د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۰

د پخواني پادشاه محمد ظاهر شاه د مړینې ۱۱تلین ولمانځل شو


د افغانستان د پخواني پادشاه محمد ظاهر له مړینې یوولس کاله تېرېږي خو افغانان یې اوس هم د یو زړه سواند، سوله غوښتونکي او د ملي یووالي او د پوهنې د پراختیا ملاتړی پادشاه ګڼي.

د ده د مړینې یوولسمه کالیزه د پنجشنبې په ورځ په کابل کې ولمانځل شوه.

په دې اړه په جوړې شوې غونډه کې د ملي شورا او د محمد ظاهر شاه د کورنیو ځینو غړیو او د دولتي ادارو یوشمېر مسؤلینو ګډون کړی و.

د مشرانو جرګې رئیس فضل الهادي مسلمیار وویل چې محمد ظاهر شاه د خپل سلطنت پر مهال تعصب، د خلکو ترمنځ نفاق او نورو هغو مسایلو ته چې د ملي ګټو پرخلاف و اجازه نه ده ورکړې.

ده وویل،که د هغه د مفکورې په کلکه سره پیروي وشي، په هېواد کې به روانې ناخوالې کمې شي:

فضل الهادي مسلمیار
فضل الهادي مسلمیار

"د جهاد او پر هېواد د شوروي اتحاد د یرغل په دوران کې بابا له هېواده بهر، د مسافرۍ شپې تېرولې، خو د افغانستان له حالاتو یې ځان لېرې نه ګاڼه، په ملي، سیمه ییزه او نړیواله کچه یې اړیکې لرلې او د افغانستان د خلاصون او بدلون لپاره یې مبارزه کړې."

محمد ظاهر شاه، د خپل پلار اعلیحضرت محمد نادر خان تر وژل کېدلو وروسته په ۱۹ کلنۍ کې د افغانستان پادشاه شو چې سلطنت یې۴۰ کاله دوام وکړ.

په ۱۳۵۲کې چې محمد ظاهر شاه په ایټالیا کې وو، په کابل کې یې د تره زوی محمد داوود پرې کودتا وکړه او په افغانستان کې یې د لومړي ځل لپاره د سلطنت پرځای جمهوري نظام اعلان کړ.

محمد ظاهر شاه په ۲۰۰۲مېلادي کال کې هېواد ته راستون او په هېواد کې د سولې او ثبات د ټینګښت په هدف، د حکومت له چارواکو، مخورو، او قومي مشرانو سره په جرګو مرکو بوخت پاتې شو چې ورسته بیا د ملت د بابا لقب هم ورکړل شو.

د محمدظاهر شاه د مړینې د یوولسم تلین په غونډه کې د ولسمشر محمد اشرف غني پیغام د ولسمشر د فرهنګي چارو سلاکار اسدالله غضنفر ولوست چې د محمد ظاهر شاه د سلطنت دوره په کې د سولې او ثبات د دورې په نوم یاده شوې ده.

د محمد ظاهر شاه لمسي او د مشرانو جرګې غړي مصطفی ظاهر وویل چې نیکه یې تل هڅه کوله چې هېواد پرمختګ وکړي:

"نیکه له تبعیض سره که دا تبعیض سیاسي، ټولنیز او که بل څه و، سخت مخالف و، د هغه د سلطنت په موده کې که سل په سلو کې سوله ټینګه نه و ، نو ۹۹،۹ فیصده تامین وه."

د افغانستان پخوانی پادشاه محمد ظاهر شاه د ۱۳۸۶ لمریز کال د اسد په لمړۍ نېټه د ۹۲ کلونو په عمر په کابل کې مړ او د کابل ښار د مرنجان پرغونډۍ چې خلک یې د نادر خان غونډۍ هم بولي د خپل پلار او د کورنۍ د نورو غړو تر څنګ خاورو ته وسپارل شو.

د ده یاد هر کال د اسد په میاشت کې د غونډو په جوړولو سره لمانځل کېږي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG