د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۶

له پاکستانه افغانستان ته د ستونو شویو کډوالو لپاره د مرستو راټولولو کمپاین پیل شوی


له پاکستانه ننګرهار ته تللي تازه افغان کډوال چې اوس په خیمو کې ژوند کوي.
له پاکستانه ننګرهار ته تللي تازه افغان کډوال چې اوس په خیمو کې ژوند کوي.

د ټولنیزو رسنیو په لسګونه فعالانو، د کرکټ نامتو لوبغاړو او یو شمېر پېژندل شویو څېرو له پاکستانه خپل هېواد ته ستنو شويو افغان کډوالو سره له بېلابېلو لارو د مرستې راټولولو کمپاین پیل کړی دی.

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کارونکو افغانستان ته ستونو شویو او ستنېدونکو افغان کډوالو سره د مرستې لپاره، د ټولنیزو رسنیو له لارې یو انلاین کمپاین پیل کړی دی.

دوی په سوداګرو، خیریه بنسټونو او شتمنو خلکو غږ کړی چې له هغو کډوالو مالي ملاتړ وکړي چې خپل هرڅه یې په پاکستان کې له لاسه ورکړي.

ذبیح الله، چې افغان کډوالو لپاره یې د ځانګړې جوړې شوې ملاتړی فېسبوکپاڼې له لارې په دې کمپاین کې برخه اخیستې، ازادي راډيو سره یې په خبرو کې وویل: "خپلو هغو هیوادوالو سره چې وطن ته درغلي دي، په دې سخت حالت او شرایطو کې همکاري وکړئ، څوک چې ډېره کرایه اخلي، کرایه دې ټيټه کړي او ملي سوداګر دې ټول له دوی سره همکاري وکړي، ځکه چې شاوخوا ۷۰ سلنه خلک په دوی کې بې روزګاره دي."

په کندهار ولایت کې د یوې سیمه ییزې راډيو مسوول بسم الله وطن دوست، چې د خپل ایکسپاڼې له لارې یې په دې انلاین کمپاین کې برخه اخیستې، وایي: "پر ټول افغان ولس مو غږ دی چې تر خپله وسه همکاري وکړي، که څوک خالي حویلۍ لري، هغه دې ورکړي، که څوک په کور کې اضافه شیان لري هغو کډوالو ته دې ورکړي چې په زوره را شړل شوي دي. که څوک وسه لري هغوی دي مالي مرستې وکړي، د خوراکي توکي مرستې دې وکړي. که څوک تر دې اضافه وس لري، کډوالو ته دې سرپناوې جوړې کړي."

کندهار ته تللي تازه افغان کډوال. 02.11.2023
کندهار ته تللي تازه افغان کډوال. 02.11.2023

دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر خیریه بنسټونو هم په دې انلاین کمپاین کې برخه اخیستې ده او له پاکستانه راستنو شویو افغان کډوالو سره یې د مرستې غوښتنه کړې.

د یوه خیریه بنسټ مسوول هارون ارباب وايي چې تر اوسه یې له یو شمېر کډوالو سره مرسته کړې، خو په خبره یې د مرستو د دوام لپاره د نورو هیوادوالو، سوداګرو او شتمنو مرستو ته هم اړتیا لري.

هغه وویل: "زه هڅه کوم چې د خپل مالي لګښت نه دوی سره مرسته وکړم. تر اوسه ما سره هېوادوالو مرسته نه ده کړې. زه له خپلو هېوادوالو څخه غواړم چې ماسره مرسته وکړي څو د هغوی مرسته کډوالو ته وسپارم."

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړو هم د دغو کډوالو مرستې ته رادانګلي دي.

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړي فرید احمد ملک خپل د سپینو زرو مډال چې په اسیايي لوبو کې یې د پاکستان پر وړاندې ګټلی و له پاکستانه شړل شویو افغان کډوالو سره د مرستې په موخه بولۍ ته وړاندي کړ.

افغان سندغاړي میرخان مقري د دې مډال اخیستلو ته ټټر وهلی دی.

نوموړي په خپل ایکسپاڼه ولیکل، چې دا مډال په ۳۰۰۰ امریکايي ډالرو اخلي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هم ستنېدونکو کډوالو ته د کورنيو او بهرنیو مرستو راټولولو لپاره د پنجشنبې په ورځ ناوخته په خپله ایکسپاڼه د دوه بانکي حسابونو د جوړولو اعلان وکړ.

د پاکستان حکومت وویلي، له یوې میاشتې او څو ورځو راهیسې، یعنې له کومې ورځې چې دوی له دغه هېواد د ۱.۷ میلیونو غیر قانوني کډوالو ته د وتلو ،نیولو او شړلو اعلان کړی، له ۱۶۵۰۰۰ څخه زیات افغانان خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

یو شمېر دغه کډوالو په بېلابېلو راپورونو کې ازادي راډيو سره په خبرو کې د سرپناه او د خوړو لپاره د پیسو د نه لرلو په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG