د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۳

له پاکستان څخه د افغان کډوالو اېستل؛ د فابریکو او کاروبارونو برخلیک به یې څنګه شي؟


له پاکستان څخه د ویستل شویو افغان کډوالو یو کاروان
له پاکستان څخه د ویستل شویو افغان کډوالو یو کاروان

له پاکستان څخه هره ورځ د افغان کډوالو په زوره ايستلو د دوام ترڅنګ، د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې يو مسوول خان جان الکوزی وايي، له افغان کډولو سره به هغه افغان سوداګر هم و ايستل شي چې پاکستان کې فابريکې او کاروبار لري.

نوموړي ازادي راډيو ته وويل، پاکستان کې افغان سوداګر په بېلابېلو سوداګريزو برخو کې فعاله او اغېزناکه ونډه لري.

الکوزی وایي:

" افغان سوداګرو د پاکستان په څلورو صوبو کې شاوخوا ۴۰۰ لویې او وړې فابريکې جوړې کړې دي. موږ د دوی لېست لرو، په‌دې کې لاهور کې لوی فابريکې هم شته چې په‌کې د غوړيو او نورو خوراکي موادو فابريکي شته چې پخوا هم دوی ته ستونزې وې."

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې يو مسوول، خان جان الکوزی
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې يو مسوول، خان جان الکوزی

نوموړي دا هم وويل، دوی د طالبانو له حکومت سره همغږي کړې او هڅه کوي چې د افغان سوداګرو شتمني افغانستان ته راولېږدوي، خو په خبره يې په لږ وخت کې دا کار ممکن نه‌دی.

ښاغلی الکوزی غوښتنه کوي چې د پاکستان حکومت دې افغان سوداګرو ته وخت ورکړي، ترڅو دا ستونزه حل کړي.

دا په‌ داسې حال کې ده چې بي‌بي‌سي د پاکستان د کورنيو چارو د وزير له قوله په خپل يو راپور کې ويلي، افغان کډوال يوازې تر ۵۰ زره پاکستانۍ کلدارې او دغه شان ۵۰زره افغانۍ له ځان سره افغانستان ته لېږدولی شي او د ډېرو پيسو د لېږد په اړه د پاکستان حکومت پر يو سيستم کار کوي.

په ورته وخت کې هغه افغان سوداګر چې پاکستان سره راکړه ورکړه لري، د افغانستان سوداګرو د شتمنيو او کاروبار پر خونديتوب اندېښمن دي.

افغان سوداګر حاجي يمين چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري کوي، ازادي راډيو ته یې وويل، پاکستان کې مېشت افغان سوداګر به له ناچارۍ خپل کاروبارونه خراب او فابريکې به په نيمه بيه وپلوري.

حاجي یمین وایي:

"دا لويه ستونزه ده، ۴۰ کاله کېږي د يو چا هلته کاروبار دی، ډېر خلک شته چې هلته يې لکونه ډالر پانګونه کړې ده، ډېرو خلکو ته زيان رسيږي، هغه افغانان چې هلته يې کاروبارونه دي پر هغوی به ډېر اغېز وکړي."

دغه راز بل افغان سوداګر نواب حميدي وايي، ډېری سوداګر د ډيورنډ فرضي کرښې دواړو خواو ته ګډه سوداګري لري، چې هغوی به ډېر زيانمن شي.

نوموړي ازادي راډيو ته وويل:

"رښتيا هم د سوداګرو پانګه‌‌والو لپاره دا ډېره ستونزمنه ده چې په يوه مياشت کې خپل کارونه چې ۳۰ يا ۴۰ کلونه يې هلته سوداګري کړې ده، دا راټول کړي او افغانستان ته يې راولېږدوي."

له پاکستان څخه یو شمېر ویستل شوي افغان کډوال
له پاکستان څخه یو شمېر ویستل شوي افغان کډوال

دا چې افغان سوداګرو د راستنېدو او په خوندي ډول د هغوی د شتمنيو د رالېږدېدو په اړه د طالبانو حکومت څه پلان لري، په‌دې اړه مو د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت له وياند عبدالسلام جواد وپوښتل، خو له ژمنې سره – سره يې د دې راپور تر خپرېدو د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

خو تېره ورځ د طالبانو حکومت تر واک لاندې ارګ پر خپله ايکس‌پاڼه يوه اعلاميه خپره کړې، چې په‌کې يې له بهرنيو هېوادونو په اجباري توګه د بېرته را ايستونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدو د عالي کمېسيون له لوري د غونډې د جوړېدو خبره کړې.

ویل شوي، چې دا غونډه د طالبانو حکومت د رئيس الوزرا د اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ شوې.
په اعلاميه کې ويل شوي ، په‌ غونډه کې د بېرته راستنېدونکو لپاره د طالبانو د حکومت له‌خوا د امکاناتو او مرستو پر چمتو کېدو خبرې وشوې.

افغان سواګر داسې مهال له پاکستان څخه په زور د ايستنې پر مهال د خپلو شتمنيو د لېږد په اړه اندېښنه ښېي چې د پاکستان حکومت له‌خوا ناقانونه افغان کډوال ته د ورکړل شوي مهلت يوازې دوه ورځې پاتې دي.

د پاکستان موقت حکومت ویلي که له یو عشاریه ۷ میلیونه څخه ډېر دا افغان کډوال په خپله خوښه له دې هیواده ونه وځي نو د نومبر له لومړۍ نېټې وروسته به یې دوی په وړاندې عملیات پیل کړي.

له هغه وخت چې د پاکستان حکومت په زوره د افغان کډوالو د ايستلو لړۍ پيل کړې ده، هره ورځ سلګونه افغان کډوال افغانستان ته راستنيږي.

د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو حکومت مطبوعاتي دفتر نن په يوه اعلاميه کې ويلي چې پرون د تورخم دروازې له لارې ۱۳۸۵ کډوالې کورنۍ راستنې شوي دي.

په ورته وخت کې د طالبانو حکومت تر کنترول لاندې باختر اژانس، پرون د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت په حواله راپور ورکړی، چې په تېره یوه اوونۍ کې شاوخوا اته زره افغان کډوال د سپین بولدک له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.

اسوشیتیدپریس خبري اژانس بیا، د کډوالۍ د نړیوال سازمان IOM او د کډوالو لپاره د ملګروملتونو د عالي کمېشنرۍ UNHCR په حواله ویلي دي، چې د روانې اکتوبر میاشتې له ۳ تر ۱۵ نېټې لسګونه زره افغان کډوال له پاکستانه وتلي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG