د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۵

له پاکستان څخه د اېستل کیدو په اړه د یو شمېر افغان قاضیانو او څارنوالانو اندېښنې


د پاکستني پولیسو لخوا یو شمېر نیول شوي افغان کډوال
د پاکستني پولیسو لخوا یو شمېر نیول شوي افغان کډوال

یو شمېر افغان څارنوالان او قاضیان، چې ادعا کوي لس میاشتې وړاندې له جرمني څخه د پناه غوښتنې له منلو او د جی ای زیډ د دفتر له خوا تر بلنې وروسته پاکستان ته تللي، له دغه هېواده د هغوی د اخراج په اړه اندېښمن دي.

دوی وايي، تر اوسه د دوی په کېسونو کې کوم پرمختګ نه دی شوی.

روح الله نوراني، چې د افغانستان په پخواني جمهوري نظام کې د سترې محکمې د تفتیش غړى او د پنجشير ولايت د مدني او عامه حقوقو د محکمې رييس و، وايي چې په شپږ مياشتنۍ ويزې پاکستان ته راغلی او اوس چې څلور مياشتې يې د ویزې له ختمیدو تیرې شوي ، په دې نه دی توانیدلی، چې خپله ویزه تمدید کړي.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل، که څه هم دوی د پاکستان د جی ای زید له دفتره مالي مرسته ترلاسه کوي، خو په خبره یې د دوی د کېسونوبرخلیک لا هم معلوم نه دی او له پاکستانه د ایستلو په اړه اندېښمن دي.

نوراني زیاتوي:

" موږ تقریبا ۴۰ قاضیان او څارنوالان په همدې وضعیت کې یو، جي ای زید هم هیڅ قانع کوونکی ځواب نه ورکوي، موږ له دې ویریږو، چې که مونږ بیرته افغانستان ته ولیږي، د هغه کسانو لاسونو ته لویږو، چې موږ د بشري حقونو څخه د سر غړونو، د قانون ماتولو او بیلابیلو جرمونو له امله په بند محکوم کړي وو، چې ځینې یې اوس په واک کې دي او ځينې يې هم ازاد ګرځي."

په پاکستان کې یو بل افغان قاضي چې نه یې غوښتل د امنیتي ستونزو له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي ازادي راډيو ته وویل:

"کله چې د پاکستان له جي ای زید سره اړیکه نیسو، وايي چې کېسونه مو په پروسیس کې دي، په داسې حال کې چې په سل هاوو خلک، له ایران او افغانستان څخه راځي، کسیونه یې ډیر ژر پروسیس کیږي او په لنډ وخت کې يې جرمني ته لیږي، خو له بده مرغه مونږ تر اوسه په انتظار یو، د جرمني هیواد څخه غواړو چې دې بې برخليکه حالت ته مو د پای ټکی کیږدي، که خدای مه کړه موږ افغانستان ته بیرته ولاړ شو، زمونږ د ماشومانو او کورنو ژوند له خطر سره مخ کیږي. "

پاکستان له څه مودې راهیسې لسګونه زره افغان کډوال په زوره ایستي
پاکستان له څه مودې راهیسې لسګونه زره افغان کډوال په زوره ایستي

د تېر جمهوري نظام د عدلي او قضايي ادارو د کارکوونکو دا اندېښنې په داسې حال کې دي، چې د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت حکومت په دې وروستيو کې د دغه ايالت باصلاحيته چارواکو ته امر کړى، چې د هغو افغانانو له نیولو ډډه وکړي چې په نورو هېوادونو کې د سياسي پناه غوښتنې کېسونه لري.

خو د جمعې په ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دغو کډوالو د پناه غوښتنې د کېسونو په ژر تر ژره بشپړولو ټینګار وکړ او ویې ویل چې پاکستان په دې برخه کې له هغو هېوادونو سره په خبرو بوخت دي چې کډوال مني.

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو یو شمېر ادارو یو ځل بیا له پاکستانه غوښتي چې د بې اسناد کډوالو د شړلو پر مهال د هغو ماشومانو او کورنیو امنیت ته جدي پام وکړي چې له ګواښ سره مخ دی.

په داسې حال کې چې له پاکستان څخه د بې اسنادو افغان کډوالو د نیولو او ایستلو رسمي عملیات د نومبر له لومړۍ نیټې پیل شوي، د پاکستان د کورنیو چارو د سرپرست وزیر سرفراز بوګتي په وینا، په دې بهیر کې به له ۳ میلیونو ډیر افغان کډوال وایستل شي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ دا شمېر 1.73 میلیونه تنه اعلان کړی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG