د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۱

له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو کړکېچ؛ طالبانو یې د ستونزو حل لپاره کمېسیون جوړ کړی


ارشیف: افغان کډوال چې اړ شوي څو پاکستان څخه ووځي.
ارشیف: افغان کډوال چې اړ شوي څو پاکستان څخه ووځي.

د طالبانو حکومت د کډوالو او راستنېدونکو ستونزو ته د رسېدو په هدف یو عالي کمېسیون جوړ کړی دی.

پاکستاني چارواکي وایي، راتلونکې چهارشنبه د نومبر لومړۍ نېټه ناقانونه افغان کډوالو ته د مهلت وروستۍ ورځ ده او تر هغه وروسته هېڅ ډول جوړجاړي ته چمتو نه دي.

دغه مهلت ته له نږدې کېدو سره همهاله د پاکستان په بېلابېلو ځایونو کې د کډوالو د نیولو لړۍ پيل شوې او په دوی کې هغه کسان هم شامل دي چې هلته د اوسېدو قانوني اسناد لري.

یوه افغان کډوالو چې نوم یې نه دی اخیستی پرون پنجشنبه ازادي راډیو ته وویل چې دوی او د کورنۍ غړي یې پولیسو تورخم ته نږدې یوه جومات ته بیولي او وطن ته د استولو شېبې شماري.

هغه وايي: "دلته بې حسابه کسان دي، اوس بجلي نه شته چې زه یې تاسو ته ویډیو در ولېږم. مونږ یې چې کوم ځای کې کینولي یو، دا د تورخم او لواړګي ترمنځ یوه سیمه ده. دلته مبایل سم کار نه کوي او ممکن د مبایل چارجونه مو هم خلاص شي."

په همدې حال کې د طالبانو حکومت دغو اخراجېدونکو افغان کډوالو ته د رسېدو په موخه د خپل لوی مشر ملا هبت الله اخوندزاده په لارښونه د یوه عالي کمېسیون د جوړېدو خبر ورکړی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د پنجشنبې په ورځ په دې اړه یوه خبرپاڼه کې ویلي چې کمېسیون یې ۳۱ لوړپوړي غړي لري او مشري یې د رییس الوزرا مرستیال ملا عبدالسلام حنفي کوي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد

خبرپاڼه کې راغلي چې دغه کمېسیون ۱۲ کمیټې لري چې مسوولیت یې د کډوالو تشخیص، لېږد، هغوی ته لومړني او روغتیایي خدمتونه او د لنډمهاله پنډغالو جوړول دي.

د طالبانو حکومت ویلي چې دغه کمېسیون به خپلو امکاناتو ته په کتو پر پاکستان سربېره له نورو هېوادونو اخراجېدونکو کډوالو ته هم خدمتونه برابروي.

بل لورته پاکستاني چارواکو ویلي چې د څه باندې یو اعشاریه ۷ میلیونه افغان کډوالو اخراجېدو ته ځانګړي مرکزونه جوړوي چې دا کډوال به لومړی همدغو مرکزونو او بیا د اخراج لپاره د افغانستان دروازو ته لېږدول کېږي.

فرانس‌پرېس خبري اژانس د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر سرفراز بګتي په حواله ویلي چې دغو مرکزونو کې به خواړه او طبي تجهیزات ځای پر ځای کېږي او په خبره یې له ښځو، ماشومانو او پاخه عمر لرونکو کسانو سره به د ځانګړي درناوي چلند کېږي.

د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت یوه ویاند فېروز جمال فرانس‌پرېس ته ویلي، د راتلونکې چهارشنبې له ورځې به ناقانونه افغان کډوال نیول کېږي او د همدې ایالت د ساتنې د دریو مرکزونو له ډلې به یوه هغه ته چې د جوړېدو په حال کې دي، لېږدول کېږي.

دغه پاکستاني چارواکي ویلي چې کډوال به د ساتنې په مرکزونو کې ډېره موده نه ساتل کېږي او د سرحدي مسوولانو امکاناتو ته په کتو به اخراج کېږي.

ارشیف: پاکستان کې د پاکستاني پولیسو لوري نیول شوي افغان کډوال
ارشیف: پاکستان کې د پاکستاني پولیسو لوري نیول شوي افغان کډوال

یوه چارواکي فرانس‌پرېس ته ویلي چې د ساتنې د دغو مرکزونو شمېر دریو ته رسېږي او هر یو یې د شاوخوا پنځه زره کسانو د اوسېدو وړتیا لري.

د طالبانو حکومت له پاکستانه د افغان کډوالو ایستل د ټولو نورمونو خلاف کار بللی دی او د ملګرو ملتونو کارپوهانو او یوشمېر بشري سازمانونو هم دا پرېکړه غندلې ده.

د ملګرو ملتونو شمېرې ښيي چې پاکستان کې پر څه باندې یو اعشاریه ۷ میلیونه ناقانونه افغان کډوالو سربېره یو اعشاریه درې میلیونه نور راجستر شوي او نږدې نهه لکه نور د اوسېدو اسناد لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG