د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۷

نشنل ورځپاڼه: له پاکستان څخه په پراخه کچه د افغانانو ویستل، یو تاریخي ناورین دی


په پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال
په پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال

د برېتانیا ګڼو ورځپاڼو له پاکستان څخه برېتانیا ته د افغان کډوالو د لېږدولو د نوې پروسې او له اسلام اباد څخه لندن ته په الوتکه کې د کډوالو د لومړۍ جوپې د رسیدو په اړه لیکنه خپره کړې ده.

د ایفنینیګ ستنډرډ ورځپاڼې پر اساس، برېتانیا وروسته له هغه له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه وکړه چې پاکستان اعلان وکړ چې باید ټول بې اسناده افغانان د روان اکتوبر تر پایه د دغه هیواد له خاورې ووځي کنې وبه نیول شي او په زوره به وایستل شي.

خو ډیر افغانان وايي چې پاکستاني پولیسو تر ټاکل شوې مودې مخکې د بې اسناده او حتي اسناد لرونکو افغانانو نیونې پیل کړي دي.

پرون د پاکستان ډان ورځپاڼې خبر ورکړ چې د دغه هیواد مرکزي حکومت د پنجشنبې په ورځ د تورخم له لارې ۷۷ اسنادلرونکي افغان کډوال افغانستان ته استولي دي.

ورځپاڼې ته په تورخم کې سرچینو ویلي چې دغو کسانو، چې د پنجاب پولیسو نیولي وو، په پاکستان کې د اوسیدو قانوني اسناد لرل.

د برېتانیا حکومت هغو افغانانو ته، چې په تېرو کلونو کې یې په افغانستان کې د برېتانیا یي پوځیانو د حضور په مهال له دوی سره همکاري کړې وه، برېتانیا ته د لېږدولو ژمنه ورکړې وه.

سره له دې چې برېتانیا زرګونه دا ډول افغانان په تېرو دوو کلونو کې خپل هیواد ته بیولي، خو لا هم سلګونه نور په پاکستان او نورو ځایونو کې د برېتانیا وېزو ته منتظر دي.

د ایفنینګ سټنډرډ ورځپاڼې پر اساس، د برېتانیا د حکومت یوه ویندوی ویلي، دوی تراوسه پورې ۲۴ زره ۶۰۰ له خطر سره مخامخ افغانان برېتانیا ته انتقال کړي دي.

د جمعې په سهار وختي په یوه الوتکه کې ۱۳۲ تنه افغانان برېتانیا ته ورسیدل.

د متحده عربي اماراتو (نشنل) ورځپاڼې هم له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو پر موضوع لیکنه خپره کړې ده.

په دې لیکنه کې چې سرلیک یې دی:«د پاکستان له لوري د ډېر شمېر افغانانو ایستل تاریخي ناورین دی»، لولو: د پاکستان د لنډمهال حکومت د کورنیو چارو وزیر سرفراز بوګټي د اکتوبر په پیل کې اعلان وکړ چې د دې میاشتې تر پایه به یو میلیون او ۷۰۰ زره بې اسناده افغان کډوال له خپلې خاورې وباسي خو عملاً یې دا کار تر ټاکل شوې مودې وړاندې پیل کړی دی او دا اعلان یې هم کړی چې د کډوالو د راټولولو لپاره به په ټولو ایالتونو کې مرکزونه جوړ کړي.

ورځپاڼې په یو وار د لکونو افغانانو د ایستلو په اړه د پاکستان د حکومت د پرېکړې د عواملو له یادونې وروسته کښلي چې په لنډ وخت کې د یو نیم میلیون افغانانو استول به په بېلابېلو برخو، لکه: د خوراکي موادو، کور او نورو ضروري شیانو د بیو د لوړېدو په خاطر پر افغانستان فشار د ناورین تر حده زیات کړي.

XS
SM
MD
LG