د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۹

افغانستان ته د ستنو شویو کډوالو د استوګنې او خوړو نشتوالي اندېښنې رامنځته کړي


د تورخم ښارګوټي ته څېرمه له پاکستانه د تازه ستانه شویو افغان کډوالو د کمپ یوه څنډه
د تورخم ښارګوټي ته څېرمه له پاکستانه د تازه ستانه شویو افغان کډوالو د کمپ یوه څنډه

د ماشومانو د ژغورنې نړیوال سازمان یا 'سېف ده چلډرن' له پاکستانه افغانستان ته د ستانه شویو افغان کډوالو لپاره د استوګنې او خوړو د نشتوالي په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د ماشومانو د ژغورنې نړیوال سازمان په خپل تازه راپور کې چې د چهارشنبې په ورځ د یادې ادارې په ویبپاڼه خپور شو، له پاکستانه د ستانه شویو افغان ماشومانو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

یادې ادارې په خپل راپور کې لیکلي، هره ورځ په سلګونه افغان ماشومان له پاکستانه افغانستان ته ستنېږي چې د اوسېدو لپاره ځای او د خوړو لپاره پیسې نه لري.

په دې وروستیو ورځو کې د تورخم او سپین بولدک له لارو افغانستان ته د افغان کډوالو د جبرې ستنېدنې لړۍ چټکه شوې او هره ورځ له دې لارو افغانستان ته د سلګونه کورنیو د اوښتو خبر ورکول کېږي.

که څه هم د طالبانو د حکومت چارواکو ویلي، له پاکستانه نویو ستنېدونکو کډوالو ته لومړنۍ اسانتیاوې برابروي، خو یو شمېر ستانه شوي کډوال وايي، د سرپناه او خوړو د نه موجودیت په برخه کې اندېښمن دي.

هغه وویل: "اوس فعلاً په تورخم کې یو، څلور ماشومان لرم. ۱۵ کاله مې په پاکستان کې ژوند کړی او ماشومان مې هم په پاکستان کې پیدا شوي. اوس بس یو جوړه کالي او څپلې مې د ماشومانو په ځان کې دي، نور یوه روپۍ هم نه شته. وضعیت ډېر خراب دی، په زرګونه کورنۍ دلته راغلي دي ټول همدې حالت سره مخ دي."

۳۹ کلن عبدالرحمان، چې د خپل ژوند ۳۳ کاله یې په پاکستان کې تېر کړي او هلته د کورنۍ خاوند شوی وايي، د وړوکي ماشوم لاس یې د تورخم په ګڼه ګوڼه کې ژوبل شوی دی.

هغه زیاتوي: "هغه بله ورځ غورځېدلی و، لاس یې پړسېدلی. شکسته بند ته مې بیولی و، هغه وکاته، خو څه فرق په کې نه دی راغلی. اوس مې ډاکتر ته راوستی چې عکس یې واخلم چې دا څه وايي. زموږ وضعیت ېير خراب دی د کار زمینه نه شته، بل څه نه شته. هغه بله ورځ مې د اوړو لپاره پیسې قرض کړې. یو سره روپۍ دې په مونږ حرامه وي که موږ ته چا راکړي وي په تورخم کې."

د پنځو ماشومانو پلار عبدالقادر، چې تېره ورځ له پاکستانه افغانستان ته تللی، ازادي راډيو ته یې وویل چې د پاکستان پولیسو په ډېرې بې‌رحمۍ یې دا او د دې ماشومان له دې هېواده وشړل.

په کراچۍ کې نیول شوي افغان کډوال د پولیسو یو مرکز ته د لېږدولو پر مهال لیدل کېږي. 01 November 2023
په کراچۍ کې نیول شوي افغان کډوال د پولیسو یو مرکز ته د لېږدولو پر مهال لیدل کېږي. 01 November 2023

هغه وايي: "هلته خو داسې بې‌رحمانه کار یې موږ سره وکړ، چې یو جامو کې یې، موږ وشړلو، زموږ بچي یې له زموږ څخه لا درکه کړل چې ګورو بل موټر کې یې رابار کړي او تورخم لارې کې یې موږ ته راوړل."

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت په دې هېواد کې د مېشتو غیرقانوني افغان کډوالو د ویستلو لړۍ پیل کړې ده.

د پاکستان حکومت خبرداری ورکړی چې په دې هېواد کې مېشت ټول غیرقانوني استوګن به وباسي.

پاکستان دا پرېکړه داسې مهال کړې چې وار له مخه په افغانستان کې د بې‌کارۍ او بې‌وزلۍ کچه اوج ته رسېدلې او کډوالو ته د کاري زمینو د نشتوالي په برخه اندېښنې مخ په ډېرېدو دي.

د ماشومانو د ژغورنې نړیوال سازمان یا 'سېف ده چلډرن' هم په خپل راپور کې ویلي چې دا هیواد په وروستیو کې له تر ټولو بد بشري ناورین سره مخ دی او د لوږې او خوارځواکۍ بې‌سارې کچه، ۳۰ کلنه وچکالي او اقتصادي ناورین د دې لامل شوی چې له دوو څخه درې کسان مرستې ته اړتیا ولري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG