د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۹

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا غونډه؛ له خطر سره مخ د افغان مدافع وکیلانو په اړه هم بحث کېږي


ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د افغانستان په شمول د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د مدافع وکیلانو ژوند ته د متوجه ګواښونو د مخنیوي په هدف بحث جوړوي.

بلجیم، کوستاریکا او توګو هغه هېوادونه دي چې د مدافع وکیلانو د ژوند د خوندیتوب لپاره یې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې ناسته وربللې ده.

تمه ده په دې ناسته کې چې له دوشنبې د فبروري ۲۷مې پيلېږي د افغان مدافع وکیلانو له خطر ډک ژوند هم تر بحث لاندې ونیول شي.

په ملګرو ملتونو کې د بلجیم دایمي استازولي د علي ضیا محسني په نوم د یوه افغان مدافع وکیل له اندېښنو ډک پیغام په خپل ټویټر خپور کړی چې وایي همکاران او ملګري یې له سخت خطر سره مخ دي.

هغه وویل: "د کابل له سقوط را وروسته زما همکاران په افغانستان کې په یوه سخت حالت کې دي. ګڼ یې بندیان شوي. د پام وړ شمېر یې وژل شوي یا ټپيان شوي. د بېلابېلو بریدونو هدف ګرځېدلي. زه هیله من یم چې زما غږ د افغان مدافع وکیلانو غږ اوچت کړي چې په افغانستان کې شکنجه شوي او اوس د خپل ځان، ماشومانو او کورنۍ د خوندي کولو په لټه کې دي."

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا له خطر سره مخ مدافع وکیلانو د ژغورنې لپاره کمپاین پيل کړی.

د راپورونو له مخې د طالبانو په بیا واکمنېدو تر قاضیانو وروسته مدافع وکیلانو ډېر خطرونه ګاللي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي د میاشت مخکې رپوټ په اساس افغان مدافع وکیلان، قاضیان او د حقونو فعالان له سختو ګواښونو سره مخ دي.

طالبانو په وار وار ویلي چې د تېر نظام کارکوونکو ته یې د عفوې اعلان کړی او کار نه پرې لري.

د طالبانو له دې ډاډ سره سره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ځانګړي راپورتر ریچارډ بېنیټ او د قاضیانو او مدافع وکیلانو د وضعیت په اړه د ځانګړې راپورترې مارګریټ سټېروېټ د یوه ګډ راپور په اساس چې د جنوري په ۲۰ مه خپور شوی راغلي، هغه څارنوالان او وکیلان چې د طالبانو د غړو دوسیې یې مخته وړې وې له سخت خطر سره مخ دي.

د راپور په اساس په کابل او نورو ولایتونو کې لږ تر لږه دولس څارنوالان د ناپېژاندو وسله والو له خوا وژل شوي او دا لړۍ لا هم روانه ده.

XS
SM
MD
LG