د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۳

پاکستانۍ ورځپاڼه: د افغانستان له خوا تر ځپل کیدو وروسته پاکستان د پټیدو ځای نه لري


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې یو شمېر غړي د لوبې ګټلو د خوشالۍ پر مهال
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې یو شمېر غړي د لوبې ګټلو د خوشالۍ پر مهال

ګڼو نړیوالو، پاکستاني او هندي ورځپاڼو د کرکټ په نړیوال جام کې د پاکستان په وړاندې د دوشنبې په ورځ د افغانستان د بریا په اړه لیکنې او تبصرې خپرې کړي دي او دا یې په نړیوال جام کې یوه تاریخي بریا بللې ده.

پاکستانۍ ډان ورځپاڼې په دې اړه یوه لیکنه خپره کړې چې سرلیک یې دی: "د افغانستان له خوا تر ځپل کیدو وروسته پاکستان د پټیدو ځای نه لري. "

لیکنه د پاکستان د کرکټ د لوبډلې د کیپتان بابر اعظم په اړه وايي چې ډیر کله له لوبې وروسته له خبري غونډې ځان تیروي؛ په ځانګړې توګه کله یې چې لوبه بایللې وي.

خو د لیکوال په وینا، د دوشنبې په ورځ د افغانستان په وړاندې په یو ورځنۍ نړیواله لوبه کې تر ماتې وروسته چې ورځپاڼې په دا ډول لوبه کې د افغانستان په وړاندې د پاکستان لومړنۍ ماتې بللې، بابر اعظم داسې نه شو کولی.

د ډان په وینا، د بابر له بدقسمتۍ دا په نړیوال جام کې پېښ شول او د پاکستان لپاره په همدې جام کې درېیمه پرلپسې ماتې شوه چې له هرې ماتې سره د پاکستان لپاره په لومړنیو څلورو ټیمونو کې د راتلو چانس کمیږي. نو له همدې کبله د لیکنې په وینا، د پاکستان د لوبډلمشر لپاره هیڅ داسې پوښتنه نه وه چې ځواب نه غواړي او یا ترې ځان تیر کړي.

دا پاکستانۍ ورځپاڼه زیاتوي، په داسې حال کې چې د بابر غږ لړزیده او هغه ظاهري موسکا یې چې ظاهرا وښيي "هر څه سم دي " هم په مخ نه وه ویې ویل:" د لوبډلې په توګه دا ماتې ډیره سخته وه ".

هندي رسنیو چې هېواد یې سږ کال د کرکټ د نړیوال جام کوربه دی، هم په دې اړه ډیرې لیکنې خپرې کړې دي.

ټایمز اف اینډیا ورځپاڼې په ټولنیزو رسنیو کې د پاکستان د پخواني نوموتي لوبغاړي وقار یونس یوې خپرې شوې ویډیو ته اشاره کړې او ویلي د افغانستان تاریخي بریا د پاکستان د کرکټ پخوانی نوموتی لوبغاړی وقار یونس شوک کړ.

هندوستان ټایمز ورځپاڼې بیا په دې اړه د یو راپور په سرلیک کې ویلي: افغانستان تاریخ جوړ کړ او خپل سرسخت سیال پاکستان یې په اتو ویکټو مات کړ.

په نړیوالو ورځپاڼو کې هم د پاکستان په وړاندې د افغانستان د کرکټ په تاریخي بریا لیکنې او راپورونه خپاره شوي دي.

د ګارډین ورځپاڼې په دې اړه په یو راپور کې ویلي، افغانستان پاکستان له پښو وغورځاوه او انګلستان یې د کرکټ د نړیوال جام د جدول اخر ته واستوه.

ورځپاڼې د راپور په پای کې د پاکستان د لوبډلمشر څرګندونو ته اشاره کړې او ویلي، په پنځو لوبو کې له درېیمې ماتې وروسته چې سیمي فاینل ته یې د پاکستان هېلې ټکنۍ کړي، خواشیني ښکاریدونکي اعظم وویل: " دا ريښتیا هم دردناکه ده. "

ورځپاڼې د بابر اعظم له خولې زیاته کړې:" موږ په مجموعي توګه ښه وو، خو توپ اچونه مو هسې چې پکار وه نه وه.
سکای سپورټ اینټرنیټي خپرونې هم د پاکستان په وړاندې په اتو ویکټو د افغانستان بریا تاریخي بللې ده او د افغانستان د ځوان لوبغاړی نور احمد توپ اچوونه یې ستایلې، هغه څه چې د سکای سپورټ په وینا د پاکستان لوبډلې کې یې کمی و.

له اسټرالیا خپریدونکې ( اېج ) ورځپاڼې هم د کرکټ د نړیوال جام د دوشنبې په لوبه څو راپورونه او لیکنې خپرې کړي او په یو راپور کې یې ویلي، افغانستان په نړیوال جام کې په اتو ویکټو د پاکستان په ماتولو یوه بله د تمې خلاف بریا ثبت کړه.

XS
SM
MD
LG