د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۲

چمن کې د پرلت دوام؛ ګډونوال: د افغانستان او پاکستان ترمنځ تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې شرط نه منو


د روانې اکټوبر میاشتې په ۲۱مه د پیل شوي دې پرلت ګډون کوونکو د چمن لویه لار تړلې او وايي، تر هغو به خپل احتجاج ته دوام ورکړي چې غوښتنې یې نه وي منل شوي.
د روانې اکټوبر میاشتې په ۲۱مه د پیل شوي دې پرلت ګډون کوونکو د چمن لویه لار تړلې او وايي، تر هغو به خپل احتجاج ته دوام ورکړي چې غوښتنې یې نه وي منل شوي.

د چمن-سپین بولدک ترمنځ د تګ راتګ لپاره د پاکستان له لوري د ویزې د شرط پر ضد په چمن ښارګوټي کې د زرګونو سیمه‌ییزو اوسېدونکو اعتراضي پرلت نن په اومه ورځ هم روان دی.

د چمن-سپین بولدک ترمنځ د تګ راتګ لپاره د پاکستان د حکومت له لوري د ویزې او پاسپورټ د لرلو د پرېکړې پر وړاندې غبرګونونه او اعتراضونه دوام لري.

په چمن ښارګوټي کې د زرګونه سیمه‌ییزو اوسېدونکو له لوري پیل شوی اعتراضي پرلت لا هم روان دی.

د روانې اکټوبر میاشتې په ۲۱مه د پیل شوي دې پرلت ګډون کوونکو د چمن لویه لار تړلې او وايي، تر هغو به خپل احتجاج ته دوام ورکړي چې غوښتنې یې نه وي منل شوي.

دوی غوښتنه کوي چې د چمن او سپين بولدک ترمنځ پر پوله دې د تېر په څېر په پاکستاني شناختي کارډ 'پېژندپاڼې' او افغان تذکرې یا 'پېژندپاڼې' د تګ راتګ اجازه ورکړل شي.

د پرلت یو سمبالونکې او د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي نورباچا نن اعتراض کوونکو ته په وینا کې وویل، له خپلو غوښتنو نه په شا کېږي.

هغه زیاته کړه: "وروره دا پاسپورټ نه درسره منو، دا زموږ وطن دی، اخوا ته هم زموږ ورونه دي، بل ورور یې دلته دی، کلی دلته دی، هدیره هلته ده، جومات دلته دی، محراب یې هلته دی، موږ رشتې او دوستي سره لرو، موږ شریکې جنازې او فاتحې سره لرو، نو ته به څوک یې چې له هغه ځایه به راځې او دلته به دوه افغانان سره بیلوې."

په چمن ښارګوټي کې د زرګونه کسانو د اعترضي پرلت یوه څنډه
په چمن ښارګوټي کې د زرګونه کسانو د اعترضي پرلت یوه څنډه

دې وویل، که پر پوله د تګ راتګ لپاره ویزه او پاسپورټ لازمي شي نو په دې کار سره به په سیمه کې بې روزګاري زیاته شي.

یو بل پرلت کوونکي مسعود اڅکزي ازادي راډيو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې د پاکستان حکومت دوی سره ظلم کوي.

هغه وايي: "نو د پاکستان حکومت ورځ تر بلې پر موږ کړۍ راتنګوي او له موږ سره جبرې او ظلم کوي، زموږ مېرمنې په ساعتونو ساعتونو په بېلابېلو بهانو دروي، نو موږ دا خبره هیڅکله نه منو د ډیورنډ کرښه غیر رسمي کرښه ده، دا وخت هیڅکله نه شي راتلی چې زموږ تګ راتګ دې په ویزه او پاسپورټ شي."

د روانې اوونۍ د سې شنبې په ورځ د بلوچستان د اطلاعاتو سرپرست وزیر جان اڅکزي د ازادي راډيو مشال څانګې ته ویلي وو چې د چمن-سپین بولدک پر پوله د امنيت د ټينګښت او د قاچاق د مخنيوي لپاره يې د پاسپورټ او ويزو شرط ایښی دی.

خو هغه ویلي وو چې اعتراض کوونکو سره یې خبرې رواني دي او هیله لري چې یوې پایلې ته ورسېږي.

نوموړي د تېرې چهارشنبې په ورځ له پرلت کوونکو سره لیدلي وو او د پرلت د پای ته رسېدو غوښتنه یې کړې وه.

په همدې حال کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین د پاکستان دا پرېکړه غندلې او پر خپل اېکس شبکه یې ادعا کړې چې پاکستان د چمن-سپین بولدک پر پوله د ویزې او پاسپورټ د حتمي کولو په پرېکړه غواړي له سیمه ییزو پښتنو او بلوڅو کار روزګار واخلي.

د نېشنل ډيموکراټیک ګوند مرکزي مشر محسن داوړ له اعتراض کوونکي سره یوالی اعلان کړی او په خپل ایکس شبکه یې لیکلي چې پښتانه به د هغو پرېکړو پر وړاندې مقاومت وکړي چې د دوی ژوند او معیشت اغېزمنوي.

په پاکستان کې سیاستوال او څېړونکي افراسیاب خټک په دې اړه پر خپل ایکس شبکه لیکلي: "د چمن اوسېدونکو یوازې د خپل ځان لپاره غږ نه دی پورته کړی بلکې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د لکونو هغه پښتنو د حقونو لپاره خبره کوي چې کور، کلی، ځمکه، جایداد، جوماتونه او هدیرې یې سره شریکي دي. دوی په خپلو سیمو کې د تګ راتګ حق لري او دوی ته دا حق د ډیورنډ معاهدې ورکړی خو اوس ترې حکومت دا حق اخلي."

د ازادي راډیو خبریال د پاکستان حکومت د دې اقدام په اړه د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هم وپوښت، خو نوموړي پوښتنه ځواب نه کړه.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان غاړې مسافروته لا دمخه دا ستونزه موجوده وه او کوم افغانان چېله پاسپورټ او ویزې پرته پاکستان ته تللي وه ډېرې یې په کراچۍ ښار کې د پاکستاني پولیسو له‌خوا ونیول شول او زندانونو ته واچول شول چې یو شمېر یې خوشې او بیرته افغانستان ته ستانه کړل شول او په سلګونه نور یې لا هم بندیان دي.

پولیسو په کراچۍ کې افغان کډوال نیولي. 13.09.2023
پولیسو په کراچۍ کې افغان کډوال نیولي. 13.09.2023

د پاکستان حکومت د روانې اکټوبر د میاشتې تر پایه په دې هېواد کې مېشتو ټول افغان کډوالو ته وخت ورکړی چې په خپله خوښه له دې هېواده ووځي که‌نه دوی به یې پر ضد عملیات پیل کړي.

که څه هم د پاکستان دا پرېکړه په افغانستان کې د طالبانو د حکومت په ګډون، متحده ایالتونو، د بشري حقونو ګڼو سازمانونو او ملګرو ملتونو غندلې او غوښتنه یې کړې چې پاکستان دې په جبري ډول د کډوالو د ستنولو پلان ودروي، خو تر دې دمه پاکستان په دې برخه کې د خپلې پرېکړې د بدلون په اړه څه نه دي ویلي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG