامل دى چې کار روزګار ورک دی.

هغه ازادي راډیو ته وویل:

"که د خلکو اقتصاد ښه وي مونږ ته هم کار پيدا کېږي ټول شوق لري چې ځانته ښه کور جوړ کړي او مصرف وکړي خو کارونه بېخي ورک شوى په يوه اونۍ کې هېڅ کار نشو موندلى"

د نهه کسيز کور مشر او سرپرست عبدالرزاق چې تازه له پاکستان افغانستان ته ستون شوی او اوس په ننګر هار کې مېشت دى وايي:

" د طالبانو په راتګ سره افغانستان کې بېکاري زياته شوه زه پاکستان ته لاړم او هلته مې د سبزيو کار کوو کاروبار ښه و يو مړۍ ډوډۍ موندل کېده اوس چې بېرته افغانستان ته راغلم نه د کور کرايه لرم او نه کار"

له پاکستان څخه یو بل راستون شویځوان اورنګ زېب چې دی هم اوس په ننګرهار کې اوسېږي وايي، د کور او کار نه شتون اندېښمن کړى.

نوموړی وایي:

" پنځلس ورځې کېږي چې افغانستان ته راستون شوى يم پاکستان کې مې د سوپ او يخني کار کوو کاروبار مې ښه چلېده ، اړ شو وطن ته راغلو او د خپلوانو کره پراته يو زمونږ ستونزه بې کوري او بې کاري ده له حکومته غواړو چې د کار زمينه راته مساعده کړي."

د بشرپاله مرستو په تمه ولار کارګران - تصویر له ارشیفه
د بشرپاله مرستو په تمه ولار کارګران - تصویر له ارشیفه

اقتصاد پوه پوهاند محمد بشیر دودیال د افغانستان وضعیت د اندېښنې وړ بولي او وايي چې په اوسني وضعیت کې د کډوالو جوپه جوپه راتګ به په افغانستان کې د بېکارۍ ناورين لا پسې ډېر کړي.

پوهاند دودیال وایي:

"په افغانستان کې د بېکارۍ او د کار د فرصتونو د نشتوالي کچه ډېره لوړه ده، په داسې حال کې چې جوپه جوپه کډوال راستنېږي د وزګاره کسانو شمېر ډېرېږي. افغان کډوال په دومره کمه وخت کې د ځان لپاره کار نه شي پيدا کولى حتى د دوى ځاى پر ځاى کېدل هم ستونزمن دي."

نوموړى ټینګار کوي، چې په لنډه موده کې باید له افغانستان سره بشري مرستې زیاتې شي، څو په دغه هېواد کې د بې کارۍ د ناورين مخه ونیول شي او په اوږدمهالي کې له سیندونو او کرنې سکټور په ګډون له بېلابېلو ظرفیتونو او منابعو څخه چې په افغانستان کې موجود دي، کار واخيستل شي څو د بې کاري د حل لپاره اغيزمن تمام شي.

په افغانستان کې د بې کارۍ او د کار د فرصتونو د نشتوالي په اړه اندېښنې په داسې حال کې زیاتې شوي چې په لسګونو زره افغانان چې په ایران او پاکستان کې په کار بوخت وو په زور یا په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي دي.

تر دې مخکې نړیوالو سازمانونو د مشخصو شمېرو له ښودلو پرته په افغانستان کې د بې کارۍ د زیاتوالي په اړه اندېښه ښودلې ده.

د طالبانو حکومت په وار وار ادعا کړې چې په افغانستان کې بشري وضعیت دومره هم کړکېچن نه دی لکه څنګه چې د نړیوالو سازمانونو په راپورونو کې راځي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) د معلوماتو له مخې، دامهال په افغانستان کې ۲۹،۲ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG