د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۵

تورخم او سپین بولدک کې له ګڼه ګوڼې شکایت؛ ستنیدونکي کډوال: د وسایلو را اړولو ته څو ورځې انتظار باسو


له پاکستان څخه تازه یو شمېر ایستل شوي افغان کډوال
له پاکستان څخه تازه یو شمېر ایستل شوي افغان کډوال

د پاکستان د موقت حکومت له لوري ناقانونه کډوالو ته د وتلو په برخه کې د ورکړل شوي مهلت په نږدې کېدو سره، يو شمېر هغه افغان کډوال چې تازه له پاکستان څخه افغانستان ته راغلي وايي، د تورخم او سپين بولدک پر دروازو د را اوښتو لپاره کډوال په ورځو ورځو انتظار باسي.

دوی وايي، په دغو دروازو د خلکو ګڼه ګوڼه ډېره ده چې له امله يې دوی له بېلابېلو ستونزو سره مخ شوي.

د جليل په نوم يو افغان کډوال چې د کندز ولايت اوسېدونکی دی او تازه د تورخم له لارې افغانستان ته را اوښتی وايي، د کور توکي يې تر اوسه له دروازې ها غاړه دي او دی انتظار باسي چې د کور ټول سامانونه ترلاسه او خپل ولايت ته ولاړ شي.

هغه ازادي راډيو ته وويل:

"دلته پرون د ورځې راغلي يو، سامان مو اخوا پاتې دی، موږ دې خواته ښځو او ماشومانو سره په انتظار ناست يوو، چې توکي او سامان ترلاسه کړو، خپل ولايت کندز ته به پخير ولاړ شو."

موسی جان چې د سپين بولدک له لارې افغانستان ته را اوښتی هم ورته شکایت لري، خو نوموړی زیاتوي، خوښ دی چې له ډېرې ستړيا تېرولو وروسته را واوښت.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل:

" تقريباً ۴۲ يا ۴۳ کلونه به کېږي چې موږ اوښتي وو پاکستان ته، موږ له پشين څخه راغلو، هلته مو اوس‌مهال کار جوړ و، موږ خپل هېواد ته بېرته راغلو، پرون چې را اوښتلو ډېره ستړيا مو تېره کړه، اوس خوشاله يم چې را واوښتم."

تورخم کې د تازه ستنو شویو افغان کډوالو د موټرو کاروان
تورخم کې د تازه ستنو شویو افغان کډوالو د موټرو کاروان

دا چې د طالبانو حکومت افغانستان ته نويو راستنېدونکو افغان کډوالو ته کوم چمتووالی نيولی دی، په‌دې اړه مو هڅه وکړه چې د طالبانو حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د مسؤلينو نظر ولرو، خو ونه توانېدو.

تېره چهارشنبه د طالبانو حکومت تر کنترول لاندې باختر اژانس د يوه راپور په خپرولو سره ويلي دي، په تېره څه باندې يوه میاشت کې ۱۲زره افغانې کورنۍ د تورخم دروازې له لارې افغانستان ته راستنې شوې دي.

باختر اژانس پر خپله اېکس‌پاڼه د ننګرهار د کډوالو چارو رئيس عبدالرحمن يو ويډيويي کليپ هم خپور کړی دی.

نوموړی افغان کډوالو سره د مرستو په اړه وايي:

" کوم کډوالو چې تازه راستنيږي هلته ورته روغتيايي کلينک لرو، هرې کورنۍ ته څه کم ۱۱زره افغانۍ يو ځل ورکول کېږي او دغه شان هر ولايت ته چې دوی ځي د لارې کرايه هم ورکول کېږي."

پاکستان د افغان کډوالو د نیولو، ایستلو او بنديانولو له امله سختو نیوکو سره مخ دی
پاکستان د افغان کډوالو د نیولو، ایستلو او بنديانولو له امله سختو نیوکو سره مخ دی

افغانستان ته تازه راستانه شوي کډوال داسې مهال د را اوښتو پر مهال له انتظار او کړاو تېرولو شکايت کوي چې پاکستان ناقانونه کډوالو ته د دغه هېواد د لومړي وزير له‌‌خوا د ورکول شوي مهلت موده سبا پای ته رسيږي.

تازه د پاکستان د موقت حکومت د کورنيو چارو سرپرست وزير سرفراز بګټي جيو نيوز سره مرکه کې ويلي، د مهلت له پوره کېدو وروسته به سم‌لاسي د ناقانونه افغان کډوالو د نيونې عمليات پيل کړي چې پکې به د هغوی پر استوګن‌ځايونو چاپي وهل هم شامل وي.

نوموړي په خپله مرکه کې په پاکستان کې د مېشتو افغان ناقانونه کډوالو شمېر له ۳ میلیونو پورته ښودلی.

د ملګرو ملتونو په ګډون ګڼو نړيوالو سازمانونو د پاکستان له موقت حکومت غوښتي چې دغلته د افغان کډوالو په اړه په خپله پرېکړه له سره بيا کتنه وکړي، خو د پاکستان حکومت په وار وار د خپلې پرېکړې په عملي کولو ټینګار کړی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG