د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۹

را ستانه شوي کډوال او د بې کورۍ ستونزه؛ کرایي کورونه ولې کم او کرایې لوړې دي؟


په ننګرهار کې له پاکستانه د تازه را ستنو شویو افغانانو یو پنډغالی
په ننګرهار کې له پاکستانه د تازه را ستنو شویو افغانانو یو پنډغالی

ناقانونه افغان کډوالو ته د پاکستاني حکومت له لوري د ورکړل شوي مهلت په پوره کېدو وروسته هره ورځ سلګونه او زرګونه افغان کډوال افغانستان ته راستنيږي.

يو شمېر راستانه شويو کډوالو ازادي راډيو سره خبرو کې ويلي، دوی د نورو ستونزو ترڅنګ د سرپناه له نه‌شتون سره مخ دي او کرايي کورونه ورته په اسانۍ نه پيدا کېږي.

د ننګرهار اوسیدونکی رياض الله چې د تورخم له لارې راستانه شوي دي او کورونو پسې لالهانده ګرځي وايي:

" د پاکستان ظالم حکومت هلته زموږ کورونه وران کړل، په زور يې له پاکستان څخه راوشړلو، اوس خپل هېواد افغانستان ته راغلي يو، دا چې اول خو کورونه نه پيدا کېږي چې پيدا شي نو کرايه يې ډېره لوړه وي، د کرايې هيڅ وس او توان نه‌لرو، خو ورځ تر بلې هوا يخيږي."

د ننګرهار یو بل اوسیدونکی سهیل احمد چې هغه هم تازه هېواد ته ستون شوی وایي:

" چې کوم کور پيدا کړو د کور مالک ډېره زياته کرايه غواړي، هغه کور چې په ۳زره مناسب دی هغه په لس زره، اووه زره، اته زره وايي. زموږ د کور سامان له خپلوانو کره پروت دی، هر څه ګډ وډ دي."

ياسرخان بيا د هلمند ولایت اوسیدونکی او له هغو افغان کډوالو څخه دی چې له خپلې کورنۍ سره د سپين بولدک له لارې راستون شوی.

دی هم، چې ورته ستونزه لري ازادي راډيو ته وويل:

" زه د پاکستان له کراچۍ تازه راغلی يم، دلته کور پسې ګرځم، خو د ۳زره افغانيو کور کرايه لس زره ته لوړه شوې ده."

د معاملاتو د لارښوونې يو شمېر دفترونه هم وايي، له پاکستان څخه د افغان کډوالو د لړۍ په راتېزېدو سره د کورونو کرايه لوړه شوې ده.

له پاکستانه ستانه شوي افغانان له ګڼو نورو ستونزو هم شکایت او د مرستو غوښتنه لري
له پاکستانه ستانه شوي افغانان له ګڼو نورو ستونزو هم شکایت او د مرستو غوښتنه لري

په ننګرهار کې د پښتون افغان رهنما مسوول ګل رحيم افغان ازادي راډيو ته وويل:

"دغه افغان کډوال چې هېواد ته راستنيږي ډېری يې د کورونو له نه‌شتون سره مخ دي، اول خو کرايی کور نه پيدا کېږي، احياناً که پيدا شي، کرايې يې لوړې دي، چې د دوی وس او توان کې نه‌دي، مخکې چې د کورونو کومه کرايه وه، ډېری د کورونو مالکانو هغه کرايې لوړې کړي دي."

په هلمند کې د قيس د معاملاتو د لارښوونې دفتر مسوول وحدت الله ننګ هم ازادي راډيو ته وويل، چې دغلته د کورونو کرايې لوړې شوي دي.

ننګ زیاتوي:

" کوم کډوال چې هلمند او کندهار ته له پاکستان څخه راځي، د دوی په راتګ سره کورونه کم شوي او کرايې هم لوړې شوې دي."

دا چې د طالبانو حکومت د تازه راستانه شويو افغان کډوالو د سرپناه لپاره څه چمتووالی نيولی ، په‌دې اړه مو هڅه وکړه چې د طالبانو حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د مسؤلينو نظر ولرو، خو ونه توانېدو.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس تېره چهارشنبه د يوه ويډيويي راپور په خپرولو سره ويلي دي چې تورخم دروازې سره تازه راستنېدونکو کډوالو ته لنډمهالی پنډغالی جوړ شوی دی چې په يوه وخت پکې له ټولو اسانتياوو سره ۵۰۰۰زره کورنۍ اوسېدلی شي.

دا چې په سپین بولدک کې هم داسې کوم پنډغالی جوړ شوی که نه، تر اوسه د طالبانو حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي.

د پاکستان سرپرست حکومت د اکتوبر میاشتې تر پیله افغان ناقانونه کډوالو ته وخت ورکړی و، چې له دغه هېواده ووځي، که نه نو د دوی په خبره په زور به ویستل شي، چې دا چاره اوس پیل شوې ده.

د دوی د معلوماتو پر بنسټ، له هغه وخت راهیسې چې دوی له دغه هېواد د ۱.۷ میلیونو غیر قانوني کډوالو ته د ایستلو اعلان کړی، له ۱۶۵۰۰۰ څخه زیات افغانان له پاکستانه وتلي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG