د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۴

د بښنې نړیوال سازمان پاکستان ته؛ د افغان کډوالو په زوره ویستل د بشري حقونو نقض دی


له پاکستان څخه ویستل کیدونکي افغان کډوال
له پاکستان څخه ویستل کیدونکي افغان کډوال

د بښنې نړیوال سازمان یا ایمنستي انټرنیشنل ویلي چې د افغان کډوالو د جبري ویستلو په برخه کې د پاکستان وروستۍ پرېکړه د بشري حقونو څخه سرغړونه ده او د کډوالو د خوندیتوب، هوساینې او بنسټیزو خدماتو ته د دوی د لاس رسي په اړه جدي اندېښنې راپورته کوي.

دغه سازمان تازه نن په خپل اېکس شبکه په یو بیان کې ویلي چې یو عشاریه ۴ میلیونه غیر قانوني افغان کډوال چې د پاکستان د وروستۍ پرېکړې له مخې د ویستو له خطر سره مخ دي، په خپل هېواد کې یې نه یوازې ژوند د مرګ له ګواښ سره مخ دي؛ بلکې د ژوند له لومړنیو اسانتیاوو هم بې برخې کیږي.

د بښنې نړیوال سازمان له خلکو غوښتي چې له دوی سره د پاکستان د دغه پرېکړې په وړاندې د غبرګون په کمپاین کې برخه واخلي تر څو پاکستان له خپلې پرېکړې په شا او د بشري حقونو نړیوالو اصولو ته غاړه کېږدي.

په ورته وخت کې، د سولې د نوبل جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ هم پر خپل اېکس شبکه د کډوالو د جبري ایستلو په اړه پر پرېکړه نیوکه کړې او ویلي یې دي:

"هغه ماشومان، ښځې، نارینه او سپین ږیري چې د طالبانو له ظلم تښتي او پاکستان ته کډوال شوي دوی د عزت او ملاتړ حق لري نه د ځورولو. "

ملاله یوسفزۍ: "هغه ماشومان، ښځې، نارینه او سپین ږیري چې د طالبانو له ظلم تښتي او پاکستان ته کډوال شوي دوی د عزت او ملاتړ حق لري نه د ځورولو. "
ملاله یوسفزۍ: "هغه ماشومان، ښځې، نارینه او سپین ږیري چې د طالبانو له ظلم تښتي او پاکستان ته کډوال شوي دوی د عزت او ملاتړ حق لري نه د ځورولو. "

ملالې یوسفزۍ له پاکستانه د افغان کډوالو د ملاتړ او درناوي غوښتنه وکړه.

هغې لیکلي، د ملګرو ملتونو له غږ سره خپل غږ ملګری کوي او د پاکستان له حکومته غواړي، چې د کډوالو د ډله ییز اخراج په باب پر خپله تګلاره بیاکتنه وکړي.

د ملګرو ملتونو ځانګړو استازو او راپور ورکوونکو په یوه بیان کې چې د اکتوبر په ۱۷ خپور شو له پاکستانه غوښتي وو چې د افغانانو د ډله ییزې ایستنې پرېکړه بېرته واخلي.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان میشت یو شمېر افغان کډوال دغلته د خپل بد وضعیت کیسه کوي او له کډوالو منونکو هیوادونو غواړي، چې د دوی د انتقال پروسه چټکه او له دغه هیواد یې وباسي.

په اسلام اباد کې یوه مېشته افغان کډواله پروانه چې له تېر یو نیم کال راهیسي امریکا ته د تګ په هیله دغلته ژوند تېروي ازادي راډيو ته وویل:

"اوسنی حالت زموږ د افغانانو لپاره په پاکستان کې ډېر خراب دی، پولیس کور په کور ګرځي او ویزه نه لرونکي افغانان هغه که ماشومان وي که ښځي نیسي یې او بندیانوي یې، نو د دې لپاره موږ ډېر اندېښمن یو."

یو بل افغان کډوال چې دا هم په اسلام اباد کې مېشت دی، خو نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم یې په راپور کې خپور شي ازادي راډيو ته وویل:

"زموږ غوښتنه له نړیوالو هیوادونو په ځانګړي ډول له امریکا داده پرېنږدي هغه افغانان چې په افغانستان کې یې ژوند د مرګ له ګواښ سره مخ دی پاکستان یې خپل هیواد ته واستوي، نو هیله ده چې نور دا اقدام ژر ترژره وکړي او دا افغان پناه غوښتونکي امن سیمو ته انتقال کړي."

په پاکستان کې مېشت افغان کډوال دا غوښتنه داسې مهال کوي چې تازه انګلستان د تېرې اونۍ د پنجشنبې په ورځ له اسلام اباده د افغان پناه غوښتونکو د ویستلو لړۍ پیل کړه.

د جرمني د خبري اژانس د راپور له مخې، په لومړۍ چارتر الوتکه کې له اسلام اباده ۲ سوه هغه افغان کډوال برېتانیا ته انتقال شول چې د هغه هیواد له لوري ورسره د ویزې د ورکولو ژمنه شوې وه.

د برېتانیا حکومت په پام کې لري چې په څو الوتنو کې په شرایطو برابر شاوخوا ۳۲۵۰ افغانان چې اوس مهال د پاکستان د پلازمېنې اسلام اباد په هوټلونو او مېلمستونونو کې اوسي د ډسمبر تر پایه برېتانیا ته ولېږدوي.

پاکستان نه ویستل کیدونکي افغان کډوال
پاکستان نه ویستل کیدونکي افغان کډوال

دا اقدام په داسې مهال دی چې د پاکستان د حکومت له خوا د افغان غیر قانوني کډوالو د وتلو لپاره د ورکړل شوي مهلت یوازې درې ورځې پاتې دي.

پاکستان ویلي که له یو عشاریه ۷ میلیونه څخه ډېر دا افغان کډوال په خپله خوښه له دې هیواده ونه وځي نو له د نومبر له لومړۍ نېټې وروسته به یې دوی په وړاندې عملیات پیل کړي.

له پاکستانه په زور او جبر د کډوالو د ویستلو پرېکړه د بېلابېلو نړیوالو سازمانونو او یو شمېر هېوادونو له نیوکو سره مخ شوې ده، خو پاکستان د دغې پریکړې پر عملي کیدو ټینګار کړی او ویلي، نرمښت پکې نه شي راوستلی.

ټاکل شوې چې د راتلونکې دوشنبې په ورځ د اکتوبر په ۳۰ مه د ملګرو ملتونو د کډوالوعالۍ کمشنر فیلیپو ګرانډي د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د نړۍ په کچه د بې ځایه شوي او دغه شان د کډوالو د وضعیت په اړه معلومات ورکړي.

یو این ایچ سي ار ویلي چې په تېره یوه لسیزه کې د بې ځایه شویو او کډوالو شمېر په پرلپسې ډول لوړ شوی دی.

د دغې ادارې د راپور پر بنسټ چې د ۲۰۲۲ کال په وروستیو کې خپور شوی راغلي چې په ۲۰۲۲ میلادي کال کې له افغانستانه ۵ عشاریه ۷ میلیونه خلک کډوال شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG