د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۰

که وپوښتل شمه چې تر ټولو بدبخته څوک دی؟ وایم: کډوال


له پاکستانه یو شمېر تازه ایستل شوې افغان کډوالې
له پاکستانه یو شمېر تازه ایستل شوې افغان کډوالې

که یو څوک و نه غږیږي، و نه ژاړي او و نه لیکي، نو څه وکړي چې غم یې کم شي؟

ومري یا وچوي؟

که وپوښتل شمه چې تر ټولو بدبخته څوک دی؟ وایم: کډوال

که څوک له ما پوښتنه وکړي، ترټولو بد حالت څه دی؟

زه وایم: کډوالي

او زه په ریښتیا له دغه لفظ څخه کرکه لرم ...

پر خپلې فیسبوک پاڼې مې ولیکل، هغه کسان چې په پاکستان کې دي د خپل وضعیت په اړه راته ولیکئ!

د زحل په نامه یوې پېغلې راته ولیکل چې ۲۷ کاله عمر لري او له خپلې کورنۍ سره پاکستان ته کډه شوي. د زحل خور او ورور د دې لپاره چې څارنوالان وو، د طالبانو لخوا په ځلونو تر څېړنو لاندې وو او په وینا یې کور یې هم وخت ناوخته د زرهي موټر د موندنې لپاره تلاشي کېده، چې دوی ته یې وسپاري.

دوی د طالبانو له وېرې پاکستان ته راکډه شوي او یو کال یې په ګونګ وضعیت کې تېر کړ. د هغې د کورنۍ غړي اړ شوي، چې پاکستان نه تر شړل کیدو مخکې خپله په پرده کې له دغه هېواده ووځي.

زحل او خور یې پاکستان کې دي، دوی د کډوالو د په زوره ایستو روان وضعیت اندېښمنې کړي او نه پوهیږي څه وکړي؟

یوه ۲۲ کلن ځوان لیکلي وو: څو ورځې وړاندې پولیسو درولی او د اسنادو پوښتنه یې ځنې کړې وه. سره له دې چې ټول لازم اسناد ورسره وو، بیا یې هم په بېلابېلو پلمو درولی و او ورته ویلي چې باید حوزې ته ولېږدول شي. له ناندریو وروسته پولیسو د هغه د خوشې کولو په بدل کې پیسې وغوښتې او د ۱۰۰۰۰ کلدارو په بدل کې یې خوشې کړ.

د ده په شان له لسګونو کسانو په زوره پیسې لوټل کېږي.

د شارپ دفتر مخې ته هم ښځې راټولې شوې وې او د « عدالت عدالت، له جهالته ستړي شوي یو» تر شعار لاندې اعتراض وکړ او د اخیستل شوې پرېکړې په برخه کې د پاکستاني حکومت د بیا له سره غور کولو غوښتنه یې کړې ده.

ثمینه‌ حفیظي

XS
SM
MD
LG