د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۶

که له ما پوښتنه وشي چې تر ټولو بدبخته څوک دی؟ زه وایم: کډوال


په پاکستانه کندهار ته تازه ستانه شوي افغان کډوال
په پاکستانه کندهار ته تازه ستانه شوي افغان کډوال

که یو سړی ونه غږېږي، ونه ژاړي او ونه لیکي، نو څه باید وکړي چې غم یې کم شي؟

ومري یا وچوي؟

که له ما څخه پوښتنه وشي چې تر ټولو بدبخته څوک دی؟

زه وایم: کډوال

که څوک له ما پوښتنه وکړي، تر ټولو بد حالت څه دی؟

زه وایم: کډوالي

او زه په ریښتیا له لفظ سره کرکه لرم...

په خپلې فېسبوکپاڼې مې ولیکل، هغه کسان چې په پاکستان کې دي د خپل وضعیت په اړه راته ولیکئ!

د زحل په نامه یوه پېغله چې ۲۷ کاله عمر لري د خپلې کورنۍ سره پاکستان ته کډه شوي.

د زحل خور او ورور د دې لپاره چې څارنوالان وو، د طالبانو لخوا په ځلونو تر څېړنو لاندې و او په وینا یې کور یې هم وخت ناوخته د زرهي موټر د موندنې لپاره تالاشي کېده، چې دوی دولت ته یې وسپاري.

دوی د طالبانو له وېرې پاکستان ته راکډه شوي او یو کال یې په ناروښانه وضعیت کې تېر کړ.

د هغې د کورنۍ غړي اړ شوي چې پاکستان پرېږدي او غوره یې وګڼله، تر دې مخکې چې پاکستان دوی وشړي دوی خپله په پرده کې له دغه هېواده ووځي.

زحل او خور یې په پاکستان کې دي او د اوسني وضعیت له امله اندېښمنې دي چې څه وکړي او څه ډول پرېکړه وکړي.

یوه ۲۲ کلن ځوان لیکلي و: "چې څو ورځې وړاندې پولیسو درولی و او د اسنادو پوښتنه یې ځینې کړې وه. سره له دې چې ټول لازم اسناد ورسره وو بیا یې هم په بېلابېلو پلمو تر ډېره پورې درولی و او ویل یې چې باید حوزې ته ولېږدول شي. له جنجالونو او نښتو وروسته پولیسو د هغه د خوشې کولو په بدل کې پیسې وغوښتې او د ۱۰۰۰۰ کلدارو په بدل کې یې خوشې کړ."

د ده په شان له لسګونو کسانو په زوره پیسې لوټل کېږي.

د شارپ دفتر مخې ته هم ښځې راټولې شوې وې او د 'عدالت عدالت، له جهالته ستړي شوي یو' تر شعار لاندې اعتراض وکړ او د اخیستل شوې پرېکړې په برخه کې د پاکستاني حکومت د بیا له سره غور کولو غوښتنه یې کړې ده.

ثمینه‌حفیظي

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG