د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۴

نشنل ورځپاڼه: خلک د ظاهرشاه د وخت، د مخته تلونکي افغانستان ارمان کوي


د افغانستان د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه مېرمنه ملکه حمیرا او یو شمېر ښځینه - ارشیف
د افغانستان د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه مېرمنه ملکه حمیرا او یو شمېر ښځینه - ارشیف

د نشنل په نوم سکاټلنډۍ ورځپاڼه لیکي، افغانان د اګست په نولسمه له انګریزانو د خپلواکۍ ورځ لمانځي او دا نیټه یولس ورځې وروسته تر دې راځي، چې په نولس سوه نولسم کال کې د افغانانو او انګریزانو ترمنځ تړون لاسلیک شو.

ورځپاڼې د دې تړون یو بند را اخیستی چې پکې راغلي دي، افغانستان په رسمي ډول په کورنیو او بهرنیو چارو کې خپلواک دی.

نشنل ورځپاڼه لیکي: له دې تړون سره په سیمه کې د ۱۸۷۹ کال هغه سیالي پای ته ورسیده، چې په منځنۍ اسیا کې د برېتانیا او روسیې د نفوذ پر سر وه.

ورځپاڼې بیا په براون پوهنتون کې د تاریخ د استاد فیض احمد خبرې را اخیستي دي چې وایي:د افغانستان او برېتانیا تر منځ په ۱۹۲۱ کال کې بل تړون وشو، چې بیا لسیزې وروسته موږ د دې شاهدان وو چې افغانستان په لومړي سرلوړي خپلواک اسلامي هیواد بدل شو.

دا لیکنه د نشنل ورځپاڼې د بهرنیو موضوعاتو ایډیټر ډیویډ پراټ لیکلې ده.

هغه ته دنده ورسپارل شوې وه، چې له برېتانیا څخه د افغانستان د خپلواکۍ اخیستو پر څرنګوالي مقاله ولیکي.

دی لیکي، چې د افغانستان تاریخ ډیر پېچلی دی او په یوه لنډ مطلب کې نه شي ځاییدای.

ډیویډ پراټ تر دې مخکې د برېتانیا د پخوانیو پنځه شپیته مستعمرو په اړه مقالې خپرې کړې دي.

په مقاله کې ښاغلي پراټ بیا له ۱۹۳۳-۱۹۷۹ پورې د ظاهر شاه د پاچاهۍ د وخت کیسه کوي، چې په دې کلونو کې افغانستان په نړیواله دوهمه جګړه کې ښکېل نه شو.

لیکوال لیکي: افغانستان، د یوه پرمختللي هېواد کیدو پر لور ګامونه اخیستل، ګڼ بهرنیان یې لیدو ته ورتلل او نن سبا یې هم د هغه وخت خلک ارمانونه کوي.

ښاغلي پراټ بیا د افغانستان د راوروسته کلونو ناخوالو ته کتنه کړې ده، چې څرنګه جګړې وشوې او خلک له دې هیواده ووتل.

میل انلاین خپرونه د یوه افغان کډوال کیسه رااخیستې ده.

دا خپرونه لیکي، چې په بریتانیا کې د سخي داد احدي په نوم یو افغان وروسته تر دې زنداني شو ،چې یوې البانیایي کډوالې ته یې بدلمني ورواړوله.

ورځپاڼه لیکي چې سخي داد له دې نجلۍ سره، چې دولس کلنه ده د کډوالو لپاره په ځانګړي شوي هوټل کې ژوند کاوه.

د قاضي په وینا سخي داد پروسږکال د ډسمبر په دوه ویشتمه دا نجلۍ خپلې کوټې ته بیولې وه او بیا یې سږکال د جنوري په لومړۍ ورسره بیولې وه.

سخي داد محکمې ته ویلي دي چې نجلۍ رضایت درلود او ده فکر کاوه چې هغه نولس کلنه ده.

د سخي داد وکیلې لیزا ویلسن ویلي دي، چې سخي داد په افغانستان کې د غرونو سړی دی او هغه ته د دې نجلۍ عمر سم نه دی معلوم شوی.

XS
SM
MD
LG