د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۲

په پاکستان کې د غیرقانوني افغان کډوالو لپاره ټاکل شوی مهلت پای ته ورسېد


افغانستان ته په لاره د افغان کډوالو تلونکي کډې.
افغانستان ته په لاره د افغان کډوالو تلونکي کډې.

په پاکستان کې د غیرقانوني افغان کډوالو د استوګنې لپاره ټاکل شوی مهلت پرون پای ته ورسېد او سر له نن څخه به افغانستان ته د کډوالو اخراج لا چټک شي.

په پېښور کې یو افغان محصل چې هلته له خپلې کورنۍ سره اوسي، اوس افغانستان ته د اخراج له خطر سره مخامخ دی، دې‌ته اندېښنه لري چې په افغانستان کې به خپلو زده کړو ته څنګه دوام ورکوي.

 د کډوالو ماشومانو ښوونځي په بندېدو دي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:30 0:00

هغه د امنیتي ستونزو له کبله نه غواړم په راپور کې یې نوم واخیستل شي، خو وايي، له پرون راهیسې د پاکستان پولیسو د افغان کډوالو کورونو ته اوړي، لوټ تالان کوي او افغانان ځوروي.

نوموړي زیاته کړه: "زما پاکستان ته دا درخواست دی، سمه ده چې تاسو کډوالو ته درې څلور میاشتې وخت ورنه کړ او اوس یې په زوره باسئ. لږ تر لږه خو یې پر کورونو چاپې اچول، د دوی د میندو او خویندو عزت ته په سپکه کتل، د مالونو چور کول او د کورونو مشران له ځان سره بیول ظلم دی. دومره ظلم اسراییلیان هم له فلسطینیانو سره نه کوي، لکه تاسې چې یې له افغانانو سره کوئ."

افغانستان ته راستانه شوي کډوال د پاکستان د پولیسو له "بد چلند"څخه شکایت کوي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:26 0:00

په پاکستان کې د غیرقانوني کډوالو لپاره چې ډېره برخه یې افغانان دي، د موقت حکومت له خوا ټاکل شوی مهلت پرون پای ته ورسېد.

د پاکستان په ځینو ښارونو کې له وړاندې د کډوالو د توقیف لنډمهاله تاسیسات جوړ شوي چې کډوال تر نیول کېدو وروسته ورته راوستل کېږي، بیا افغانستان ته اړول کېږي.

د ځینو نورو سیمو تر څنګ پرون په پلازمېنه اسلام اباد کې هم 'د افغان بستي' یا افغان کلي د افغان کډوالو د اومه کورونو نړول پیل شول.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمېشنري یا 'یو این ایچ سي آر' وايي، تر ډېره له پاکستان او ایرانه په خپله خوښه د راستنېدونکو لپاره د اسانتیا برابرولو پروګرامونه لري.

په افغانستان کې د دې ادارې مرستیال ویاند فرامرز برزین ازادۍ راډیو ته وویل: "په افغانستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمېشنري یا 'یو این ایچ سي آر' تر ډېره له ایران، پاکستان او نورو هېوادونو د افغان کډوالو د داوطلبانه ستنېدو لپاره د اسانتیا پر برابرولو کار کوي. د داوطلبانه ستنېدو پروګرام په ۲۰۰۲م کال کې پیل شو. هدف یې د هغو ملیونونو افغانانو لپاره د پایداره او دایمي حل لارې پیدا کول وو چې له خپل هېواد څخه کډوال شوي وو."

خو په پاکستان کې د افغان کډوالو لپاره اوس وضعیت بدل دی او حکومت یې د ډله ییز اخراج لپاره عملاً مټې بډ وهلي دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمېشنري وايي، دوی له پاکستانه د ایستل کېدونکو افغان کډوالو لپاره هم د مرستې ځینې پروګرامونه لري.

د بشري حقونو د څار سازمان پرون سې شنبه وویل، د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د ستنولو لپاره هغوی ځوروي، ګواښي یې او په خپلسري ډول یې زنداني کوي.

ځینې افغان کډوال په پاکستان کې د استوګنې د قانوني اسنادو له لرلو سره سره ایستل شوي دي.

په همدې حال کې د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ویلي، هغه کډوال چې هېواد ته راستنېږي، د ثبت له پروسې وروسته تر خپلو سيمو او کورونو پورې له لګښت پرته لېږدول کېږي.

د کندهار د کډوالو او راستنېدونکو چارو رياست مرستيال مولوي نقيب الله مومن آغا ویلي، په سپين بولدک ولسوالۍ کې له پاکستانه د راروانو کډوالو شمېر نهايت زيات دی.

نوموړی وايي، اړتیا ده چې شتمن هېوادوال، خيريه بنسټونه او سوداګر هم له راروانو کډوالو سره بېړنۍ مرسته وکړي.

د بخښنې نړیوال سازمان پرون یو وار بیا په خپله ایکس شبکه کې وویل چې د افغان کډوالو د اخراج لپاره د ټاکل شوي مهلت تر پای ته رسېدو څو ساعته مخکې لا دغې ادارې له سرپرست صدراعظم انوارالحق کاکړ غوښتنه وکړه چې د خپل حکومت دغه پرېکړه بېرته واخلي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG