د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۲۰

د طالبانو حکومت پاکستان ته د سخت غبرګون د ښودلو خبرداری ورکړ


د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزی
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزی

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال پاکستان ته خبرداری ورکوي چې له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند له امله دوی مقابل عکس‌العمل ته مجبور نه کړي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزی پاکستان ته خبرداری ورکوي چې د افغان کډوالو پر وړاندې خپله رویه بدله کړي، ګنې دوی به یې پر وړاندې سخت عکس‌العمل وښيي.

ستانکزي چې نن یې په کابل کې 'د افغانستان راتلونکي اقتصادي پراختیا په تړاو نړیوال کنفرانس' په نوم غونډې ته خبرې کولې، د پاکستان امنیتي ځواکونه ظالمان او رشوت خواره وبلل او ادعا يې وکړه، چې له افغان کډوالو یې د هغوی پیسې او شتمنۍ لوټلي دي.

هغه له پاکستانه د افغان کډوالو ايستل ظالمانه او یو طرفه پرېکړه وبلله او زیاته یې کړه، دا ډول اخراج د ګاونډ‌یتوب او ټولو نړیوالو اصولو خلاف دی.

ستانکزي زياته کړه: "کوم تصمیم چې دوی نیولی دا یو ظالمانه تصمیم دی، موږ یې په کلکه ټکو غندو. هیچا ته حق نه ورکوو چې زموږ په خویندو، وروڼو او ماشومانو داسې ظلم وکړي، لکه څه ډول چې یې د پاکستان امنیتي ځواکونه کوي. موږ ډېر زغم وکړ، له حوصلې مو کار واخیست او شدید عکس العمل مو ونه ښود. زموږ غوښتنه دا ده چې دوی خپل رویې ته بدلون ور کړي او موږ مجبور نه کړي چې د دوی د عمل په مقابل کې عکس العمل وښیو"

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال په خبره، پاکستان افغان کډوال یوه وسیله ګرځولې او ادعا يې وکړه چې له نړۍ يې پرې میلیاردونه ډالر تر لاسه کړي او د افغان کډوالو له وجوده یې ډېرې مالي ګټې لاس ته راوړي.

شېرمحمد عباس ستانکزي دا هم وویل چې د افغان کډوالو د ایستلو په اړه له دوی او UNHCR سره هېڅ ډول مشوره نه‌ده شوې او تر خوا یې د پاکستان حکومت هغو غوښتنو ته هم پام نه‌دی کړی چې نړیوالې ټولنې، د بشري حقونو ملاتړو ادارو او ملګرو ملتونو ترې د افغان کډوالو د اېستلو د بهیر د درېدو په اړه کړي.

د نومبر له لومړۍ نېټې وروسته، د پاکستان سرپرست حکومت د هغو افغان کډوالو د ايستلو لپاره عملیات پیل کړي چې د دوی له قوله، هلته د اوسېدو اسناد نه‌لري، خو داسې ډېر شکایتونه هم شته چې پاکستاني ځواکونو هغه افغان کډوال هم نیولي او شړلي چې د اوسېدو قانوني اسناد لري.

د طالبانو حکومت د رسنیو مرکز نن په خپله ایکسپاڼه لیکلي، د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر میاشتې له ۱۷ تاریخ څخه تر ننه یوازې د تورخم له لارې ۳۵۰۰۰ زره کورنۍ چې ۲۰۰ زره کسان کېږي، افغانستان ته ستانه شوي دي.

لا دقیقه معلومه نه‌ده چې له سپین بولدک لارې څومره افغان کډوال له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي، خو پرون د د طالبانو حکومت د کډوالو چارو وزارت سرپرست خلیل‌الرحمان حقاني د ټولو راستنو شویو شمېر نږدې ۳۰۰ سوه زره تنه وښود.

هاخوا په تورخم کې یو شمېر راستانه شوي افغانان وايي، د خوړو، څښاک، خېمو او تشنابونو په برخه کې ستونزو سره مخ دي.
د کونړ اوسېدونکی نصرالله وايي: "دا کوم ځای چې موږ یوو، تشناب نه‌شته، دا موږ حال دی، خړو خاورو کې ناست یوو. عامو خلکو مو ډېر قدر وکړ، ډوډۍ اوبه او هر څه یې راوړل، خو د حکومت له‌خوا هیڅ هم نه‌شته، بس خړې خاورې دي او له ښځو او ماشومانو سره په کې ناست یوو."

د هجرت‌الله په نوم یو بل افغان هم ورته شکایت لري او وايي، په یخه هوا کې بې له خيمو او سرپناه دي.

هغه وويل: "اوس خو هېڅ نه‌شته، نوي ځای ته چې ځې تر یوه وخته خو مشکلات وي. اوس خو نه خيمې شته، نه خپل کور."

هاخوا د طالبانو حکومت بیا ادعا کوي چې راستنو شویو کډوالو ته یې په تورخم او سپین بولدک کې بېلابېلې اسانتیاوې برابرې کړي دي.

د پاکستان حکومت ویلي، د افغان کډوالو د ویستو په لومړي پړاو کې به ۱،۷ میلیونه افغانان وباسي او پسې به پاتې نور هم په دوو پړاوونو کې افغانستان ته ستانه کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG