د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۸

پاکستان کې افغان کډواله ثمینه حفیظي: ولې باید د داسې بدو ورځو شاهدان واوسو؟


ارشیف، پاکستان کې افغان کډوالې او پاکستاني پولیس
ارشیف، پاکستان کې افغان کډوالې او پاکستاني پولیس

یکشنبه، د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر ۲۲مه، سهار

ښه شپه او راحت خوب مې نه‌درلود.

ذهن مې له بدو فکرونو ډک و.

اوس هم د سهار شپږ بجې دي او زما فکر او ذهن ګدوډ دی.

ګډوډ په دې دی چې ولې باید کډوال واوسو؟

څوک غواړي خپل وطن پرېږدي؟

څوک غواړي د څو کلونو لپاره خپل خوبونه او موخې وځنډوي؟

اوس چې کډوال یو، نو ولې باید د داسې بدو ورځو شاهدان واوسو؟

که له دې ځایه ولاړ شو، چېرته پناه واخلو؟

ما له شاوخوا یو کال راهیسې ټکی متن هم نه‌دی لیکلی، ځکه د لیکلو حال مې نه‌درلود، خو اوس د جلاوطنۍ، کډوالۍ، د بې‌سرنوشتۍ او لسګونه نورو دردونو ډکه شوې یم.

موږ هر ِهغه ځای ته چې ځو، همدا یوه خبره ده چې افغانان د پاکستان له خاورې شړل کېږي.

موټر چلوونکی، دکاندار، نانوای، ګاونډی ...

پرون سهار د کرايي کورونو خاوندان راغلي و او د کرایه ورکوونکو په لټه کې ول.

دوه، لس کسیزې کورنۍ چې اسناد یې نه‌درلودل دوی ته‌یې وخت ورکړ چې خپل اسناد بشپړ کړي، که نه نو دوی باید کور پرېږدي.

د دغو کورنیو غړو په افغانستان کې مختلفې دندې درلودې، په دوی کې څوک خبریالان و او څوک پوځيان، لوڼې یې زده‌کوونکې وې چې د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې یې پر مخ تړل شوې دي، اوس موږ اندېښمن یو چې د دوی برخلیک به څنګه کېږي؟

ماښام و او غوښتل مې چې روغتون ته ولاړه شم، احساس مې وکړ چې هېڅ هم د پخوا په څېر نه‌دي، له هغو کسانو سره چې مخامخ شوم، وېره او اندېښنه د دوی په مخونو کې څرګنده وه.

پاکستاني پوځیانو په لار کې موټر او لارویان کنټرولول او افغانان‌یې یوازې د هویت د جرم له امله ځورول او ترې پوښتنې یې کولې.

زه ډاکټر ته په تمه وم، له فرصته مې استفاده وکړه چې کتاب ولولم تر څو خپل ذهن د ورځني شور څخه خلاص کړم، خو دلته یوه ښځه له خپل کوچني ماشوم سره زما ترڅنګ ناسته وه، ژوره ساه‌یې اخیسته او ساه‌یې د خبرو کولو موقع نه‌ورکوله.

پاڅېدم او اوبه مې ورته راوړې، له مننې وروسته‌یې وپوښتل چې ولې ډاکټر ته راغلې یم، بیا یې زما د اسنادو پوښتنه وکړه او تر هغه وروسته‌یې د ځان په اړه راته وویل.

دغه مېرمن چې د خپل مېړه له ظلمونو ستړې شوې وه، پاکستان ته راغلې ده او د ملګرو ملتونو په دفتر کې یې ځان ثبت کړی هم دی.

په افغانستان کې د مېړه او طالب او له پاکستانه د ایستلو وېرې ژوند ورته تریخ کړی دی.

دې ته ورته په زرګونو کورنیو خپله ارامي له لاسه ورکړې او د حل په لټه کې دي.

اوس زه یوازې په دې فکر کوم چې برخلیک به څه وي او دا به موږ چېرته بوځي.

ثمینه حفیظي

XS
SM
MD
LG